ناست یم اُروپا زړه کې ،روح مې دی آسیا زړه کښې ++ خټه مې لغمان کې وه، خاپوړې ګندهارا زړه کښې
نازو وړکتون کې وم،حبیبیی لیسه کې زه ++  پي،سي،بي د دروڼټې طب د تُرکیا زړه کښې
لاړې هغه ښې دورې ،پیل سوې د هجرت سختې+++ جهاد نه ،مجنون شولو فکر د لیلا زړه کښې
سر کې سوچ و د اولاد، پر شا بستره د غم+++ افغان-پشتوخوا زړه کې او بیا اُروپا زړه کښې
څو کاله دمجبوریت،پیښور کې مډیکوز!++ رشوت د شناختي کاټډ، پاسپورټ ملیشیا زړه کښې
هسې خدايي تقدیرو راوستو تر دې ځایه+++ پریمان نعمتونه دي دا د بلجیکا* زړه کښې
کار کړي لکه خرو غوندې ټوله مهاجر دلته++ پیسې نيمې ولېږي نیمې آلمانیا* زړه کښې
ټَکسونه ورکوي ډیر؛ خپل خلک ېې عیشونه کړي+++ سپي اخلي ،وسلې اخلي جنګ اخلي سیا* زړه کښې
غټ ابلیس ،انګریز انګلیس پر هیچا صرفه نه کوي++ وړکوټی صهیونیست ېې کړ چاغ د امریکا زړه کښې
امریکه چې ستړې شي د مور بمبارۍ باندې+ نو یو.اِن.* بیا غوڼډې کړي فرانس او روسیا زړه کښې
 
افغانخوا او بلوڅخوا،پشتونخوا او کشمیرخوا++++ ایمآی اِیسآی ووژل کروړونه لکها زړه کښې
سر کار هم پشتون وژني، داعش هم بلوچ وژني++ <هزاره موګه چي ګپه؟> د ډیموکراسیا زړه کښې
اوس چې یو منظور پشتون ،نر پشتون باتور پشتین+++ پیل کړه حق خواهۍ دعوا د شهدا ارواه زړه کښې
کراچۍ نی* پیل کړلو دا پرلټ ،ژغورن لاریون+++ ژوب او پیښور کامیاب ولس میلیونها زړه کښې
 
ډاکټر غني بیوسه! صرف یو ټویټر خپل کړلو++ ولې دا نور نه خوځي واه د عودولا زړه کښې
 
زه (حمید زړور ساپی) نور به څه بیت ولیکم؟+++++ څو کاله ژوندی به یم خدای خبر سمآء زړه کښې
*
بلجیکا= د بلجیم پخوانی اصطلاحي نوم*
آلمانیا= تورکان ېې جرمنی یا آلمان ته وايي*
سیا= سي .آی.اِې*
نی>> د نه ېې لڼډ شکل د نظم او وزن لپاره *
یو.ان>> د یونایټډ نېشنز مخفف *