ایا دا لاندې څېرې به زموږ په مظلوم ولس کوم زړه سوی ولري؟
http://larawbar.com/peace/1315.htm
(تاند/د اکتوبر ٦مه) – امريکايي چارواکي وايي کرزيان او د دې کورنۍ خپل- خپلوان له هغو ملياردونو ډالرو ګټه اخلي چې امريکا له ٢٠٠١م کال راهيسې د افغانستان د بيارغونې لپاره ورکړي . دوى وايي له دغو پيسو دغو کسانو ته ښه معاشونه ورکړل شوي دي، د کرزيانو ځينې غړي په حکومت کې په لوړو څوکيو په دندو ګمارل شوي. ځينې يې د بيارغونې په پروژو کې دخيل دي او ځينې يې د دغو پيسو په مرسته اوس ستر تجارتونه لري.
امريکايي چارواکي وايي د ولسمشر حامد کرزي خپلوان له کرزي سره له خپلو ارتباطاتو په استفادې دومره شتمن شوي دي او لوى تجارتونه لري. په راپور کې د ولسمشر د ورور محمود کرزي تجارتونو ته هم اشاره شوې ده، چې پخوا يې دومره زياته ګټه نه وه کړې.
هندۍ انټرنټي خپرونې نيوکيرالا په امريکا کې د افغان کډوال تاج ايوبي قضيې ته اشاره کړې چې په دې وروستيو کې کې يې په ليزبرګ کې د فرنيچرونو دکان درلود، تر دې مخکې يې په واشنګټن کې دکانداري کوله، خو نن ايوبي د ولسمشر حامد کرزي په اداره کې د بهرنيو چارو لوى سلاکار دى. دا ځکه چې ايوبي له کرزيانو سره شناخت او ارتباط درلود.
بله قضيه د قيوم کرزي ده، نوموړى په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازى و، خو وروسته يې د ناروغۍ په پلمه استعفى ورکړه، وروسته داسې ويل کېدل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په برخه کې د منځګړي رول لوبوي.
هندۍ خپرونه وايي، دا چې ايوبي نن ولې په دې پوسټ کار کوي، وجه يې د هغه علميت او لوړې زده کړې نه دي، بلکې له ولسمشر حامد کرزي سره يې اړيکې دي. د نوموړي خور د کرزيانو په کورنۍ کې له يوه چا سره واده کړې، اولادونه يې نن سبا د کرزي په کورنۍ کې مهم غړي دي.
په دې وروستيو کې د ولسمشر حامد کرزي د کورنۍ زيات غړي په حکومت کې په لوړو څوکيو کار کوي، تجارتونه لري او ان چې د امريکا له حکومت سره د قرارداديانو په ډول وظيفې اجرا کوي.
د کرزيانو د کورنۍ اکثره کشران غړي په استخباراتو کې لوى چارواکي دي، چې د امنيت په برخه کې يوه مهمه او حساسه اداره ده.
د حامد کرزي يو اکا په روسيه کې سفير دى، يو ورور يې په هغه اداره کې مشر دى چې افغانو مرستندويو ادارو ته د کار جواز ورکوي.
د کرزيانو شپږ غړي په لويو تجارتونو کې مصروف دي، چې له امريکايي حکومت څخه د کال په ملياردونو ډالره ترلاسه کوي.
هندۍ خپرونه زياتوي، د کرزيانو نور وروڼه، لمسيان او خپلوان چې د کابل په اداره کې زيات نفوذ هم لري، د حکومتي پوستونو له درکه زياته ګټه کوي، چې د املاکو کار و بار هم لري.
خپرونه د کرزيانو اړوند نورو بزنسونو ته اشاره کړې چې وايي د کابل په فساد ککړې ادارې ته د دغو چارو سمبالول سخت ځکه دي، چې کرزيان په افغان اداره کې زيات واک او ځواک لري.
ځينې کارپوهان وايي، په افغانستان غوندې غريب هېواد کې چې خلک يې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، د هېواد مشر بايد حد اقل د خلکو د احساساتو درناوى کولاى او خپل خپلوانو ته يې په خپله اداره کې په دومره لوړو څوکيو وظيفې نه ورکولاى.
له تاند څخه په مننه