د توحـــيد کــلمه د اســــلام لـــومړنــــی اســـاس
د اســـلام له پنځو مــهمو اســاســاتوڅــخه لومـــړنی اســاس يوازي د الله (ج) پرالوهــيت اودمـحمد (ص) پررسـالت باندي شاهدي ويل دي، چي دادواړه شاهـــــــدي دتوحيد په طـــيبه کلـــــمه (لااله الاالله محمد رسول الله ) کي خلاصه سويدي . دغه کلمه د اسلام هغه زيربنا اوبنسټ دی، چي مسلمان له کافر،مشرک اوملحد څخه بيلوي، ددغي کلمې ويونکي دټولو باطلوخدايانو نفي کوي، ديوه حق الله اثبات کوي ، له يوالله نه پرته بل هيڅوک دعبادت مستحق نه بولي . د چادجلال اوکبريايي په وړاندي چي بايد د عبادت سرونه کښته سي ، څوک چي پخپله هيچاته اړنه دی اوټول هغه ته اړدي ، څوک چي د دې کايناتوخالق اومالک دی ، څوک چي حاکم اواداره کوونکی دی ،هغه يوازي الله تعالي دي ايکي يودی، شريک نلري نه په ذات نه په صفاتو، نه په حقوقو اونه په اختياراتو کي هغه له حواسونه ها خوادي . انساني عقل د هغه دذات له ادراک نه عاجزدی ، هغه دايم اوباقي دی ، تل ترتله ژوندی دی، حي اوقيوم دی ، نه فناءلري نه زوال .
د کلمې دويم جز د محمد مصطفي (ص) درسالت شاهدي ده، چي هغه د الله (ج) برحق رسول دی . دپيغمبرانود لړۍ وروستی پيغمبر، دټولي نړۍ لپاره دځمکي پرمخ اوسيدونکوټولوملتونواوقومونولپاره لارښود، د حق دين اوژوندني قانون رسوونکی دی . هغه چې څه راوړيدي، دالله(ج) له خوا دي ، دهغه له وساطت اووسيلې نه پرته هدايت ميندل اوحق ته رسيدل ناممکن اومحال دی . د هغه رسالت دکومي ټاکلي مودې لپاره ندي ، ترقيامته پوري به دوام لري ، د هغه راوړي هدايات له هرډول تحريف اولاس وهني څخه خوندي اومحفوظ دي ( انانحن نزلناالذکروانا له لحافظون ) د هغه تعاليم نړيوال دی ، کامل دی ، دهري زمانې لپاره دی ، بې نقصه بې عيبه دی . پدې اساس هيڅ يوانساني قوم به هيڅ يووخت کي بل لارښود اوبلي لارښووني ته اړتيانسي محسوسولي .
دغه کلمه په واقع کې يوسترانقلابي شعارهم دی ،دهغې معنا اومفهوم د انساني فطرت صحيح ترجمان هم دی. مسلمان دخپلي عقيدې په اظهارولو نړيوالوته اعلان کوي اوشعارورکـــــوي چي د طاعت اوعبادت مستحق يوازي الله دی ، له الله نه پرته دبل هرچا اوهرشي طاعت اوعبادت باطل دی . له الله نه پرته چي د بل هرچا اوهرشي طاعت او عبادت کيږي ،هغه طاغوت دی ، هغه د باطل لاره ده ، هغه د زلالت اوګمراهۍ لاره ده، هغه د خسران اوتباهۍ لاره ده ، هغه د انساني سليم اوصحيح فطرت پرخلاف لاره ده .
د بشري تاريخ په اوږدو کي، تل داسي پيښه شويده، چي افرادواوقومونو د باطلوخدايانواومعبودانو په عبادت لاس پوري کړيـــــــدی . چادســــــــتورو، چاداوربندګـــــي کړيده ، چادبتانو،چادژونديوعبادت کړيدی اوچادمړيو،چاداجسادوعبادت کړيدی او چا دارواحو چاد انسانانو پرستش کړيدی، چاد پرښتواوپيريانو، چاد محسوساتوعبادت کړيدی اوچادموهوماتو. خوالله تعالي دهغوداصلاح اوهدايت لپاره په هردورکي پيغمبران راليږلي دي اودټولو انبياوواورسولانودعوت همداووچي : ای خلکو دالله عبادت وکړئ، دطاغوت له عبادت نه ډډه وکــړئ . (ولقدبعثنافي کل امة رسولاان اعبدوا الله واجتنبوا الطاغوت ) الله تعالي خپل وروستی پيغمبرمحمد مصطفي (ص) ته په خطاب فرمايي : ( وماارسلنامن قبلک من رسول الانوحي اليه انه لااله الا انا فاعبدون) دآسماني تعاليمودلړۍ په وروستی کړۍ (اسلام ) کي ترټولوزيات دشرک پرککرۍ باندي سخت ګوزارونه شويدي . په بيلابيلوعنوانونوسره غندل سويدي ، چيرته ورته اثم العظيم (لويه ګناه) چيرته ورته الضلال البعيد(دګمراهي نهايت ليري سرحد ) چيرته ورته الجرم الاکبر(سترجرم ) چيرته ورته الذنب الذي لايغفر(نه بښل کيدونکي ګناه ) چيرته ورته افتراءعلي الله( پرالله باندي ددرواغوبهتان ) ويل شويدي . که په قرآن کې د مکي سورتونو په غورسره مطالعه وسي ، ټول دعوت دشرک يادطاغوت دپرستش له مينځه وړلوخواته متوجه وو اودوحي په هره برخه کې يوازي دالله تعالي دطاعت اوعبادت تلقين کيده ، داځکه چي د توحيد عقيده دهراړخيزو اخلاقي اوعملي اصلاحاتو بنسټ اودشرک يا دغيرالله دبندګۍ عقيده د ټولوګناهونو اوجرايمو، د ټولو فسادونو اوظلمونوبنسټ دی . هيڅ يوښه عمل اوويناداجر اومکافات وړنسي ګرځيدای، ترڅو چي د توحيد پرعقيده بنا نه وي اوله توحيد نه وروسته هره وړه نيکي هم د خدای په وړاندي دروند وزن پيداکولای سي ، ځکه چي په هغې کي هدف دالله رضا وي اودغه هدف په خپل ذات کي ډيرلوړ اوډيرموزون اومطلوب دی . کله چي په عقيده کي انقلاب راسي، يعني دمتعددوباطلوخدايانو پرځای ديوه الله طاعت اوعبادت غوره کړاي سي، نوبياپه يقيني ډول دژوند په ټولو ساحوکي انقلاب راځي ، د الله دوضع کړيوقوانينوپرخلاف د هيچا قانون او کړنلاره نه منل کيږي ، د هيچا مفکورې اوعمل ته ښه نه سي ويل کيدای، ترڅو چي د خدای(ج) دقانون سره مطابقت اوسمون ونه لري ، د هيچا اتباع اوپيروي نه سي کيدای، ترڅو چي متبوع په خپله دخدايي هدايت اوتعاليموتابع نه وي ، هيڅ يو انساني اقتدارته لوړاقتدارنه سي ويل کيدای اونه د هغه په وړاندي د مومن سرټيټيدای سي. داځکه چي د توحيد د دعوې ترڅنګ د يوکفري طاقت په وړاندي سرټيټول يا د برحق (الله ) د نظام اورژيم منښته اوتاييد د شرک ډېربد ډول دی .
د توحيد د کلمې دويم جز دلومړي جز سره لازم او ملزوم دی ، څوک چي د خدای پرتوحيد عقيده لري، هغه به ارومرود محمد رسول الله صلي الله عليه وسلم پررسالت باندي هم ايمان لري . دوينا اودژبي داقرارترحده نه دزړه له کومي اودعمل په ساحه کي به د هغه متابعت ، اطاعت اوپيروي کوي. له هغه سره به يې له حده زياته مينه وي ، آن له خپله ځانه زياته له خپل اولاد نه زياته ، دخپل مورپلارنه زياته ، اوله ټولوخلکو نه زياته مينه . د خدای د ميني معراج ته انسان هله رسيدای سي، چي د خدای له رسول سره يې مينه وي (قل ان کنتم تحبون الله فاتبعوني يحيکم الله ) ووايه که تاسي له الله سره مينه لرل غواړئ، نو زماپيروي وکړئ، د الله دميني سعادت به درپه برخه سي (لقد کان لکم في رسول الله اسوة حسنة..... ) ستاسي لپاره د الله(ج) درسول ( حضرت محمد صلي الله عليه وسلم ) په سيرت کي غوره نمونه وه ) د هغه کړه وړه اود هغه عملي ژوند د قران ښه تفسيردی ، سنت هم کټ مټ د قران په شان د قانون ماخذ دي ، د هغه دټولي انساني نوعي واجب الاطاعت رهنما دي ، د هغه په لارښوونو پسي تلل د ايمان اصلي معياردی ، د هغه له هري فيصلۍ نه سرغړاوی د مواخذې وړجرم دي ، د هغه له حکم نه سرغړاوی کفراودمنافقت نښانه ده ، د هغه څخه سرغړوونکی هرانسان به د قيامت په ورځ د افسوز په حالت کي ووايي : کاشکي درسول دلاري پيروي مي کړې وای .
پررسالت باندي د ايمان د دعوې ترڅنګ که د چاروفيصلې د رسول اکرم صلي الله عليه وسلم د شريعت پرخلاف وسي ، ياپه ځينوچاروکي د شريعت له مخي اوپه ځينو نورو کي د وضعي انساني قوانينوسره سمي وسي، نو د( لااله الاالله محمد رسول الله) په ژبني اقرارسره ، نه هغه مومن ګرځيدای سي او نه نجات موندلای سي ( فلاوربک لايؤمنون حتي يحکموک فيما شجربينهم ثم لا يجدوا في انفسهم حرجا مما قضــيت ويسلمو تـــسليما) نو ای محمده ! ستاپه رب قسم ، دوی هيڅکله مومنان نه سي کيدای، ترڅو چي پخپلو ذات البيني اختلافاتو کي تا فيصله کوونکي ونه مني . بياچي ته څه فيصله صادره کړې، پرهغې باندي پخپلو زړونو کي هم څه تنګي احساس نه کړي .بلکي د منښتي سرونه ورته کښته کړي .
پرمحمدي رسالت باندي د ايمان د دعوې ترڅنګ، که څوک د ژوند په ځينو برخو کي د نورو ليډرانو اطاعت وکړي اوپدې ويش ځان قانع کړي ،چي رسول زما د دين او اخرت ليډردی او دامي د دنيا اودنيوي سياستونود ايمان دغسي مدعي په يقيني ډول د ايمان له خوږواوميووڅخه محروم دی. ، دغسي انسان ته د توحيد کلمه ويل او دنورو اسلامي اعمالو سرته رسول څه ګټه نه سي رسولای . صحيح مسلمان هغه څوک دی، چي خپل ټول ژوند درسول اکرم صلي الله عليه وسلم د نظام او شريعت په رڼا کي تيرکړي او دژوند په هره څانګه کي هغه خپل پيشوا او مقتداومني ـ