کوشش وکړئ چې تل پېچلی کود خپل کمپیوتر ته غوره کړئ

http://larawbar.com/peace/1296.htm

 

درنو لسوتونکو!

هغو کسانو یا کس چې زما ایمیل یوه اونۍ مخکې غلا کړی و بیا یې په لاندې ډول  زما لخوا زما اشنایانو ته چې معمولأ شاعران،لیکوالان او ژورنالستان دي په لاندې ډول متن ورلېږلی دی :

 

How are you doing? I hope you are doing fine, I’m sorry that I didn’t inform you about my traveling to United Kingdom for a program, I hate to ask you for this but I just have to anyway. I’m having some financial troubles here in Scotland. You’re the only person that I could reach at this point and i just hope you will come my aid. I misplaced bag on my way back to the hotel where my money, and other valuable things were kept. I need you to assist me with $5000 as soon as possible.

I need you to help me so I can clear my bills immediately and board the next available flight back. I will appreciate whatever you can afford to help me with, I will pay you back as soon as I return, I’m counting on you for assistant urgently, Kindly let me know if you can be of help so i can forward you my information on how to transfer the money immediately. The hotel management has disconnect my phone line over my bills and i can only be reach by email.

Thank you,
 
Amin Besmel

ګرانو خویندو او وروڼو!

زه له  قدرمن  پرهېز صاحب  او نورو درنوملګرو څخه  ډېره زیاته  مننه کوم  چې دا پاس متن  یې ماته  نن  را ولېږه

ګمان کوم  په سرمایداري ټولنه کې  به دې  ډول ناوړه، ټیټو او بې همته  چارو ته  هم  یو نیم  دیموکراسي  وايي ، رښتیا هم  له دوی څخه ګیله نه ده په کار ځکه  خو په ډول  ډول  پلمو دخلګو ملکونه نیسي دا کسب   له هغو خپلو خونخوارو پلرونو او نیکونو څخه  ورپاته  دی  پخوا به یې  په یو ډول چور کاوه اوس یې  دانترنیت  له لارې  څخه هم  چل زده کړی دی په هرصورت  مهمه  داده  چې تاسو تل  چمتو اوسئ  هر وخت  خپل پټ کود بدلوئ اوکوشش وکړئ چې تل  پېچلی کود خپل کمپیوتر ته  غوره کړئ  تر څو دا غله ستاسو د کمپیوتر انګړ ته  در نه شي .

یادونــــــــــــــــــــــــــه :

کېدای شي چې دا کسان هم غله وي او هم  دښکېلاک  د څارګرو سازمانو غړي وي  تر څو هم  جېبونه  ډک کړي او هم زما شخصیت  ته زیان و رسوي خو دوی دې په دې وپوهېږي  چې ما لا کلونه کلونه پخوا دخپل هېواد او ولس  دخپلواکي لپاره  سر په لاس کې نیولی  او بې له خدای(ج) څخه له بل هېڅچا څخه وېره نه  لرم  د بسمل شخصیت اوس  ډبرین  شوی  داډول ګوزارونه ماته  داسې ښکاري لکه  دشیشيي ګلاسونو ګوزارونه  چې  په  ما لا لګېدلي نه وي سم له لاسه رېزمرېز شي .

 ځیر اوسئ

انترنیت کاروونکو ته یوه اړینه خبرتیا

  ۰۱ــ ۱۰ــ ۲۰۱۰                                                                          

دانترنیت درانه کاروونکي هېوادوال او زمامحمدامین بسمل نږدې ملګري   دې  خبر اوسي چې  د تکنالوژي  له  پرمختګ  سره یو ځای  یوشمېر داسې ناوړه انسانان  را مینځ  ته  شوي  چې آن ستاسو پوره ایمیل درڅخه غلا کولای شي  .

داغله لمړی تاسو ته ستاسودکوم اشناپه نوم یوعادي ایمیل درلېږي کله چې تاسوایمیل  خلاص کړنوبیاستاسو د ایمیل پټ کود ورسپڼي بیانوستاسو له کمپیوتر څخه  ټول خوندي اسناد کاپي او یایې  غلا کوي .

کله  یې چې ستاسو نږدې  دوستان  وپېژندل  بیا نوستاسو  دایمیل  لار بندوي او هڅه کوي  چې  په  ډېر کم  وخت کې ستاسو اشنایانو ته ستاسو په نوم لیکونه ورولېږي او په  ډول  ډول  پلمو ورڅخه  پیسې تر لاسه کړي .

همدا لوبه  له  ماسره  هم  وشوه  مقصد  تاسو پام کوئ او له هرڅه لمړی له   Dokument څخه ستاسوکورني  اودملګرو رازونه  او تصویرونه وباسئ ترڅودغلوښکار نه  شي .

 نږدې  پنځه  ورځې کیږي  چې زما پخوانی ایمیل  a.c.besmel@hotmail.de له کارڅخه لوېدلی دی  مانا زه یې نه شم کارولی  .

نن  ماښام زمایو اشنا له قزاقستان  څخه ماته تیلیفون وکړ او په وارخطايي سره  یې  راته ووېل چې ته چېرې یې؟

ما په خنداخندا ورته ووېل چې  ته په سوریې  زه خو په جرمني کې یم  دا ته ولې داسې وارخطا غوندې یې ؟

هغه راته  ووېل چې ستا په نوم ایمیل  راغلی او داسې  پکې لیکل  شوي  چې زه  په  لندن کې غلو نیولی  یم  پنځه زره ایرو راته پیدا کړه  چې ما پرېږدي .

ماورته ووېل چې مه وارخطا کېږه زه روغ رمټ  اوپه جرمني کې یم نه انګرېزانو ته ورغلی یم اونه یې مخونه لیدل غواړم  .

البته  دوه ورځې مخکې ما دسولې اونښتر  په وېبلاګونو کې هم خپلو ملګرو ته خبر ورکړی و چې زما ایمیل غلا شوی  که  تاسوکوم  ضروري کار له  ما سره لرئ  نو پدې  ۰۰۴۹۱۷۳۴۷۰۸۳۸۸ شمېره له ماسره اړیکه ونیسئ .

خو نن چې له  قزاقستان  څخه  زما اشنا تیلیفون  راته  وکړ ماته  داخبره  خورا جدي  ښکاره  شوه  کېدای  شي  زما ډېرو نوروملګرو ته  به  هم  دې غله یا غلو لیکونه  ورلېږلي  وي  خو داچې  زما ایمیل  زما له اختیار څخه لوېدلی  ځکه مې له  خپلو ملګرو او اشنایانو سره اړیکه شکېدلې  ده له همدې کبله  مې یو ځل بیا نن  په پاس ډول  دخپل تیلیفون شمېره ولیکله تر څو دضرورت په صورت کې زما ملګري را سره اړیکه ټینګه کړي .

تر کومه چې داپېښه یوه جرمي پېښه  ده نومې نن ماښام  په اتوبجو او پنځه دېرشو دقیقو دخپلې سیمې پولیسو ته جریان ووېل تر څود لا پرمختللې تکنالوژي او انتر پول په مرسته  دا جعل کار یا جعلکاران  ونیسي .