دپت اوميړاني لار       لیکوال الحاج محمدعمر(قانع)

داسلام لار دپت ، عزت اوميړاني لارده اسلام ميړنی ، قوی اواتل کسان خوښوي . نه بې زړه ، بې همته  اوسست خلګ، مومن مستضعف کيدای سی خوضعيف کيدای نسي ، مظلوم واقع کيدای سي ، خومظلوميت ته غاړه نسي ايښودلای ،وير ول کيدای سي ، خو ويري ته په زړه کی ځای نسي ورکولای ، بيوزلي ،لوږه ،تنده ، محروميت ، تکليف اوکړاو زغملی سي، خوذلت ، بی پتي اوبی عزتي نسي زغملای،له الله اورسول اومؤمنانو څخه پرته بل هيچاته په عزت اودرناوی نسي قايليدای اونه عزت دبل چا حق ګڼلی شی ځکه چی دکايناتو مالک فرمايی : وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ.ژباړه: دعزت خاوند يواځي الله اودهغه رسول دی اومؤمنان دی .مادي طاقتونه که خپل ټول زور استعمال کړي هغه انسان دځان غلام نسي ګرځولای چی دهغه دخپل انساني کرامت،پت اوعزت سره مينه وی اوحريت غواړی البته دزور داستعمال له لاري دا کولای سی چی جسد بندي کړی ، تعذيب يې کړي اوويې ځوروي خودانسي کولای چي وجدان،روح اوعقل دخاوندکاردی چی وجداني اوروحي ذلت اوبی عزتی ته غاړه ايږدي ،خپل حريت اوانسانی کرامت له لاسه ورکوي اوله هغه مقام نه ځان راغورځوی چی الله تعالی په هغه کی پيداکړی دی ، دمستکبرونو اوطاغوتيانو اطاعت اوپيروي مني اودبنده بند ګي قبلوي پداسي حال کي چی داطاعت مستحق يوازي الله (جل جلاله) اودهغه رسول (صل الله عليه وسلم) دی . دغه راز کسانو ته الله (ج) ضعيفان وايی نه مستضعفان اودالهی عذاب اومواخذی وړښودل سويدی اومستکبرين  ددې قدرت هيڅ نلری چی له هغه نه دخدای (ج) عذاب دفع کړي لکه چی پاک خدای (ج) فرمايی : فقال الضعفاء للذين استکبروا انا کنا لکم تبعاً فهل انتم مغنون عنا من عذاب الله من شی.يعني ضعيفان به مستکبرينو ته ووايي موږ خو ستاسو پيروان وو نو ايا اوس تاسی له موږ نه دخدای عذاب دفع کوی ؟ هغوی به دناهيلۍ ځواب ورکړي : سواء علينااجزعنا ام صبرنا مالنا من محيص. زموږ لپاره بې تفاوته ده سرټکونه وکړو اوکه زغم دخلاصون هيڅ لاره نلرو .

      دمؤمن دزړه پيوند دالله (ج) سره دی اوپرهغه عقيده لري،راسخه عقيده،نه بدليدونکی عقيده ، دمځکي اودمځکي داهل له سطحي څخه پورته عقيده ، ديته نه حاضريږی چی دضرورت داحساس په وخت کی دعقيدې په پلورلو لاس پوري کړي له خپل سراومال او اولاد هرڅه نه تيريږي مګر عقيده نسی بدلولای ، ددې خبری بی شمېره مثالونه داسلام په تاريخ کی موندل کيږي : حضرت بلال (رض) ته مشرکانو راز راز کړاوونه ورسول . آن تردې پوري چی په سخته ګرمۍ کي به يې په سروشګوکي بربڼده واچوه پرسينه به يې ورته غټي ډبري کښيښودلې اودتوحيد له عقيدې نه اوښتلو ته به يې مجبورکوی ،خودهغه جسدتعذيبيدۍ خووجدان يې ارام وو،په ځواب کی به يې احد احد ويل او ورسره به يې داهم ويل : زما په خدای (ج) قسم دی که ماته بله داسی کلمه معلومه وايی چي پرتاسی له دې نه هم زياته بده لګيدلای  نومابه هغه ويلی وه،همدارنګه کله چی مسيلمة الکذاب حضرت خبيب بن زيد الانصاری (رض) ته وويل چی : ته شاهدي وايی چي محمد (ص) دالله (ج) رسول دی هو ! بيايې ورته وويل : ته شاهدي وايې چی زه دالله رسول يم ؟ ويی ويل : داخبره نه اورم . په مسلسل ډول يی ددغه ځواب په ويلو له هغه نه يوه يوه ټوټه غوښه غوڅوله خودهغه په ثبات اوټينګار کی هيڅ فرق رانغی . رومی عسکرو يوصحابی حضرت عبدالله بن حذيفة بندي ونيوه ، خپل باچا ته يی ور ووست ، هغه ورته وويل : له اسلام نه راواوړه نصراني سه ، پدې صورت کی به زه پخپله باچاهي کي تاته برخه درکړم ، خپله لور به په نکاح درکړم . حضرت عبدالله بن حذيفة ورته وويل : که ته خپله ټوله باچاهي اودعربو ټول جايداد ماته راکړې ددې لپاره چی زه دي دسترګي درپ  په اندازه دمحمد (ص) له دين نه وا وړم نوهيڅکله به داکار ونه کړم . بيا باچاورته وويل : وبه دی وژنم . ځواب يی ورکړ : مرګ ته تياريم ، بيايی په راز راز تعذيبونو وځوروه ، په تيږو يې وويشت ، دده ترنظر لاندی يی مس ويلی کړل ، يومسلمان بندی يی راوست په هغه کی يې واچوه دهغه غوښی تويی شوې هډوکي يې سپين راووتل په دی وخت کی يې ده ته دنصرانيت بلنه ورکړه خوويې نه منله . باچا امر وکړ چی دی هم پکی وغورځوی ، کله چی يی غورځولو ته نژدی کړ نوده وژړل ، دباچا تمه پيداسوه ، له ده نه يی دژړا دليل وغوښت،ده په ځواب کي وويل : ما ددې لپاره وژړل چی زما يوځان دی چي په دغو ويلي سوو مسو کی دالله (ج) په خاطر اچول کيږی کاشکی زما دبدن دويښتو شمير په اندازه مؤمنان دخدای (ج) په لاره کي ددغه عذاب خوند څښلی وای.په يوروايت کي داهم راغلي دي، چي هغه يې په زندان کي بندي کړل اوخواړه به يې ورباندي منع کړل ، څو ورځي وروسته يي ورته شراب اودخوګ غوښه وليږله ، خوهغه ورنږدې نه سو ، پوښتنه يې ځيني وکړه، دادي ولي ونه خوړل؟  ځواب يې ورکړ :که څه داضطرار له مخي ماته ددې خوراک روا ه دی، خونه يې غواړم چي ستا په وړاندي ذليل ښکاره شم. په پای کي پاچاه ورته وويل : زما تندی ښکل کړه   تا   به خوشي کړم . حضرت عبدالله بن حذيفة ځواب ورکړ : ايا دې ته حاضر يې چې ټول مسلمانان بنديان له ماسره يوځای خوشي کړئ ،ويې ويل : هو ، بيايې دمسلمانانو بنديانو دنجات په خاطردا کار وکړ اوټول خوشي شول . کله چي بيرته راغی، حضرت عمر(رض) وفرمايل : پرهرمسلمان باندي لازمه ده، چي دعبدالله بن حذيفة تندی ښکل کړي اوزه ترټولو لومړی داکار کوم، بياپاڅيده اودهغه تندی يې ښکل کړ . دادعزت اوميړاني لاره ، دغه دی دمسلمان هوډ اوتصميم چي هيڅ ډول طاقت يې نه سي ماتولای اودغه دی دمومن ثبات اوټينګار چي سستي اوتزلزلي پکي نه سي راتلای. په اسلامي تاريخ کي دعزت اوميړاني يوبل ځلانده مثال دحضرت امام حسين (رض) سرښندنه اوقرباني ده . يزيد هغه ته پيغام وليږه، چي بيعت وکړي اوديزيدي حکومت تابعيت ومني، خوهغه له بيعت کولو نه انکار وکړ، داځکه چي يزيد داسلامي خلافت اهل نه وو . دهغه په حکومت کي دعدل پرځای ظلم رواج وو ، هيڅ يوه چاره دشورا اومشهورې په اساس سرته نه رسيدله ، داسی کسانو ته کارونه سپارل سوی وو، چي دخپل اقتدار اوحاکميت ټينګولو په خاطر، آن دشرعي احکامو ترپښو لاندي کولو ته تيار وو. ددې خبري يوڅرګند مثال دحضرت حسين (رض) وژولو اوسرغوڅولو ته د شمرحاضريدل وو ، حضرت حسين (رض) دخپلي پاکي کورنۍ دغړيو په شمول چي تورسري بيبياني اومعصوم ماشومان هم پکښی وه.  دخپلو دوه اويا(۷۲) تنو   ملګرو ځارولو ته غاړه کښيښوده اوپه پای کي يې دعزت اوميړاني په سپيڅلي ولولې خپلی وينې داسلامي خلافت داحياء اوټينګښت لپاره ځار کړې، خودظالم په وړاندي يې سرټيټ نه کړ  اونه يې خپل وجدان غلام کړ .