http://larawbar.com/peace/1082.htm

د بدخشان ولايت د کشم ولسوالۍ يو دولتي چارواکي چې نه يې غوښتل څوک يې وپيژني، سرنوشت ورځپاڼې ته د ټېلېفون پر ليکه وويل، چې د تيرو دوو مياشتو را په ديخوا په بدخشان ولايت کې داسې ګنګوسې وې چې ددغه ولايت يو شمير سيمو ته د نا امنۍ د پيدا کولو لپاره طالبان خپله د بهرنيانو له خوا په الوتکو کې را وستل کيږي، خو يوه مياشت وړاندې په تګاب کشم کې د طالبانو يو مرکز پياوړى شو او په سيمه کې يې ګډوډي او نا امني زوروره کړه. وروسته د سيمې اوسيدونکو په سيمه کې ميشتې پي آر ټي ته خبر ورکړ، چې په تګاب کشم سيمه کې بهرني طالبان چې اکثريت يې د ازبکستان څخه راغلي ډير شوي او بايد عمليات ورباندې وشي. خو د بد خشان پي آرتي په دې برخه کې د خلکو غوښتنې ته هيڅ مثبت ځواب ونه وايه. سرچينې زياته کړه چې له يوې اونۍ وروسته د سيمې اوسيدونکو پريکړه وکړه، چې د نوموړيو طالبانو پر وړاندې خپله عمليات وکړي، خو وروسته داسې ګنګوسې خپرې شوې چې د ولسي خلکو د عملياتو له خبريدو سره سم پي آرټي دغه طالبان د تګاب کشم له ولسوالۍ څخه يو نا معلوم لوري ته وړي څو د ولسي عملياتو څخه وژغورل شي.