ســــــــــــــــــــــــــــــــېلاب

دا دوه مطلبه دې یوازي دا یوشمېرهېواد پلورونکي پښتانه لکه نجیب نامنلی او نور تر کرزي را تاو خاینان او همداراز توپک په لاس طالبان  دې هم ولولي  .

http://larawbar.com/peace/1276.htm

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=22106

په بدخشان کې ۶۰۰ نوي ښوونځي جوړ شوي او۳ لکه زده کوونکي لري

Thursday, 09.30.2010, 07:21pm (GMT)
تاند(پنجشنبه/سپټمبر۳۰) د بدخشان سرپرست والي نن په یوه غونډه کې وویل چې په تېرو نهو کلونو کې په دې ولایت کې شپږ سوه نوي ښوونځي ودان شوي او اوس درې لکه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي.

شمس الرحمن شمس په فیض اباد کې ولسمشرکرزي ته د هرکلي په مهال په بدخشان کې د پرمختګونو د یادونې په مهال وویل ، د بدخشان په درې لکه زده کوونکو کې څلوېښت فیصده نجوني دي.

تېر کال له بدخشان ولایت څخه څه باندې درې زره تنه پوهنتونونو ته بریالي شول ؟دا په داسي حال کې ده چې د جنوب له ټولو جنګ ځپلو ولایتونو څخه پوهنتونونو ته د کامیابو شویو زده کوونکو شمېر تر سلو نه زیاتېده.

ولسمشرکرزی نن په داسي حال کې بدخشان ته لاړ چې برهان الدین رباني، یوشمېر وزیران او وکیلان او همداراز په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان ډیویډ پیتراییس او په کابل کې د امریکا سفیر ایکین بیري ورسره ملګري ول.

کرزي په فیض اباد کې له مشرانو او سپین ږیرو سره خبرې وکړې، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د فیض اباد - کشم د لویې لارې د پخولو چارې یې له نژدې ولیدې .

د بدخشان سرپرست والي د هیواد په امنیتي ځواکونو کې د بدخشان د خلکو فعالې ونډې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې حاضردمه د بدخشان دولس زره ځوانان د افغانستان په ملي امنیتي ځواکونو کې خدمت کوي او تراوسه پوري اووه سوو د هیواد د دفاع په لاره کې سرونه جار کړي دي.

غونډې ته ښاغلي رباني په وینا کې بدخشان ته د ولسمشرکرزي د هرکلي په ترڅ کې له هغه وغوښتل چې د بدخشان ډي ډي آر شوي خلک د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې د افسرانو په توګه ومني او د دې ولایت حلقوي سړک جوړ کړي.

ولسمشرکرزي د ښاغلي رباني او د بدخشان د سپین ږیرو د غوښتنو د عملي کولو د ژمنې په څنګ کې له جرمني او امریکا وغوښتل چې په بدخشان کې اوبو انرژۍ ته پام وکړي او د کوکچې بند جوړ کړي.

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taandd&article=22105
طالبان وايي په کندهار کې د دوی دښمن پرمختګ نه دی کړی

 

Thursday, 09.30.2010, 12:31pm (GMT)
تاند(پنجشنبه/سپټمبر۳۰) طالبانو په کندهار کې د افغان او نړیوالو ځواکونو د پرمختګ ادعاوې رد کړې او ویې ویل د دوی دښمنان له هغو سیمو څخه چې دوی پکې د پرمختګ ادعا کوي ، د تېښتې په لټه کې دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه اعلامیه کې په ډنډ،ژړۍ میوند او ارغنداب کې د افغان او امریکايي پوځیانو روانو عملیاتو ته په اشارې ویلي چې په دې عملیاتو کې د دوی دښمن پرمختګ نه دی کړی بلکې درانه تاوانونه او مرګ ژوبلې یې زغملي دي.

ښاغلي احمدي په عین حال کې په ځینو سیمو کې د خپلو دښمنانو پرمختګ تایید کړی مګر ویلي یې دي چې دا سیمې دوی په تاکتیکي ډول ورپرېښودلې څو طالبان خرپ او ترپ یا چریکې جګړې ته مخه کړي.

قاري یوسف احمدي وايي:« دډنډ ولسوالۍ دمحله جات ،ناخوني ،خنجکک او ډوري غاړې سیمو ته دښمن لومړی دپلان له مخې ورپریښودل شوترڅو مجاهدینو ته یي دښکیلولو موقع په لاس ورشي دښمن داوړاندې تګ خورا ستره بریا وبلله خووروسته مجاهدینو دځمکنیو ماینونو ، کنترولیدونکو چاودنو او ناڅاپي حملوبهیر پيل کړ چې تراوسه په ورځني شکل دوام لري په دې بریدونو کې که له یوې خوا تراوسه ددښمن ګڼ شمیرټانګونه او پياده سرتیري له منځه تللي له بلې خوا یي ددښمن له مغزو ددې ولسوالۍ داشغال خیال ایستلی ،پرمختګ یي په ټپه ولاړ دی او یوازې دبیرته تیښتې لپاره شیبې شماري.»

دا په داسي حال کې ده چې افغان او نړیوال ځواکونه په دې سیمو کې د پرله پسې پرمختګ او د طالبانو د تصفیې ادعاوې کوي .
په عین حال کې له دغو سیمو څخه په زرګونو خلک مجبوره شوي چې کور اور پرېږدي او کندهار ښار ته مخه کړي.
بې ځایه شوی خلک وايی چې د طالبانو او نړیوالو ځواکونو له لوري پر یو بل د راکټونو او نورو درنو وسله په ډزو دوی ته د سر ومال درانه زیانونه اوښتي .
.
خو طالبان وايي :«دژړۍ او میوند په ولسوالیو کې دښمن پلان درلودچې دکابل ــ هرات دلویې لارې جنوبي غاړې ته ددې دوو ولسوالیو اړوندپرتو سیمو ( دژړۍ ولسوالۍ دسنځري ،پاشمول او سنګسار او دمیونددکلاشامیر سیمو) ته خپل اشغال وغزوي دښمن نږدې لس ورځې وړاندې پراخ پوځي امکانات ،ټانګونه او زرګونه پياده سرتیري دې سیموته څیرمه دهرات په لویه لاره راټول کړل او بیا یي په دې څلورو واړ و سیمو تهاجمي عملیات پيل کړل ددښمن له ځمکني برید سره هم مهال په دې ټولو اولس میشتو سیمو دکندهار له هوایي ډګر څخه توغندویي بریدونه هم پیل شول چې لاهم روان دي او دسیمې عامو وګړوته یي سخت زیانونه اړولي دي .»
افغان او نړیوالو ځواکونو له ډېرې مودې راهیسي په کندهار کې د طالبانو پرخلاف د پراخو عملیاتو د پیلولو خبره کوله او څو څو واري یې نېټې وټاکلې خو بیا بیا یې عملیات وځنډول .ډېر کارپوهان د کندهار عملیات د د افغانستان په باب د ولسمشربارک اوباما د ستراتیژۍ اصلي ازموینه بولي.د همدې ستراتیژۍ د پلي کولو سریزه په مارجې کې پیل شوه او په کندهار کې به څرګنده شي چې چلېږي او کنه چلېږي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف په خپله اعلامیه کې همداراز ویلي :«دژړۍ ولسوالۍ په پاشمول سیمه دعملیاتو له پيل سره دښمن څلورورځي پله پسې ځمکني یرغلونو وروړل خو سیمې ته په داخلیدو ونه توانیدل په پنځمه ورځ یي ددې سیمې د ملنګیانو په کلي کې له څرخکو څخه سرتیري پياده کړل چې له ښکته کیدو سره هم مهال په یوه سرای ننوتل او دخپلې دفاع لپاره یي خلک له ځانه سره یرغمل کړل دغه سرتیري هم وروسته دمجاهدینو دبریدونو له ویرې په تیښته مجبور شول او په نیمه شپه کې څرخکو پورته کړل په پاشمول کې له تلفاتو لیدلو وروسته دښمن له دې سیمې خپل ټانګونه بیرته په شاکړل او څنګلوري سنګسار ته یي ټول زور متوجه کړدوروستیو معلوماتو له مخې اوس دژړۍ له پاشمول څخه دښمن په بشپړه توګه په شا شوی خودهمدې ولسوالۍ دسنګسار او سنځري په سیمو کې یې لاهم عملیات روان دي داسیمې چې خورا ګڼ میشتې او ځنګلزارې دي ددښمن قواوې له عام سرک څخه په ورکوزیدو او سیمو ته له رسیدو سره هم مهال دمجاهدینو له کمینونو سره مخ شویدي په دې سیمو کې هم دښمن له بیابیا زورازمایلو سره سره نه ده توانیدلی سیمه اشغال کړي او یاهم ځمکنی پرمختګ وکړي.»

طالبان دا هم وايي :«دکندهار ولایت په دې سیمو کې دپیل شویو عملیاتو په اړه یوه خبره چې ډيره مهمه ده اولاهم نړیوالې رسنۍ پرې چوپه خوله دي هغه ددې سیمو بشري وضعیت دی چې خورا بد حالت ته رسیدلی واقعیت دادی چې دښمن په دې روانو عملیاتوسره تراوسه نه کوم ځمکني پرمختګ کړی او نه یي هم مجاهدینوته کوم معلوم زیان اړولی دی یوازیني هغه څه چې په دې عملیاتو منتج شوي هغه دسیمې دبې دفاع خلکوستونزې او کړاوونه دي چې لاهم جریان لري .»

د کندهار ولایت د کډوالو د چارو ريیس محمد اعظم نوابي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:« په یوه میاشت کې کندهار ښار ته له ژړۍ او ارغنداب ولسوالیو څخه تر نهه سوه زیاتې کورنۍ راغلي.لا هم خلک له خپلو کلیو په تېښته دي او کله چې ښار ته رارسېږي نو خورا په بد حالت کې وي.»
ده دا هم وویل چې اکثره خلک تش لاس کندهار ښار ته کډواله کېږي.

ځینو کډوالو،چې د جګړې له ډېرسخت میدان یعني ارغنداب څخه کندهار ښار ته تللي ، وویل،دوی د د حاصلاتو په وخت له خپلو مېنو وتلو ته مجبوره کړای شول.دې کار د دوی د ژوند او ګوزارې امکانات له منځه یووړل .

زه سېلاب له تاند  څخه مننه کوم