http://larawbar.com/peace/1121.htm
عــزیــزانــو !
نن په جرمني کې د جمعې مباره که ورځ چې د معمول له مخې دکار وروستۍ مانا له غرمې څخه وروسته د هوساینې ورځ ده خو موږ د آرامي په ځای دا اړینه وبلله چې د خپلوکړېدلو هېوادوالو په درد او غم ځانونه شریک وګنو ځکه خو مو نن د مازدیګر په څلوروبجو دجرمني په بایرن آیالت کې دجمعې په دې مباره که ورځ خپله میاشتنۍ غونډه وکړه په دې غونډه کې ټول ګډونوال په دې باندې سلاشول چې دولسي جرګې ټاکنې غیر ضروري اوله فرېب څخه ډکې وبولي، موږ بایرن مېشتي افغانان که هرڅومره له خپل هېوادګران افغانستان څخه په ډېرلرې واټن کې اوسووخوبیاهم هره لحظه له خپل هېواداوولس سره ځان په غم اودردکې ګډ احساسوو
، ځکه خو د سباورځې دا دروغجنې ټاکنې له سره مردودې ، شرموونکې اوتپلې بولونو ای ګرانوهېوادوالو!
موږ چې له تاسوڅخه په دومره لرې واټن کې په تاسوباندې داظالمانه ربړې او درغلئ احساسوو، دا تاسې خو هم باید له نږدې څخه د غم او درد یو څه احساس وکړئ مانا دا چې دپردیوټولټاکنوته سبا مه ورځئ .
په جرمني کې دبایرن مېشتوافغانانو کولتوري ټولنه