فکري بدلون

ټولني اوملتونه هغه وخت ريښتنی پرمختګ کولای سي ، له غفلت نه راويښيدای سي ، ضعف اوکمزوري يې په قوت ، انحطاط اوتنزل يې په لوړتيا بدليدای سي . داصلاح اوسمون په لوري سوق کيدای سي ، په اداره اوتصميم کي يې پياوړتيا اوپه رکود کي يې حرکت راتلای سي ، چي فکري تحول اوانقلاب پکي راسي ،ياپه بل عبارت په نفسونو کي يې تغير راسي . الهي امرهم دادی اوکړنلاره همدغه ده لکه چي فرمايي :(ان الله لايغيرمابقوم حتي يغيروا مابانفسهم ) الله تعالی دهيڅ يوقوم حالت نه بدلوي ،ترڅو چي هغوی پخپلو نفسونو کي بدلون اوپخپلو افکارو کي انقلاب رانه ولي .

                      داباوري خبره ده، چي فکري انقلاب له مادي انقلابونو څخه ډېرمهم اوډېرګران دی . پرسمندرونو باندي برلاسي اودهغو دبهيربدلول او اړول،دځمکي څيرل ، دغرونو سوري کول اوغلبيلول ، دسختواو اږدو لارو اسانول ،اولنډول اوپه مادي نړۍ کي هريو بدلون راوستل په افکارو کي دبدلون اوانقلاب له راوستلو نه اسانه کار دی . ډول ډول اختراعات اودعصري دنګو دنګو ماڼيو اږدو  پلنو سړکونو اوپلونو جوړول ، ساينسي ، تخنيکي اوصنعتي پرمختګ هرڅه کيدای سي، خو انسان جوړول ګران کار دی اوترڅو چي دغه مهم اوګران کار سرته نه وي رسول سوی، بل هيڅ يو اوښتون اوبدلون دانسانيت درد نه سي تداوي کولای. دظلم اوتيري مخه نه سي نيولای ،حرص اوعناد نه سي کمولای ، دمفاسدو پرځای اصلاحات نه سي راوستلای، بلکي کيدای سي معکوسه اوسرچپه نتيجه ورکړي. څومره چي پرمختګ کيږي، هغومره فسادونه زيات سي ، دراحت اطمنان اوهوسايني پرځای انسان لازيات روحاً لالهانده اوسرګردان سي .

ترڅوچي دانسانانو اخلاق ، اعمال اوحرکتونو سم اواصلاح نه سي ، نه په انفرادي حالاتو کي اصلاحات راتلای سي اونه په ټولنيزو حالاتوکي ، نه درعيت وضع بهبود موندلای سي اونه دحکومت نظام . که حاکم و ي ظالم به وي، که قاضي وي بي انصافه به وي ، که پانګه وال وي بيرحمه ، سود خو ر ، غاصب اوحرامي پانګي ته راوړونکی اوزيرمه کوونکی به وي ، که مزدور وي خاين ، غل اوختلاس کوونکی به وي ، که آمر وي خود غرضه ، مغرور اومتکبربه وي ، يوازي خپلي ګټي به يې په نظرکي وي . دنورو حقوق به ترپښولاندي کوي ، دلاس لاندي خلګو دازار اوربړلو موجب به ګرځي اوکه مامور وي په وظيفه کي خيانيت کوي ، بي اخلاصه ، اطاعت اوبي مروته به وي ، که تاجر وي ريښتينولي او امانتداري به پکي نه وي ، په معاملاتو کي به يې غل اوغش وي .که مدعي وي ددرواغو دعوې به کوي ، که شاهد وي ناحقه قسمونه به خوري اود دروغو شاهدي به وايي ،لنډه داچي دمادي تحولاتو اوپرمختګونو سره سره به ظلم ، درواغ ، خيانيت ، غداري ، قتل ، فحشاء، رشوت ، سود ، اختلاس ، غصب ، فساد اوبد  امني هم دپرمختګ په حال کي وي. دمادي ناوړو هيلو پخاطر به څوک پانګوالي نظامونه ته تمايل پيداکوي اوڅوک دسوسياليزم اوکمونيزم شيطاني اوحيواني رژيم ته چي نه هغه انسانانو ته راحت اواطمينان په برخه کولای سي. داځکه چي نه په هغه کي دنفسونو تذکيه اوفکري انقلاب سته اونه پدغه کي هغه هم يو شيطاني دام دی . کوم نظام چي دنفسونو بدلون اوفکري انقلاب غواړي، هغه يوازي اسلامي نظام دی ،  کله چي په نفسونوکي تغيراوپه افکارو کي بدلون راسي، نوپه انفرادي حالاتو کي هم اصلاحات راتلای سي اوپه ټولنيزو حالاتو کي درعيت وضع هم بهبود موندلای سي .دحکومت نظام هم ، نه به ظلم وي، نه خيانت ، نه به قتل وي اونه غارت ، نه به سود وي اونه رشوت ، نه به ناولې پانګه وي اونه حرام تجارت ، نه به دچا دسر  خطر وي  اونه دمال ، نه به آمراوحاکم ظلم کوي اونه به  قاضي بي عدالتي ، نه به مدعي ددرواغو دعوه کوي اونه به شاهد ددرواغو شاهدي وايي ، نه به حکومت کي مطلقه آمر يت وي اونه رعيت کي سرکښي اوبغاوت .هرڅوک به خپل حقوق اخلي اوخپل فرايض به اداکوي ،

  داسلامي نظام دغه مقام اوحيثيت دخولې دعوه نه ده، بلکي دعمل په ساحه کي ليدل سويده، چي دنفسونو تغير  اوفکري انقلاب به رښتياسره هغه بدلون اوتحول دی، چي دټولونو اوملتونو دبيداري ، حرکت ، سعادت ، راحت ، اطمنان اوسوکاله ژوند ضمانت کوي . ددې خبري ترټولو څرګند مثال پخپله عربي چاپيريال دی، چي دايمان دفکري انقلاب دراتلو نه دمخه دوحشت ، ظلم ، تعصب ، خودخواهۍ اوقبيلوي توپيرونو سمبول وو. انسان وژنه ، لوټماري اوپه خپلو منځو کي خونړۍ جګړې دهغوی ورځنۍ عادي چاري وي ، دپيسو په ډېرولو کي يې مسابقې کولې ، خپلي لوڼي يې ژوندۍ په خاوروکي ښخولې ، داوښانو اوپسونو شپني يې عمده شغل وو.  زورور دظلم په نشه کي ډوب اوکمزوری دمظلوميت په سيند کي لاهو وو،مګر کله چي زړونه اودماغونه دايمان په پلوشو روښانه سول ، هماغه وحشي ، ظالمان اومعتصب سرداران دښو اخلاقو ، ورور ولۍ ، خواخوږۍ ، ريښتينولۍ ، اخلاص ، امانتدارۍ ، حقپالني اوعدل نمونه اومثال وګرځيدل.دمال دميني پرځای يې زړونه دايمان اواخلاص په مينه معمور سول ، دقبيلوي تعصبونو پرځای اسلامي ورور  ولي ته پاتي  سول  ، دخود خواهي اوخود غرضي ځای  دخدمت ولولې اوجذبې ونيوی ، دجګړو ډکر په دار الامن بدل سو ، دحسد اور دمحبت به اوبوسکور سو ، دقوم سرداران دقوم خدمت ګاران سول.هغه سخت زړي خلګ چي دمظلومانو له تعذيبولو نه به يې خوند اخيست ،دومره زړه سوانده سول، چي دمظلومانو څخه  دفاع  يې خپله فريضه ګڼله اودهغوی په غم کي يې اوښکي تويولې. دچارو دمتولي ديتيم دولي حيثيت درلود ، دبي مسوليتۍ فضاء دمسؤليت احساس بلکي آن د ژويو اوڅارويو په حق کي هم ، لکه چي حضرت عمر فاروق(رض) دخپل خلافت په دوره کي وفرمايل : (که دفرات دسيند پرغاړه دقچر پښه ګوډه سي ،زه ويريږم خدای (جل جلالهُ) به له مانه پوښتنه وکړي، چي ماولي دهغه لپاره لاره نه ده اواره کړې) . پدې اساس بايد وويل سي ،چي ددې کړيدلي بشريت دناسور يوازنی علاج فکري بدلون اواسلامي نظام ټينګښت دی . دشيطان دپيروانو له لاسه دا ورانه سوې انساني نړۍ يوازي داسلامي معمارانو په لاس بيا له سره ودانيدای سي .

 

معـــــمار حـــــــرم بـــــاز به تعــــــــمير جهان خيز

ازخواب ګران ، خواب ګران ، خواب ګران خيز