http://larawbar.com/peace/791.htm
دلویې پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د دوه ۴۲څلوېښت مدني اوكلتوري ټولنو ګډې جرګې يوه اعتراضيه غونډه وكړه .
په غونډه كې په مشرانو جرګه كې دپكتيا سناتور عبدالحنان حق ويون وهل كېدل وغندل شول چې څو ورځې دمخه په لوګر ولايت كې دملي اردو له خوا وهل شوى و .
حق ويون څلور ورځې وړاندې له كابل څخه ګردېز ته پر لاره و، چې دملي اردو ځواكونولخوا له موټر څخه ښكته شوى و.
نوموړي رسنيو ته وېلي و،چې لومړی دده د دوو ساتونكو څخه وسله واخيستل شوه او وروسته دى ووهل شو چې لاس ېې هم پرې مات كړ .
ديادې غونډ ې په سر كې دكلتوري ټولنو په استازيتوب عبدا لهادي حماس خبرې وكړې او دغه عمل ېې دټولې پكتيا سپكاوى وباله .
نوموړي دكورنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل ، چې ددې پېښې پلټه وكړي .
ورپسې يوتن بل ويناوال خوږمن ځاځي خبرې وكړې، ده وويل چې كه چېرې دولت ددې خبرې پلټنه ونه كړي نو په را روانو ټولټاكنو كې به برخه وانخلي .
خوله بلې خوا په پكتيا كې د دوه سوه درېم نمبر تندر قول اردو وياند ډګروال سات ګل هوتك رسنيو ته وويل چې دوی دغه ناوړه چلند غندي او ددوی په قول اردو پورې اړوندې ډلې داكار ندى كړى .
ياده دې وي چې تر اوسه پورې په كابل كې لوړ پوړو چار واكو ددې پېښې په اړه څه ندي وېلي .
ساحل منګل
نهادهاي فرهنګي و سران قومي ولايت پکتيا :
عاملين قضيه عبدالحنان حق ويون سناتور ولايت پکتيا بايد تعقيب گردد
هفته گذشته يکتن ازسناتوران ولايت پکتيا در(مشرانو جرگه) موسوم به عبدالحنان حق ويون هنگاميکه موترحاملش از کابل به صوب شهرگرديز درحرکت بود درمسير شاهراه کابل_گرديز حينيکه ازپهلوى قطار اردوى ملى عبور مى نمود موترش توقف داده شد سپس موصوف توسط عده ى ازافراد اردوى ملى مورد ضرب وشتم وهتک حرمت قرارگرفت که درنتيجه دوتن از بادى گاردانش مجروح، دست سناتور مذکور شکسته ودوميل کلاشينکوف ومبايلش را افراد اردوى ملى باخود برده اند. حق ويون به هفته نامه پکتياغږګفت که وى نمبرپليت رنجر را باخود ياد داشت نموده است. يکتن از نظاميان سابقه دار جنرال عبدالواحد طاقت عمل مذکور را يک عمل غيرمسئولانه خوانده ميگويد: مشکل اينست که درصفوف اردوى ملى بدون درنظرداشت فلتر استخباراتى کشور افراد واشخاص نامطلوب جاى گرفته که باعث ايجاد همچو حوادث ناگوار وغيرقانونى ميگردند.
بناءً اکثريت نهادهاى مدنى، فرهنگى، شوراهاى ولايتى وسران قومى پکتيا ازدولت خواست تا عاملين قضيه را ارگانهاى مسئول گرفتار وبه پنجه قانون بسپارند درغير آن مطابق قانون عنعنوى وقبيلوى که بجا مانده است اقدام خواهندکرد.
ضیأ ارمان
په ځینو شاعرانو نیوکه
ملګریه ، اې دوسته اې شاعره اشنا!
ستاخو خوښیږي چي بل څو ک درته غوږ ونیسي او ستاخوږې دکلومي د زړه په غوږونو واوري .
ستاخو داعادت نه دی چي خپل شاعرانه فکرد کوم بل چاپه اوتو بوتو مصروف کړي ، بلکي ته خودالهام په تمه د تخیل په سوچ کي ډوب تنهایي او انزوا خوښوي.
خو.
زه درته د خداي په نوم او دپښتو پرپاریوڅه ویل غواړم .
اې شاعره ، اې ، اې ، ته اوري که نه ؟
زه ستاپه خیال او تخیل کارنه لرم، زه دي په الهام نه پوهیږم او د کنايی ، استعارې او تشبیهاتوسره سروکارنه لرم داټول ستا د شاعرانه قریحي غوښتني او محصول دي.
زه یوازي د خپل ځان په اړه درته ویل غواړم.
نو.
اې شاعره ، اې ، اې ، تاته وایم !
ته خو د ټولني سترګی او ژبه ځان بولي ، ته خوځان ته د ټولني د ترجمان خطاب کوي اوته خووایي، دټولني عیني وقائع ترخپل شاعرانه پلټرباسي ، هنري جامه وراغوندي او بیایي د فکراوشعریت په ګډه جوله ټولني ته وړاندي کوي.
خو، ګوره!
شاعره اشنا، بلادي واخلم، زماتصویردي غلط اخیستي ، زمارنګ ، خوند ، صورت او سیرت دي نه دی لیدلی اونه يی ویني .
اې شاعره! اې سترګورخونابیناشاعره !
تازه تراوسه لانه یم لیدلی ، تا زماد اوښکوډکي سري سترګي او سپیره شونډان نه دي لیدلي.
ته زماشکیدلي ټنۍ ، څیري ګریوان، یبلي بښی ، لوڅ سر، ټناکي لاسونه او اسکیرلی بدن نه ویني .
تاته خوزه ډیرآسوده ، آرام اوښکلی ښکارم او زمابدبختي او بدرنګي دي نه ده لیدلي.
تاته خوزماقدسروه ، سترګي بادام ، شونډي لعلونه او اسکیرلی وجود نازولی ښکاري.
اې شاعره تاته وایم!
ته دانه ویني چي زه رټل کیږم ، وهل کیږم ، وژل کیږم او ترپښولاندي کیږم .
ته ما نه ویني چي مځکه مي زورور په خپل نوم اړولي ، باغ مي …. سنګرګرځولی، کورمي د سړک غاړي چاودني وران کړی اود جیب یوڅه خاوري ماوري راڅخه په سپینه ورځ غلو لوټلي.
ته مانه ویني چي ، زه له دي ویري چي راباندي کومه چپه ټاپه ونه وهل سي ، پاک کالي نه سم اغوستای، قلم په جیب کي نه سم ګرځولی، په کوم شخصي یاناشخصي دفترکي کارنسم کوای اوحتي خپل زوی ـ لور مکتب ته نسم لیږلی.
ته دلته د اجتماع په عمق کي پرتي اجتماعي ، اقتصادي ، سیاسي او فرهنګي ناخوالي نه سي لیدای ، ځکه دا هرڅه خو له اجتماع سره ارتباط لري اوته سپین زړی شاعرخو د خپل شعري ریاضت په خلوتګاه کي تکي تنها ناست یي.
هو!
ته زمادغه واقعي څیره نه ویني ، ته زماداحالت نه محسوسوي اوزماپه دي بدرنګه تصویرخپل شاعرانه نازکخیاله مزاج نه ګډوډوي.
خواې شاعره ! زه همداسي یمه .
له ښاغلي ساحل منګل، ضیأ ارمان،فرزان صاحب او تاند څخه په مننه