که غواړئ دسپتمبر دیوولسمې په اړوند زما اعتراض واورئ نو بیا دا لاندې پته کښېباسئ:
http://www.salgay.com/Maqali+Lekany/Magali+Lekany_ABesmal_Pukhwanai%20Kafan%20Kakh%20Taa%20BA.html
http://larawbar.com/peace/1098.htm
نن د واړه اختر دریمه ورځ ده هغه چا چې دنوکریزو وس درلودلاسونه به یې سره کړي وي خو زړه اونا زړه داځکه چې اوس زموږ بېګناه ولس لاس تړلی او برمته دی نه خو دخپل اسمان واک لري اونه دځمکې، نه یې څوک غم ګاللواو نه ښادي ته پرېږدي، په نیمه شپه یې دروازې الوزول کیږي، خویندې اومیندې مو دسپکاوي تر څنګ
په سپیو داړل کیږي دکورنۍ غړي یې ددوی تر مخ په مرمیوغلبېل کیږي او په سبابیا کرزی ایله په ایله یو دوه پمن د هیئت په نوم ورولېږي اوبس خبره سړه شي .
موږ دپردیو ترنامشروع یرغل لاندې راغلي یو، زموږ ولس یرغمل او هېواد مواشغال شوی دی له اشغالګرو سره نه زموږ د مذهب او عقایدو خیال شته، نه دمذهبي ورځو اونه زموږ د ژوند کومه پروا لري بس ښه عجیبه پلمه یې پیدا کړې ده :
تروریزم، القاعده او بیا هم تروریزم او القاعده ؟؟
دا یې له یاده وتلي چې تروریزم او القاعده چا وزېږول، چاو وروزل او تر دا نن ورځې یې څوک تمولوي ؟
دا ترورستان او القاعده که مذهبي موخې لري نوبیاولې د فلسطین غم نه خوري هلته ولې نه ورځې چې دلته د پښتنو په . . . ننوتي دي ؟

همدا نن د القاعدې په پلمه امریکايي بې پیلوټه الوتکې په شمالي وزیرستان کې دخړو پښتنوخړ دېوالونه یو ځل بیا په وینو رنګ کړل .
دپنځوشکمنوکورنیوته یې اختریزه ډالۍ ور وبښله نه ثبوت شته، نه شواهدبس په شکمن پسې شکمن مري؟؟
زه نه پوهېږم په دا نهو۹ کلونوکې القاهده څو زره وارې لنګه شوه چې په دادومرو بم وریوکې لانه ورکیږي خو نه نه داد القاعده خبره نه ده دایوازې زموږ بدبختي راغلې چې پخپلو کې دیو اوبل پښې وهوخپل مرګ په خپلو سترګو وینو خو د خلاصون هڅه نه کوو زموږ خلاصون په دې کې دی چې یو منلی ملي مشر ولټوودا کارمو چې وکړ نو به ځواک تر لاسه کړو له هغه څخه وروسته به بیاموږ خلګو ته شرطونه ږدو او که داسې بې تفاوته او یو له بل څخه بېل اوسو لکه دااوس چې یو نو هره شېبه ایت کرسي شریف وایاست چې دژوند شېبې مولنډې دي .
په وزیرستان نننۍ بم وري اوپه روهي ویبپاڼه کې دالاندې مطلب دې ته اړېستم چې دا لیکنه وکړم که نه نن زما په پلان کې ووچې دپرون اووړمې ورځې په ډول دهېوادګوټ ګوټ ته تیلیفونونه وکړم، خپلوملګرو اودوستانو ته داختر مباره کي ورکړم پرون او وړمه ورځ خو هسې هم دکرزي تیلیفوني شبکې پېریانو نیولې وې خو نن مې چې داتیلیفون ته لاس وروغزاوه د آزادي له رادیوڅخه یې په شمالي وزیرستان کې دمرګونوخبر ورکړ نوزه هم حیران پاته شوم چې دا اختر څه ته وايي او دا مباره کي یې په کوم جرئت دوستانو ته ووایم، لښتی لښتی وینې بهیږي موږ لا په خندا خندا داختر مباره کي وایو؟؟
اخېر کوم اختر؟
هیله من یم چې زمالیکنه غلطه تعبیرنه شي موږدالله تعالی بنده ګان یوهغه لوی ذات موږ ته عقل اوشعورراکړی دی نو ځکه باید شعورأ اختر وپېژنو.
غزتمنو خویندو او وروڼو!
کله چې روسانو افغانستان اشغال کړ زه په هغه وخت کې په تاشکند کې محصل وم د روسانوداشغال په لمړۍ ورځ مې دخپلو نږدې ملګروپه ګډون غذايي اودرسي اعتصاب وکړ بیامې دروسانو په یوه لسیزه اشغال کې د تل لپاره خپل غږ اوچت وساته خدای شته چې څوڅوځلې مې سزاوې هم لیدلې دي البته دازما او دبل هر افغان وجداني مسؤلیت و چې یو څه خو یې باید کړي وای .
زموږ ملک روسانوپه غټ حماقت سره اشغال کړ داشغال چل هم سم نه ورته ژر یې سترګې خړې شوې وتښتېدل خو دا اوسني کربوړي بیا دومره مکار دي چې :
هم دې ووژني پخپله هم په تا باندې ژړا کا *** واشنګټن لري پلانونه پرې غولیږي لندن هسې
لکه زه په یار مین یم بل به نه وي . . .
مانا داچې دمهموستراتیژیکو اهدافواوسیمې د اشغال په منظور یې دسپتمبر دیولسمې ((ډرامې)) په پلمه له ملګروملتونوڅخه دګیدړې قباله تر لاسه کړه اوس نو په ناحقه زموږ بېګناهو سرونه رېبي ، جګړه اوږدوي آن تر کسپین بحیرې پورې ځانونه رسول غواړي اوس یې که منئ او که یې نه منئ .
داچې امریکایان وايي راتلونکی کال وزوداهسې ببو لالې دي دوی هیڅکله هم نه وزي دادی په افغانستان کې ډېرې مهمې پوځي اډې جوړوي خود اوس مهال لپاره خپل فزیکي حظور دشمال په خوا خپلواهدافو ته ور نږدې کوي .
زموږ دګران افغانستان د تجزیې خبرې څه ټوکې نه دي، په قرغزستان کې سیاسي بدلون را مینځ ته شو پرون د تاجکستان په پوله ډزې پیل شوې سبا به یې تاسې پخپله وګورئ چې اژدها په کومه خوا روان دی .
په هرصورت خبرې ډېرې خو سر یې یو دی را ځم اصل مطلب ته هغه دا چې روسانو په لس کلن اشغال کې دومره ظلم له افغانانوسره نه دی کړی لکه امریکايي رامبوګان یې چې په دوو دریو میاشتو کې کوي که تاسودالاندې لیکنه په ځیر سره ولولئ نو پخواني کفن کښ ته به دعا وکړئ :
په افغانستان کې امریکايي سرتېرو افغانان دساتیرۍ لپاره وژلي او دبدن غړي ېې دیادګار په توګه له ځان سره اخستې
http://www.s-rohi.com/khabar_id_15037.html
دا مهال په 12 تنه امریکايي سرتیري په دې تور محاکمه کیږي چې دوی په کندهار کې ملکي وګړي دخپلې ساتیرۍ په موخه وژلې دي او ددوی دبدن غړي لکه دلاس ګوتې دیادګار په توګه له ځان سره اخستې دي له دې 12 تنو څخه ېې 5 افغانان داسې وژل لکه کوم سپورت ، چې کوي او په دې ګرم هم پیژندل شوې دي 7 نور ېې بیا پردې ګرم شوې دي ،چې ولې ېې دخپلو ملګرو دا ډول چلند او ګړنې پټې کړې وې دا 12 تنو دخپلسرۍ پلټنو او تالاشیو پرمهال دافغانانو له کورونو سره ، پېسې او افیون هم غلا کړې دی .
دا ډله ،چې په کندهار کې مېشته ده او د ( سټرایکر ) په نوم پيژندل کيږي پر هغه سرتیري برید کړې دی ،چې د دوی دا ډول کړنې ېې رسوا کړې دي او خپلو مشرانو ته ېې له دې پرده پورته کړې ده ،چې دوی په لوی لاس افغانان وژني او له دې کار خوند اخلي .
دڅیړونکو راپورونه دا په ډاګه کوي ډګرمن کالفین ګېبس ،چې کله له عراقه دافغانستان کندهار ولایت ته راورسید خپلو ملګرو ته ېې په عراق کې دملکي وګړو دوژلو کېسې په خوند کولې او خپلې نوې لارې او چلونه ېې ورسره شریکول دبېلګې په توګه : نوموړي څرنګه دسړک پرغاړه د روان سړي مخ ته بم وغورځوه او څرنګه ځای پر ځای ومړ . څیړونکې دا هم زیاتوي ګېبس له خپل یو بل ملګری ،چې ګیرمي مورلاک نومیږي دا هڅه کړې ده چې د وژنې ځانګړې ډله جوړه کړي او دوی دخپلو درې ګزمو پر مهال ډیری افغان ملکي وګړي وژلې دي .
دا ډله پردې تورنه شوې ده ،چې څرنګه ېې دګل محمد په نوم یو افغان وګړی پر ډزو وژلې دی .
دارمي ټایمز په نوم ورځپاڼه کاږي : یو امریکايي سرتیري دیادګار په توګه دوژل شوو افغانانو ګوتې راغونډې کړې دي او ځینو نورو بیا د مړو له جسدونو سره یادګاري انځورونه اخستې دي دا پېښې دعراق له هغو سره ورته دي
دسپتمبر دیوولسمې پېښې له صحنې څخه امریکایي ساینس پوهانو ته داسې اثباتیه مدارک په لاس ورغلي چې دا بدمرغه ډرامه رسوا کوي تاسو دا لاندې مطلب ولولئ :
په امريکا کې ساينسپوهان د سپټمبر د يولسمې د پېښې له اسرارو پرده پورته کوي
http://www.s-rohi.com/khabar_id_15032.html
د سپټمبر د يولسمې د نهمې کليزې په درشل کې يو شمېر ساينسپوهان په نيويارک او لاس انجلس کې د سپټمبر د يولسمی د حقيقت په نامه د کنفرانسونو په جوړولو سره هڅه کوي د دغې پېښې د پردې ترشا له واقعيتونو څخه پرده پوره کړي. دوی وايي چې د هغو موادو له تجزيې څخه چې د نيويارک له برجونو څخه لاس ته راغلي ښکاري چې په دغه پېښه کې له ډېرو زورور چاودېدونکو توکو څخه چې د ترهګرو لاسته نه شي ورتلاي کار اخيستل شوی. همداراز دوی د دريم برج د نسکورېدو په اړه چې تر اوسه ادعا کيږي په خپله نسکور شوی ، وايي چې دا له چادونکو توکو پرته هېڅ امکان نه لري چې په خپله په ازاده توګه نسکور شي.
پرون مې دآزادي رادیو تر شنه اسمان لاندې پروګرام کې دسپتمبر دیوولسمې پېښې په اړوند څو خبرې وکړې هیله ده چې زموږ ګران اوهېوادپال ویبپاڼې چلوونکي یې دامکان په صورت کې زما له دې لیکنې سره یو ځای خپرې کړي .
د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې یو بل تازه مطلب چې همدا اوس مې له تاند څخه را واخیست تاسو ته وړاندې کوم هیله ده چې دپرنګیانو څېره لا نوره هم پسې وپېژنئ :
((افغانستان کې برتانوي سرتيري د پوډرو په قاچاق کې ښکېل دي ))
Sunday, 09.12.2010, 12:58pm (GMT)
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand1&article=21769
تاند د سپتمبر ١٢ : برتانيوي پوځي پوليس د هغو ادعاو په باب پلټنې کوي چې گواکې په افغانستان کې د دغه هيواد ځينې سرتيري ښايي د هيروينو په قاچاق کې لاس ولري .
پوځي مامورين وايي دوى له دې خبر دي چې په قاچاقو کې د سرتيرو د ښکېليدا په باب ادعاوې شوې دي .
د ادعاو تر مخه برتانيوي سرتيرو له قاچاق وړونکو څخه هيروين اخيستل او په پوځي الوتکو کې يې له افغانستان څخه دباندې ايستل .
ايرلنډۍ ورځپاڼې ايونينگ ايکو په دې باب رپوټ کې ليکلي چې د برتانوي پوځي پوليسو له خوا پلټنه په هلمند کې د کمپ بستين او کندهار پر هوايي ډگرونو راڅرخي .
ورځپاڼه دا هم وايي چې د دغو هوايي ډگرونو د امنيت لپاره نور گامونه اخيستل شوي دي او هغه سپي پکې ډير شوي چې مخدره توکي بويولى شي .
دا خبر په دې لا ډير حيرانونکى دى چې د طالبانو د حکومت له نسکوريدا وروسته برتانويانو په افغانستان کې د مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې فعاله ونډه درلوده .
برتانيايي ځواکونه په هلمند کې ځاى پر ځاى دي چې د افغانستان تر ټولو ډير کوکنار پکې کرل کيږي .
شننونکيو تاند ويبپاڼې ته وويل دا خبر به په افغانستان کې د برتانوي پوځ په باب تصور او نظر لا خراب کړي .
افغان چارواکي او ځينې عادي وگړي پر برتانيايي نيت شک لري چې گواکې د افغانستان چارو ته د پاکستان د گټو له سترگو گوري .
له روهي او تاند څخه په مننه
عــــــــــزیزانــــــــــــــــو!
اوس نو تاسې ووایاست چې څه باید وکړو تر څو رښتیني اخترونه زموږ انګړ ته را ورسیږي؟
ستاسو کشر بسمل