خداى رحم صحراي درپېژنو

خداى ر حم صحرايي دمحمدعظيم زوى په ۱۳۴۲كي په فراولايت خاك سفېدولسوالۍ كي يې دې نړۍ ته سترګي خلاصي كړي  ښاغلى صحرايي صاحب په ۱۳۶۳ل ل كي دخپلي كورنۍ سره هلمندولايت ته په كډه راغلى اوپه لښكرګاه ښاركي مېشت دى نوموړى دشاعرۍ ترڅنګ دښواخلاقوخاوندهم دى پاته دي نه وي چي نوموړى كله كله دبهيرملګري په ښه ترنم هم نازوي كله كله دغونډي چوپتياهم په خپلوطنزيه بيتونولري كوي لكه څنګه چي نوموړي ځان ته دصحرايي لقب غوره كړى همدارنګه تل دده په شعرونوكي ساده كليوالي الفاظ ډيروي چي دايې هم دشعريوه بېلګه ده

زه دعشق په لمبوسوى له كبابه ګيله نسته

زما نصيب راوړې شپه ده له افتابه ګيله نسته

يواودوه چي سره اوړي يووارضرب راوړي بياجمع

چي نه ضرب راوړي نه جمع له حسابه ګيله نسته

همېشه دميني لاروي دجفا داغزوډكه

بورڅيري سينه ګرځي دګلابه ګيله نسته

چي داوښكوفوارې مي دګريوان كرداب ته درومي

كه يې غرق سم په څپوكي دسېلابه ګيله نسته

(صحرايي)ناكامه هيلي تل ديارله دره وړمه

اوس كه بياهم بېنوا ځي له جوابه ګيله نسته