ليك: د كندوز پوهنتون محصلين (سرتير)
په افغانستان كې ژوند كول مرګ ته ورځې لنډول دي، ځكه ټول په دې پوهيږي چې كله به د يوې خارجي او يا يوې داخلي دسيسې ښكار كيږي او وژل كيږي به، او په تيره بيا د كندوز پښتانه اوسيدونكي، په دغه ولايت كې كه څه هم د پښتنو فيصدي زياته ده، خو په داسې بلا اوښتي چې هيڅ خلاصون يې ترې نه كيږي، دلته پښتون تروريست دى، پښتون د دولت په ضدپيژندل شوى، په داسې حال كې اوس مهال زيات د دولت مخالفين ازبك او نور قومونه جوړوي، هغه متل دى وايي چې: (( د وزې هر وخت لكۍ جنډه وي هيڅ خبره هم نه وي خو كه د ګډې لم اوچت شو وايي چې….
په كندوز كې اوس پښتانه د ګډې مثال لري، كه هرڅوك د دولت پر خلاف اوچتيږي خلك فكر كوي چې پښتانه دي، او پښتانه په لوې لاس دې ته وهڅول شول چې ددولت پر خلاف راپاڅيږي.
ددې مخالفتونو علتونه زيات دي خو د مثال په توګه يې يوه مسله يادوم،اوس په كندوز كې هم د ايران لاسوهنه تر دې حده ورسيده چې په ښكاره سره د افغانستان داساسي قانون خلاف كارونه كيږي، او په دې كې د كندوز د پوهنتون ريس اودكندوز د والي په ګډون نور چارواكي هم ښكيل دي.
حامد كرزي كندوز ته دخپل اخرني سفر پروخت د پښتنو محصلينو په غوښتنه او ډير بحث كولو وروسته كندوز ته پوهنتون ومنه او له تګ سره سم يې رسمي اعلان كړ، له تيرو دوه مياشتو يو شمير بدخشي محصلين، پدرام پلوه او ايران پلوه ډله كوښښ كوي چې د پوهنتون لوحه بايد (( دانشګاه)) اوچته شي.
د محصلينو په غوښتنه او زيار د كندوز د پوهنتون لوحه چې پرې ليكل شوي (( پوهنتون كندز)) اوچته شوه، خو ددې سربيره د كندوز والي څو ايراني ايجنټانوته ليك وركړې چې هغوي بايد دغه لوحه راكوزه كړي او پر ځاى يې (( دانشګاه كندز)) اوچته كړي، دغه محصلين د كندوز پر ټولو قومي مشرانو وګرځيدل چې بايد ددوي ملاتړ وكړي او خپل فرهنګ ، خپله ژبه او خپله ملي ترمينالوژي وساتي چې اساسي قانون يې د ساتنې امر كړى خو هيڅ قومي مشر او سپين ږيرې دېته چمتو نه دى چې د هغوي غږ واوري.
د كندوز پوهنتون محصلين كوښښ كوي چې له هرې قانوني لارې د خپل هيواد او خپل فرهنګ ساتنه وكړي، دوي هوډ كړې كه دغه ساتنه ورته د سر په بيه هم تمامه شي دريغ نه كوي، خو ددې يادونه ضرور ده چې كه په راتلوونكې كې كومه خونړۍ پيښه رامينځ ته كيږي ددغه هرڅه پړه به د كندوز د چارواكو په غاړه وي. پښتانه په دې ملامتوي چې د دولت پر خلاف جنګيږي خو هيڅوك نشته چې ورته ووايي چې د پښتنو دغو مخالفتونو ته چا لار جوړه كړې؟.
بهرنۍ لاسوهنې دې ته هڅول كوي چې پښتانه ددغه ډول غيرقانوني كارونو مخه ونيسي او بالاخره ټاپه پرې ووهل شي چې پښتانه د دولت پر خلاف دي، خو ديته نه ګوري چې يو څوك په ښكاره د نورو فرهنګ پر خلكو تپي او ددې پر ځاى چې پښتانه ملامت شي خارجي ايجنټان ونيول شي او دهغوي مخه ونيول شي، ايا دا له قانون څخه سرغړونه ده چې قانون عملي شي او كه دا سرغړونه ده چې د غيرقانوني كار مخه ونيول شي؟.
پښتانه كه په دولت كې هم نه دي د قانون د حاكميت پلوي كوي خو دغه نورخرڅ شوي بيا كه په دولت كې هم دي د دولت د سپكاوي او د دولت پر خلاف كارونه كوي، پښتانه دغه هيواد خپل ګڼي ځكه يې په هر صورت كې د ابادۍ او سرلوړۍ لپاره كوښښ كوي كه داسې نه وي او پښتنو دغه هيواد خپل نه ګڼلې څه ضرورت و چې د پردي فرهنګ مخالفت يې كاوه او د خپل اصيل كلتور د ساتنې هڅه يې كوله.
داځل د كندوز محصلين مجبور دي چې كه د پوهنتون لوحه راكوزه شوه، هر هغه څه ته به لاس اچوي چې د تاريخ په اوږدو كې يو مثال پاتي شي.
د كندوز پوهنتون محصلين ددغه ليكنې په ذريعه چې تاند ويبپاڼې ته يې ليږي، ټولو مسولو چارواكو ته خبردارې وركوي چې د ايران د ايجنټانو مخه بايد ونيسي او پريږدي چې ددغه ولايت خلك د خپل كلتور، خپل فرهنګ او خپلې اصلې ژبې سره ژوند وكړي او كنه ددغو سلګونو محصلينو مخه نيول به ورته ستونزمن شي.
دولت بايد كوښښ وكړي چې د پوهنتون له انګړ څخه د تاوتريخوالي اواز اوچت نه شي او هغه با فرهنګه با كلتوره او په هيواد مين ځوانان چې په لوړو چوكيو مقرر دي اوپه سختو شرايطو كې د هيواد د ابادولو او جوړولو هڅه كوي په دولتي چوكاټ كې ددغې ستونزې لپاره د حل لاره راوباسي.
هسې هم د كندوز پښتانه په دې هيله دي چې كله به يې مرګ ميلمه كيږي، يا به د خارجي قواو په عملياتو كې وژل كيږي، يا به د دولتي چارواكو له خوا د تورو تنبو شاته اچول كيږي، او يا به يې ورڅخه ژوند او ټول شته او جايداد اخيستل كيږي.
دلته پښتانه (( فريده پټه خوله دې بهتري ده)) ژوند كوي، راځۍ ددغه قوم د سپكاوي پر ځاى د هغوي د لوړولو لپاره هڅه وكړو، يوموټې هيواد جوړ كړو.