http://larawbar.com/peace/828.htm  

دا په موږ رانازل شوی کرزی خو یاښه سم دم لېونی شوی چې دومره غیرمسؤلانه خبري کوي او یا خو ښه لوی  مداري  ورڅخه جوړ شوی چې اوس دومره په مکر سره زموږ  د ولس په سترګو کې خاورې وراچوي .


داپردي پال کرزی وایي چې :
دا جګړه ترهغو نه شي ګټل کېدای چې له افغانستانه دباندې د تروریستانوځالې نه وي ویجاړې شوې .
اول خو به زه کرزي ته ووایم چې دا جګړه چا او د څه لپاره راوړې ده ؟

دوهم :

دا ستا باداران دجګړې ګټلوته راغلي او که دجګړې اوږدولو ته؟
دریم :
ته او خدای چې نه پوهېږې هغه ځالې دچا لخوا، د څه لپاره ، د چا په پیسو جوړې او تمویلیږي کومې چې ته یې ورانول غواړې؟
څلورم :
تاسو بریالیتوب ته اشاره کړې ده زه نه پوهېږم چې دا بریالیتوب څه ته وایاست، منظورمو د وروستي افغان جنازه ده او که دهېواد سمسورتیاکومه  چې ستا په وجود کې هیڅ امکان نه لري؟

پنځم :

ښاغلیه کرزیه ؟!
زه خو ډېر څه لرم چې درته ویې لیکم خو ایا ته د دې وړتیا  لرې چې دومره وخت درباندې ولګوم ؟

قدرمنو لوستونکو!
له تاسو څخه هیله کوم چې د کرزي څرګندونې په دې لاندې مطلب کې په ځیر سره ولولئ :

کرزی: د تروریستانو ځالو ته نه پاملرنه او ملکي تلفات د جګړې د نه بریالیتوب عوامل دي
Thursday, 08.26.2010, 02:54pm (GMT)
تاند(پنجشنبه/اګست۲۶) د افغانستان ولسمشرحامد کرزي له امریکا په کلکه وغوښتل چې د خپلو پوځي هلوځلو پام له افغانستانه دباندې د تروریستانو پناهځایونو ته واړوي .کرزي دا څرګندونې نن په کابل کې په سیمه کې د امریکايي پوځیانومرکزي قومندان جنرال جېمزماتیس ته وکړې.
د افغانستان د جمهوري ریاست له یوې خبرپاڼې سره سم کرزي وویل چې د تروریزم پرضد په جګړه کې پرمختګ نه دی شوی او دا جګړه ترهغو نه شي ګټل کېدای چې له افغانستانه دباندې د تروریستانوځالې نه وي ویجاړې شوې.

کرزي خپل ګاونډي پاکستان ته اشاره کوله چې افغان چارواکي او لوېدیځوال وايي طالبان، القاعده او نورې سخت دریځې ډلې پکې مرکزونه لري او له هماغه ځایه په افغانستان کې بریدونه تنظیموي.
کرزي همداراز وویل چې په جګړه کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلو کمول به هم د جګړې له بریالیتوب سره مرسته وکړي.

کرزي جنرال ماتیس ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو ته د افغانستان د امنیتي چارو د سپارلو لپاره پکار ده چې د افغانستان امنیتي ځواکونه پیاوړي شي.

حاضردمه په افغانستان کې شاوخوا یولکو څلوېښت زره نړیوال ځواکونه موجود دي او دوی لېواله دي چې د افغانستان د امنیتي چارو پېټی نور افغان امنیتي ځواکونه په غاړه واخلي.

کرزي وویل افغان امنیتي ځواکونه به ، چې اوس د امریکا په مشرۍ د یوه پروګرام له مخې تر روزنې لاندې دي،د ۲۰۱۴ کال په پای کې له لوېدیځو ځواکونو څخه د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخلي.

کرزي په یوه جلا کتنه کې،چې د امریکا د کانګریس له غړیو سره یې لرله، وویل د ولسمشربارک اوباما له لوري د ۲۰۱۱ کال د جولای له میاشتې د ځواکونو د ایستلو د پیل اعلان تریوه حده د طالبانو د روحیې له پیاوړتیا سره مرسته کړې ده .

دا خبره د سې شنبې په ورځ د امریکا د سمندري پلیو ځواکونو قومندان جېمز کانوې هم کړې وه .هغه ویلي وو چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستنې په باب د ولسمشربارک اوباما اعلان د وسله والو یاغیانو روحیه پیاوړې کړې او هغوی یې په دې باوري کړي چې د ولسمشراوباما له لوري د پوځیانو د ایستلو تر وخته مقاومت ته دوام ورکولی شي.
د امریکا ولسمشرد تېر کال په وروستیو کې اعلان وکړ چې افغانستان ته سږ کال دېرش زره اضافي عسکر لېږي خو د راتلونکي کال له جولایه به له دې هیواده د امریکايي پوځیانو د ایستلو بهیر پیل کړي.
جنرال جېمزکانوې(General James Conway)، چې سږ منی د سمندري پلیو ځواکونو له قوماندې استعفا کوي، وویل دی باور لري چې سمندري پلي ځواکونه به په کلونو کلونو د افغانستان د جنوب د جنګ له جبهو ونه وځي.
د کرزي له دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ولسمشرد امریکا د کانګریس غړیو ته وویل :«د تروریزم پرضد په جګړه کې نه پرمختګ دوه عامله لري:یو دا دی چې د تروریستانوپناهځایونو ته توجه ونه شوه او دوهم په دې خاطر چې د جګړې په ترڅ کې ملکیان ووژل شول.

له تاند څخه په مننه

په پورتني مطلب یوه تبصره:

  • One Response to “داحماقت دی که سپین سترګي ؟”

  • grana woroa dira zeata manan chi karzi ta mo stargi aw ghwagona war khlas krarl, hom dasi da
    no grana worora pa lomri zal mi da sta pa shan kas wolid chi dasi khabri yi karzi ta kari de
    no reshtea ham pa karzi wakht lagawal na di pokar zka chi karzi gulam dai sa chi
    jinaitkaran ghawari no hagha karzi kawi
    no sa zarorat chi pa karzi sok wakht walagawe.
    manan
    ګران ورور کاوون صاحب!
    له تاسو څخه هم ډېره مننه کوم چې په دې اړوند مو رښتینې تبصره رالېږلې اوزما په منظورله واره پوه شوي یاست، دا زموږ ټولو ایماني او وجداني مسؤلیت دی چې له هرڅه دمخه زموږ مظلوم ولس ته هغه غلیمان ور وپېژنوکوم چې له کرزي سره یو ځای په ولس تپل شوي، دکرزي په جنایتکاره، پوډري او له فساد څخه ډکه اداره کې په پوره بې شرمي تنظیم شوي دي،دا
    منفوره او هېواد دښمنه اداره نه تنها غله،قاتله او له فساد څخه ډکه ده بلکې په سلو کې له ۹۵ څخه زیات غړي یې دنورو ملکونو جاسوسان هم دي
    http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=21482
    مقصد هر څه چې کرزی او یا یې دار اودسته وايي نور نو باور نه شي پرې کېدای په دا نږدې یوه لسیزه کې یې ډېر رنګونه وکارول خو ولس یې خپل نه کړای شو ځکه چې دملي ګټو او ویاړونو هیڅ پروا نه لري دوی پردي دي دپردیو نانځکې دي نو څه به ورته ولیکو یا به کومه توقع ورڅخه وکړو؟
    له تاسو څخه بیا هم مننه کاوون صاحب!