دیوسف شاه سپېلني یو ښایسته  غزل

تا چې زما اوما دا ستا سترګې راواړولې//ځان ته مو خپله ددنیا سترګې راواړولې

تاته یې دګوتې دنیولوجرءت هم ونکړو//موږ لېونیوته هرچا سترګې راواړولې

پرخه یم ګله ستا په غېږه کې مې کله پرېږدي/لمر میرات مړي وینې بیا سترګې راواړلې

ته قضاوت وکړه چې نوم د وفا چاته و رکړم/تا نا اشنا غم دې اشنا سترګې راواړولې

دسپېلني دزړه لوګي به ډېر درولېږمه/وار کړه که نن چېرې هوا سترګې راواړولې