زموږ د کلي
دهېواد شیرزاد ښکلی غزل
چې قاتل ته ښيي لار زموږ د کلي
ورپسې دې شي ازار زموږ د کلي
د خپل کور پته پخپله ورته وايي
دا ساده ، ساده هوښيار زموږ د کلي
دا په سپینه جامه سپين خلګ چې گورې
په همدوی کې دی غدار زموږ د کلي
پرون پورې کلي سرې لمبې کولې
نن دی بيا لکه چې وار زموږ د کلي
جنکيو مو گودر نه وينې راوړې
چا ويشتلی دی چنار زموږ د کلي
که ټوپک ورڅخه مات نه کړو هېواده
دا وگړي به وي خوار زموږ د کلي
16.05.2010
- محمد امين بسمل
سږ کال هم دتېرو پنځوکلونوپه څېر دګران افغانستان په لویه پکتیا اودجرمني په بایرن آیالت کې په یوه ورځ د ښکلي او هسک نښتر لمانځنه وشوه دلویې پکتیا په مرکز ګردېز ښـــار کې زرګونو خلکو د نښــــتر په دودیزه کالنۍ مشاعره او مېله کې ګډون وکړ .
د غویي په څلورويشتمه نېټه دلویې پکتيا مرکز ګردېز ښاردنښتر ددودېزې مشاعرې اومېلې له برکته دشعر او ادب د زرګونه مينوالو د راتلو...
20.05.2010
- محمد امين بسمل
دیوسف شاه سپېلني یو ښایسته غزل
تا چې زما اوما دا ستا سترګې راواړولې//ځان ته مو خپله ددنیا سترګې راواړولې
تاته یې دګوتې دنیولوجرءت هم ونکړو//موږ لېونیوته هرچا سترګې راواړولې
پرخه یم ګله ستا په غېږه کې م...