درې غزلي        راليږونکی : ابراهيم طوفان

 

څومره يم ښايسته جانانه اوګوره

ستايمه کنه جانانه اوګوره

نن می درته پټ ديدن راوړی دی

څنګ ته مي راځه جانانه اوګوره

ډک مړوندمي ليچي اشناښه ښکاري

کړی می جوړه جانانه اوګوره

سترګومی دی سترګی سترګوښکل کړلې

ډيرکوي مزه جانانه اوګوره

روغ دی ليونی کړوابراهيم طوفان

بس دی نوره ځه جانانه اوګوره

 غزل

قسم وخوره جانانه چه رښتيادرباندي ګران يم"

څه هسي تش تلسم که له زړه نه دی جانان يم"

 

په خوله يې راته او وې مادزړه یقين پری وکړ"

هوښياره دونياګی شوه زه لاهغه سی نادان يم"

 

باورمی ځکه کم دی چه دزړونو مزی تللی"

ګيله له چانه نکړم زه دوښمن خپله دځان يم"

 

وس څنکه زړګی ورکړم زړه باورغواړی تسکين شی"

دمينی مينه نشته وس په مينه کی حيریان يم"

 

ګوګل کی ابراهيم طوفانه يوزړه زندګی کړی"

تاډيرپکی ساتلی زه له يو زړګی ناتوان يم

 

غزل

په ژړا مي له سرو سترگووینی لاړې"

هم می سترگی هم می زړه ورپسی جاړې"

 

زخمي زړه ته په يوځل ديدن ټکورسي"

يوځل ستادغټوسترگوديدن غواړي"

 

بېروخي دی هيروم خونه هيريږی"

ديدنونه ستاپه خيل کی سره نغاړې"

 

اوس په قبرستادشناختوليکل لولم"

ستاغمونه می دزړه په داړوداړې"

 

ابراهيم طوفانه خدای دي جدامکړه"

بيابه سرويشتوته نه وی درته کانړې"