بسم الله الرحمن الرحيم

 د عبادت مفهوم

په اسلام کي د عبادت مفهوم ډېرپراخ دی ، پدې معنی هرهغه عمل چي په هغه کي د خدای (ج) رضا په نظرکي نيول سوې وي ، هرهغه حرکت چي د هغه په ترڅ کي د الله (جل جلاله) لوري ته مخ اړول سوی وي ، هره وينا چي د هغې دويلوپه ترڅ کي الله (ج) مدنظر وي دا ټول عبادت شمېرل کيږي. ځکه چي د عبادت روح همدغه ده ، په همدې روح سره ژوندی عبادت د انسان هغه جوهردی ،چي په ځمکه کي يې د خلافت مستحق او حقدارګرځوي . که په عبادت کي دغه روح او په انسان کي دغه جوهرنه وي نود ځمکي د خلافت استحقاق ورته نشي رسيدلاي اونه به د خلافت حق ادا کړای سي . د الله تعالي (ج) فرمان دی : (وماخلقت الجن والانس الاليعبدون) .ژباړه: ماندی پيداکړی پيری اوانسان مګرد عبادت لپاره .الهي غوښتنه داده چي د انسان ټول ژوند دي عبادت وي ، ژوند يوه نه ويشل کېدونکې لړۍ اونه بېلېدونکی وحدت دی ، له يوه مرکزنه پيل اويوه مرکز ته راګرځي. هغه داچي هرڅه د الله (ج) لپاره اوهرعمل د الله (ج) په ياد سرته ورسول سي ، داوېش غلط دی ،چي څه عملونه دي دالله (ج) له خوښي او غوښتني سره سم وي اوڅه نورد انسان له خپلي خوښي سره سم . په ځينو چاروکي ازاد اوپه ځينونوروکي مقيددی. د ژوند په ځينوساحوکي بنده دی اوپه ځينونوروکي له بندګۍ نه وتلي دی. يادا ويش اوتقسيم چي په روحاني ژوند کي انسان مقيد دی اوپه مادي ژوند کي ازاد اوپخپل سر يا داچي په انفرادي ژوند کي مکلفيتونه اومسوليتونه لري اوپه ټولنيز ژوندانه کي بي مسوليته دی . ياداچي اسلام د انسان له لمانځه ، روژې ، حج ، زکات اونورو تعبدي چاروسره کارلري له زراعت ، صنعت ،تجارت ،حکومت او سياست سره يې کارنسته . پدې ويش سره د انساني ژوند د هدف او غا يې هغه وحدت ټوټه کيږي ،چي الله (ج) فرمايي : (وماخلقت الجن والانس الاليعبدون). ددغه وحدت ماتول به هلته صحيح وای ،چي په اسلام کي يوازي د تعبدي چاروپه باب لارښووني سوي وای اود ژوند په نوروبرخوکي به يې انسان ته هدايات نه وای کړي . اسلام خوحتی هغه وړې ټولنيزي چاري هم عبادت شمېري چي ګټوري وي اوپرښه نيت بنا وي ،که څه هم انسان په ظاهره هغوته په کوم اهميت

اوارزښت نه وي قايل . يوازي عادي عبادت نه بلکي ډېرغوره عبادت او د(خيرالناس من ينفع الناس) د مبارک حديث له مخي د انسان عمل چي په هغه سره دخدای (ج) مخلوق ته ګټه اوفايده رسيږي .داسلام په نظرکي خوراغوره عمل اوخداي (ج) ته دنژدې کيدووسيله ده ، هرهغه عمل چي په هغه سره د مصيبت ځپلي اوښکي اوچيږي. يا دغمجن له غمونوڅخه يو غم کميږي ، يا دزخمي له ټپونو څخه پريو ټپ باندي پټۍ ايښودل کيږي ، د حاجتمن له اړتياوو څخه يوه اړتيا پوره کيږي ، له مظلوم څخه يو بڅري ظلم دفع کيږي ، دمغلوب له سختيو څخه يوه سختي ايسته کيږي ، د پوروړي له قرضونو څخه لږ څه قرض اداکيږي ، د نفقه داربيوزلي لږڅه لاس نيوي کيږي ، لارورکي ته لاره ښودله کيږي ، جاهل ته لارښوونه کيږي ، تږي ته يو غړپ اوبه اووږي ته يوه ګوله ډوډۍ ورکول کيږي، داټولي چاري د انسان په حسناتواونيکيو کي ډېر دروند وزن لري اودخداي (ج) ډيرښه عبادت دی پدې شرط چي په ښه نيت او د ايمان پراساس بنا وي.د انسان عبادت پدې پوري محدود نه دی، چي په ورځ کي پنځه لمونځونه  په کال کي يوه مياشت روژه ، د قدرت په صورت کي په کال کي يو ځلي زکات اوپه ټول عمرکي يوځلي حج ادا کړي. د خپلوژوندنيو چاروپه سرته رسولوسره په يوه ورځ کي ،د خپل عبادت اوحسناتو په تله کي دومره څه زياتوالی سي ،چي د شميرله حده پورته وي، خوشرط هم هغه دی چي پاملرنه يي په هرڅه کي د خداي (ج) لوري ته وي. دخداي (ج) د معبوديت او دهغه د خپل عبوديت له غوښتنو سره سمون ولري ، په هرڅه کي خدای شاهد دی او په هرعمل کي رباني اړخ موجود دی د هغه په نظرکي نيول په کاردي اوکله چي هغه په نظرکي نيول کيږي له عادي چاري نه عبادت جوړيدای سي . ددي مطلب ښه تشريح د صحيح مسلم په هغه مبارک حديث سره کيداي سي ،چي رسول الله (ص) فرمايلي دي (ژباړه): الله (ج) به دقيامت په ورځ په پوښتني کولو سره ووايي : ای انسانه! زه ناروغ سوم تاولي زما پوښتنه ونکړه ؟ هغه به عرض وکړي : ای پروردګاره : مابه څنګه ستا پوښتنه کړې وای، ته خو د مخلوقاتورب يې ، الله (ج) به وفرمايي : ته نه وي خبرچي زما فلانی بنده ناروغ وو او تا د هغه پوښتنه ونکړه . ايا ته پدې نه پوهېدلې چي که تا د هغه پوښتنه کړې وای، نو زه به دي له هغه سره موندلی وای. ای انسانه ما له تا نه ډوډۍ وغوښتله خوتا رانکړه ،هغه به عرض وکړي  ای پروردګاره ! تا ته به مي څنګه خواړه درکول ،ته خو د مخلوقاتو رب يې  الله (ج) به وفرمايي : زما فلاني بنده له تانه ډوډۍ وغوښتله تاورنکړه ، اياته پدې نه پوهيږي چي که هغه ته دي خواړه ورکړي وای ددې اجر به دي له ما سره موندلي و ای.  ای انسانه !ماله تانه اوبه وغوښتلي خو تا رانکړي ، عرض به وکړي : پروردګاره !تا ته به مي څنګه اوبه درکولې پداسي حال کي چي ته د مخلوقاتوپروردګاريي ؟ الله (ج) به وفرمايي : زما فلاني بنده درڅخه اوبه وغوښتلې مګرتا ورنکړې . که چيرته تا هغه ته اوبه ورکړي وای. ددې ثواب به دي له ما سره موندلی وای.

د بخاري او مسلم حديث دی ، پيغمبر(ص) فرمايلي دي : که يوسړی پرلاره روان وي ، يواغزی وويني اوله لاري نه يي ايسته کړي الله به هغه ته اجرورکړي .

پدي باب د اسلام ګڼ شميرلارښووني موجودي دي او دحديثوپه کتابونو کي په پراخه پيمانه موندل کيږي حتي په هغه روايت کي چي د ابن خزيمه په صحيح کي نقل شويدي حضرت ابن عباس (رض) له رسول الله (ص) څخه روايت کړی دی چي  د انسان پرهريو بند باندي په هره ورځ کي لمونځ لازم دی ، يوه سړي عرض وکړ: داخودي موږته د ډېرسخت مسوليت خبرراکړ.  رسول الله (ص) وفــــــرمايل :( امرک بالمعروف ونهيک عن المنکرصلاة وحملک عن الضعيف صلاة  ، وانحاءک القذرمن الطريق صلاة وکل خطوة تخطوها الي الصلاة صلاة.) په نيکۍ سره ستا امراوله بدۍ نه ستا منع کول لمونځ دی ، دکمزوري پيټي پورته کول ستا لمونځ دی . له ناپاکي نه ستا لاره صافول لمونځ دی او د لمانځه لپاره ستا هرقدم اخيستل لمونځ دی .

په حديث کي د دغو وړو  وړو چارو لپاره د صلاة د لفظ له استعمال نه په ډاګه ثابتيږي، چي په اسلام کي عبادت يوازي د لمانځه ، روژې ، زکات، حج  ذکراودعا نوم ندی ، د بنده په توګه چي انسان د خداي (ج) په ياد هرحرکت کوي ،هغه عبادت دی . د يوکامل مسلمان په ژوند کي يوه شيبه هم داسي نشي موندل کيداي، چي هغه په عبادت حساب نسي ځکه چي په هرعمل کي خداي (ج) ورته يادوي او هرقدم د هغه له لارښوونو سره سم اخلي، چې همدا په واقعيت کي د عمرد قيمتي شيبو صحيح اومعقول لګښت ځای دی اوهمدغه د هدايت سمه لاره ده .

ومن الله التوفيق