اسلامي حکومت څنګه جوړېدلای سي
دغرب استعمارچي کلونه کلونه یی پراسلامي هيوادونو تسلط درلود ،دایې وکولای سول ،چي د خپل خبیث، ناپاکه اوخطرناک فکرنیالګي د مسلمانانو په ذهنو کښی زرغونه کړي. ترلاس لاندي اسلامي هيوادونه يې په فكري ډول اغيزمن كړه ، ستره موخه يې ددين اوحكومت جلاوالى وو. مسلمانانو هم داویل چي دین او حکومت دواړه جلا او یودبل سره کارنه لری، اوباید اسلامی حکومت داسی جوړسی، چي دین صرف عبادت وي ،نوردازادۍ اوديمكراسۍ په نامه چي هرڅوك هرڅه كوي حكومت به څه نه وايي .
خوالله جل شانه په خپل كلام كي فرمايي:
( ونزلنا علیک الکتب تبیانا لکل شی وهدی ورحمة وبشری للمسلمین). سورة النحل ۸۹ ايت
ژباړه : او داکتاب چي، هر شی یې روښانه کړی دی او د مسلمانانو لپاره لارښود ، رحمت اوزيری ورکوونکی دی پرتانازل کړی دی .
په نړۍ کي اکثره مسلمانان دا کوښښ کوي اواکثره اسلامي تحریکونه او تنظیمونه په دی عقیده دي، چي موږ به اوله حکومت جوړکړو، هرڅوک پاک او ناپاکه عقیده دایمان ، سیکولریزم الحاد به په نظرکی نه نیسو، خو حکومت به جوړ کړو ،بیا به په هغه حکومت کی کار وکړو او اسلامي ټولنه به جوړه کړو. بیا به سوچه اسلامي حکومت جوړ کړو . داهسي خوب اوخیال دی ،داسی تحولاتو او انقلابونو په اسلامي هيوادونو کی د مسلمانانو ډېرارمانونه له خاورو سره خاوري کړه. تاسی اوس په اسلامي نړۍ کي وګوری ،کوم حکومتونه چي خپله مسلمانانو نه وي جوړکړي او مختلط او د مصلحتونو او ایتلافونو حکومتونه وی ،هغه هيڅكله اسلامي حکومتونه نه دی . په داسی حکومتونو
کي لا دین افرادخپل باج د دولت څخه اخلي ، سیکولر ډله هم دخپلي عقیدې امتیاز غواړی. د هیڅ بی دینۍ لپاره حکومت تصمیم نسي نیولای، هره ډله د خپلو افرادودفاع کوي، په ملک کي به ټولي فجایاوي کیږي او د مملکت نوم به اسلامي مملکت وی .خودمنكراتودمخنيوي اودحدودوقايمولوتوان به ورسره نه وي، دې ډول حكومت ته داسلامي حكومت نوم وركول خپله داسلام توهين دى .
1 د زنا لپاره به د (جرم ) یعنی سنګسارسزا نه وی .
2- د قاتل لپاره به د قصاص حکم نسي جاري کولای .
3- غل به دلاس د پرېکېدوپه سزا نه محکومیږې .
4- د شراب خوراو رشوت خور لپاره خو هیڅ پروګرام جوړیدلای نسي .
حکومت به گډو وډ وي، قدرت به تقسیم اوپارچه پارچه وي، په حکومت کی دننه به د حکومت كونكي د حکومت څخه باج او جزیه اخلي . که چیري څوک ددې نا خوالو د مخنیوي لپاره ږغ پورته کړي، د بشري حقوقو ، مدني ټولني نارې به پسی وهل کیږي . مسلمانان به هم د خپلی ناوسۍ اوبی قدرتۍ له لاسه دټولو په آتڼ کی ګډا کوی . هرچا ته به وایي چه ته ښه وایی، تر داسی حکومت خو نه حکومت ښه دی، ولي د هيوادوګړي خوبه دا آمید کوي، چي که اسلامي حکومت راغلی او د قران حکومت قایم سو ، موږ به هوسا او آرام ژوند تیروو . کله چي دغه ډول حكومت راسي، هغه مسلمانان چي کلونه کلونه یې د اسلامي حکومت جوړيدوته انتظارکړی وو ، خپل هستي او نیستي یې ټوله په دی لاره کی قربان کړې وي ،نور نا امیده کیږي، اوبیا مجبوره دي چي د دښمن خبروته غوږ ونیسي . اسلامي حکومت له داسي لاري او داسي طریقو څخه بالکل راتللی نسي، چي موږ به لومړى حکومت جوړو بیا به په هغه کي اسلام راولو.
داسلامي حكومت جوړېدل
د سوچه اسلامي حکومت دراتګ لپاره، د اسلام ستر لارښود نبی کریم (ص) موږ ته بهترین لارښودونكى دى،د هغه پر لاره تګ د قرانکریم تر سیوری لاندي موږ هم اسلامي حکومت راوستلای سو او هم اسلامی ټولنه جوړولای سو . کله چه نبي کریم (ص) په مدینه منوره کي، د هجرت څخه وروسته دخپل کم تعداد ملګروسره د اسلامی حکومت بنیاد کښیښود ،چي تقریباً د ۳۰۰ نفرولخوا د اسلامي حکومت ډبره کښیښودل سوه. په لږ وخت کی دقیصر اوکسراوتربرجونو پوری يې ځایونه ونیول ملګري اوصحابه كرام يې په کم تعداد خو د پاکی عقیدی ، قوی ایمان اوپرخدای تعالی (ج) توکل او دخپل پیغمبرپه لارښوونه یی عمل وکړی کامیابی یی په نصیب سول .د مدینې منورې ددې نوي او تازه نقشې اسلامي حکومت په دوره کی هیڅوک نسي ویلای چي د یوکافر یو مشرک یو یهودی یا نصرانی سره په اسلام ، یهودیت ، نصرانیت اویا شرک کی د ګډ حکومت او مختلط کېدو توافق سوی وي . خبره هم دایوه خبره وه چي د کفرملت ولاړ او اسلامي ملت حمله پرې وکړه بیا دامخلص صحابه ددنیا د خلګو امین او داعتماد وړ حاکمان او آميرین وګرځېدل .
کوم وخت چي د امیر المومنین حضرت علی (رض) او یهودي دعوه وه، د حضرت علی (رض) شاهدان یو خپل زوی او یو غلام وو. قاضی شاهدان قبول نه کړه اوفیصله یی د یهودي په ګټه وکړه . کوم هيوادونه چي د اسلام په قلمروکي داخل وه ،هغه خالص ازاد او دخپلو ټولو حقوقو او امتیازاتو څخه برخمن وه. اسلامي حکومت او اسلامي حاکم موجود وو،د هغه هرڅه اوامر او فیصلی دقران عظیم الشان په حکم او د نبی کریم (ص) د ارشاداتو په رڼا کی کېدلې او اطمناني ژوند وو .
اوسنۍ اسلامي ټولني، چي په دنیا کښی لیدل کیږی او یا د کوم ملت نوم چي مسلمان دی، هرډول وچ اولانده پکښی دي او د هري ډلی د خلګو څخه ډک دی .
د کړووړو(کریکتر) له نظره په کافروملتونو کښی چه څومره ډولونه موندلی سو، په هم هغه انډول په اوسني اسلامي ملت کی هم موجود دي . د کفري حکومتونواونوروقضایي محاکموکي چي په کومه پیمانه په درواغو شاهدي ورکولای سی او ددرواغود شاهدي لپاره چمتووالی ښودلای شی په هم هغه اندازه او انډول په
اوسنۍ اسلامي ټولنه کی هم موجود یږی . رشوت ، غلا ، زناکول، درواغ ویل او نور ټول ناوړه اخلاق په اسلامي ټولنه کی د کفاروله ټولني هیڅ کم نه دي. دومره شنيع اعمال چي په اسلامي ملكونوكي موجوددي، په كفري ملكونوكي هيڅ ندي موجود ځكه چي هلته يوجوړسوى نظام موجودوي ،اودوۍ خپل نظام ته ژمن وي اوعدالت پلى كيږي .داپه نامه اسلامي ملكونه دي چي يوه قانون ته هم ژمن ندي .
د ګیډی د ډکولو او د دولت د غونډولو او ګټلو لپاره ،چي کافران کومی لاري چاري او پلانونه په کار اچوی، کټ مټ له هماغه پلانونو څخه د اوسنۍ اسلامي ټولنی وګړی کار اخلی .
که چیری د یومسلمان دعوه د وخت منصف حاکم او یا مدافع وکیل ته ورسي ، د هغه زړه دومره د الله تعالی (ج) دویري څخه خالي وي او دحق څخه دومره بی پروا وي، لکه څرنګه چي د یونامسلمانه کافر او دالله تعالی څخه د منکر زړه خالي وي . همدا راز کله چي ددولت یو مسلمان رئيس د حکومت د چاروواګی تر لاسه کړي، نو بیا له خپل قدرت او واکمنۍ څخه په استفاده کولو سره ټول هغه څه کوی ،چي یو نامسلمان او کافر واکمن یی کوي .
کشکي چی دې په نامه داسلامي هيواد رئيس جمهورهغه څه كړي واى، چي ديونامسلمان ملك مشريې كوي ،خودى هغه څه كوي چي شيطان هم له هغه څخه فنا غواړي .
نو دیوملت چي اخلاقي حالت داسي وي، ټول تور ، سپین او شرمښان سره راغونډ کړل سي او یوه منظمه رمه ورڅخه جوړه کړل سي او بیا په سیاسی روزنه کی د ګــــید ړي هوښیا رتیا او چلبازي ورزده کړي او یا پوځي روزنه د لیوانو په څیر صفات پکښی پیدا کړي ،دا خو د ځنګل د واکمنۍ تر لاسه کولو لپاره ډیري ښه لاري چاري دي او ګټورتمامیدالای سي .
مګر زه نه پوهیږم ،چي ددغه ډول حکومتونود جوړولو په توګه د کلمة الله پرمختګ اوا وچتوالی څرنګه راتللی سی ؟
څوک به دداسی حکومت اخلاقی اوچت والی ومنی ؟
د چاه سترګي به ددوی په مخکښی د دوی د عزت لپاره ټیټي سي ؟ ددوۍ په لیدلوسره به د چاه په زړه کښي د اسلام لپاره دعقیدوي احساساتو او جذباتو څپې څپانده او په جوش راسي ؟ چیری به ددوی د خپلو قدسیه او سپیڅلو نفسونو په توسع د (یدخلون فی دین الله افواجاه)ننداره او نظروښودلای سی ؟
په کوم ځای کی به ددوی د روحاني امانت ستوری وځلیږی ؟ چیري او په کومه سیمه کی به د ځمکي هستوګن دوۍ ته د خپلو ځانونو د نجات ورکوونکو په توګه هرکلی ووایی؟
كلمة الله (دالله ددین لوړونکی )، چي د کوم شي نوم دی دهغه لپاره یوازي داسی کارکوونکو ته ضرورت دی، چی د الله (ج) څخه بیرونکی وي او د خپل شخصی ګټي او تاوان په نظرکی نیولوپرته د الله تعالی (ج) پرقانون د زړه له کومي عمل کوونکی او ټولیدونکی وي .
د قران پاک او سنت رسول الله څخه خو، د اسلامي حکومت مسله دحزبونو ، حرکتونو او تحریکونو د کوښښ او د هغو د پیروانو د لاس محصول نه دی، بلکي دایو ثابت حقیقت دی، چي په دی هکله د قران کریم د انکارناپذیراو قاطع ایتونه د اسلامی تاریخ او رسالت جوړونکی دوې شاهدى ورکوي . د قران کریم د لاندي دو ایاتونو په رڼا کی اسلامي حکومت جوړیدای شی .
ان الله یا مرکم ان تودواالا منت الی اهلها(ژباړه) الله جل جلاله امركوي، چي تاسي امانتونه خپلوخاوندانوته وسپارۍ.
و اذا حکمتم بین الناس ان تحکموا بالعدل ان الله نعما یعظکم به ان الله کان سمیعا بصیر سورة النساء ۵۸ ایت یا یها الذین امنو ااطیعوالله واطیعو االرسول و اولی الامرمنکم سورة النساء ۵۹ ایت ژباړه هغه كسانوچي ايمان موراوړى دى، فرمانبرداري دالله اودهغه درسول اودخپلواميرانووكړۍ.
اوس د مسلمان سړي ټاکل ،د خپل مشر او زعیم په توګه د امانت صحیح رسول دي . د مسلمان مشر څخه غوښتنه په اسلامی حکومت کی، چي د امير او فقیرپه مینځ کی نوموړی عدالت وکړي او کوم فرق دي نه کوي . مسلمان ملت په دې مکلف دی، چي تاسې د خپل خدای تعالی (ج) اطاعت وکړۍ ،د خپل رسول اطاعت وکړی او دخپل زعیم او ټاکلی مشر اطاعت وکړی. نو بیا مشکل چیری پیښیږی امانت به نه وی ضایع شوی ،د مسلمان رایه ، انتخاب او اختیارټوله امانت دی . مثلاً که چیری هر مسلمان خپله رایه و مسلمان ، متدین او آمین شخص ته ورکړي، نوده امانت نه دی ضایع کړی . او که چیري خدای نه خواسته یو بی دینه ، فاسق ، فاجراو کافرته را یه ورکړي او هغه د یو پوره طولانی مودی لپاره خپل متولي او مشروټاکی ،نو بیادی دا قوم د خیر انتظارنه کوي .په یو روایت کی د نبی کریم (ص) راغلي دي : که چیري هروخت امانتونه ضایع او تباه شول ،د عذاب دراتګ او دقیامت انتظاروکړی. د نبی کریم (ص) څخه صحابه کرامو (رض) پوښتنه وکړه ،چي د هغو ضایع کول څرنګه دي. نبی کریم (ص) وفرماییل: هر وخت چي مسولیــــتونه و نا اهلو او نالایقو خلګو ته وسپارل شول ،نو منتظرد خدای تعالی (ج) د ګرفتاری او عذاب اوسی . اوس د مسلمانانو لپاره فکرکول په کاردی، چي په اسلامي حکومت کي څومره اهل او څومره
نااهله او نالایقه خلګ حکمراني کوی .
اکثره محققین پدې نظر دي، چي اسلامي حکومت هله راتلای سي، چي ملت ذهنأ ورته اماده وي . پدې معنا چي د اسلام له تعلیم او هدایتونونه با خبره وي، د مثال په توگه د اسلام اقتصاد څه ته وايي ا و د نور اقتصادونونه څه توپیر لري، اسلامي سیاست د نورو سیاسی مکاتبو نه څه فرق لري او په څه اصولو باندی ولاړ دی، په همدې توگه جزايي قانون، تجارتي قانون او نور باید په اوله مرحله كي خلکوته ورپه گوته سي. حتی کوم ملت چي غواړي اسلامي حکومت جوړ کړي ،باید د اسلامي نظام اصول ا و اساسي بحثونه په خپل تعلیمي نصاب كي شامل کړي .
دا په دې معنی چي ترڅو ملت داسلام د ټولنيزو بحثونو که عقیدوی وي كه مادي وي ،پوه او خبر نه وی نو د اسلامی حکومت مینځته راوړ نه یواځي چه ممکن ندی بلکه اکثرأ انحرافات دهمدې کمبود نه سرچینه اخلی.
په ډېرتأسف سره باید ووایم ،چي اسلامي امت د اسلام له تعلیماتو سه ډېر لیري پاته سوی دی . ملوکیت، اربابیزم، سکیولریزم او غیر اسلامي تعلیمي نصاب، دا ټول ددې باعث گرځېدلي ،چي اسلامي ولس د اسلامي مفاهمو و ارزښتونونه بی خبره پاته سي.
که موږ د اسلام اولو مراحلو ته ځیر سو، په واضحه توگه معلومیږي چي قران عظیم الشأن په یو وار ندی نازل سوی، په یو وار په خلکو باندی حاکم سوی ندی. بلکي په تدریجی توگه نازل سوی ا و پر خلکو باندی تطبیق سوی دی. نو په کار ده ،چي موږ خپل ولس ته د اسلام ارزښتونه ا و مفاهم وښیو . اسلامي امت باید سر له اوسه له خپل دین سره اشنا سي او د دې دین دټولوخواوو سره ځان اشنا کړي. بیا موږ ویلای سو، چي اسلامي حکومت تحقق مومي او ملتونه د داسی اسلامي حکومت څخه دفاع کوي او تیار به وی چي خپل امکانات د اسلامي حکومت په وده او پرمختيا کي ولگوي . اسلام خپل اساس، تهداب د خلکو او مسلمانانو په زړونو کی جوړوي او دا هغه وخت مصداق پیدا کوي چي خلک په اسلام او د اسلام د ارزښتونو په اهمیت باندی پوه سوي وي.
بل پلوراځئ، چي اسلامي مبارزې ته وگورو چه موږ څنگه کولای سو چي داسی یو ويښتيا په مسلمانانوکی پيداكړو. دا دچا کار دی، د حکومتونو کاردی یا دولسونو او اجتماعی سازمانونو. او كه داسلامی نهضتونو دنده ده، چي خپل مبارزاتي پروگرامونو ته داسی یو مخ ورکړي، چي ولسونه ا و ملتونه د یو اسلامي حکومت منل او د هغه نه دفاع کولو ته اماده کړي.
دا یو اوږده او د زیار نه ډکه مبارزه ده چه مسلمانان باید ورته اماده یي او ورته پام وکړي و په دیر دقت سره داتګلاره و څیړل سي .

په کوم ځای کی به ددوی د روحاني امانت ستوری وځلیږی ؟ چیري او په کومه سیمه کی به د ځمکي هستوګن دوۍ ته د خپلو ځانونو د نجا?
28.09.2013
- لښکرګاه
فکري بدلون
ټولني اوملتونه هغه وخت ريښتنی پرمختګ کولای سي ، له غفلت نه راويښيدای سي ، ضعف اوکمزوري يې په قوت ، انحطاط اوتنزل يې په لوړتيا بدليدای سي . داصلاح اوسمون په لوري سوق کيدای سي ، په اداره اوتصميم کي يې پياوړتيا اوپه رکود کي يې حرکت راتلای سي ، چي فکري تحول اوانقلاب پکي راسي ،ياپه بل عبارت په نفسونو کي يې تغير راسي . الهي امرهم دادی اوکړنلاره همدغه ده لکه چي فرمايي :(ان الله لايغيرمابقوم حتي يغيروا مابانفسهم ) الله تعالی دهيڅ يوقوم...
22.10.2013
- لښکرګاه
دپت اوميړاني لار لیکوال الحاج محمدعمر(قانع)
داسلام لار دپت ، عزت اوميړاني لارده اسلام ميړنی ، قوی اواتل کسان خوښوي . نه بې زړه ، بې همته اوسست خلګ، مومن مستضعف کيدای سی خوضعيف کيدای نسي ، مظلوم واقع کيدای سي ، خومظلوميت ته غاړه نسي ايښودلای ،وير ول کيدای سي ، خو ويري ته په زړه کی ځای نسي ورکولای ، بيوزلي ،لوږه ،تنده ، محروميت ، تکليف اوکړاو زغملی سي، خوذلت ، بی پتي اوبی عزتي نسي زغملای،له الله اورسول اومؤمنانو څخه پرته بل هيچاته په عزت اودرناو...