زمادعشق د لوبېدلوكلى
خدايه ودان لرې دښكلوكلى
د كتاب پېژندنه
د كتاب نوم : خدا يه ودان لر ې دښكلو كلى
شاعر: سردار محمد (صديقي)
كمپوز عطامحمد(سېلاب
ډيزاين عبدالهادي(عمري)
دپښتى ډيزاين رازمحمد كاتب
خپرندويه بست فرهنګي ټولنه
چاپ كا ل ۱۳۸۹
چاپ شمېر ۵۰۰
دغزلوغوټۍ وغوړېدې
شپه تيريږي،رڼاته ځاى پرېږدي،دسپوږمۍ اوستوروځلاخپله ښكلا دلاسه وركوي،رڼاهم خپره سوه،دتوروتياروټغريې ټول كړ،دسكوت مهرونه هم مات سول،هرڅوك همپرخبروراغئ،چڼېږي،ګډېږي، ګرځېږي،هري خواته درومي خودسردارمحمد((صديقي)) خوله لاهم پټه ده.
شونډي يې لاهم ديوون په تارګنډلي دي،اويودبله نه بېلېږي،سترګي يې لاهم دټولوهستيوڅخه پټي دي، دخاطراتوپه خيالي نړۍ كي دليونتوب اوخوب په سېلابيزو څپوكي دژوندحقيقت غواړي ،اوترناوخته ډوب پاته دى.
كله چي سترګي روڼوي ،دشپې ددرانه سكوت څخه.هرڅه پربل مخ اوښتي ويني.خوبونه يې ليدلي وي،فكروهي،دخيالونوتارونه سستوي،اوپرهره خوايې ځغلوي.
كه تاسي ليدلي وي يامواورېدلي وي ،ماهي ګير دخپل ماكوڅخه هغه پړي اوتارونه لورپه لور سست پرېږدي ،كوم چي په سركښي يې چنګكونه وي ،كله چي چنګك دماهي خوله ونيسي بيايې په كمال اوهنر داوبوسراوماكوته تژدې راولي ،دنېزې په ګذاريې دمرګ دبدرګې جوګه كوي.
دګران ورورصديقي صاحب (خدايه!ودان لرې دښكلو كلى) دغزلوبڼه هم دبحردښكارسره چي په پورته ډول ترسره كيږي تمثيلولاى سو.
صديقي صاحب په خپلو غزلوكښي دعشق اوښكلا دوطن وداني غواړي ،په هنرسره يې دښمنان داسي ځپې چي دانسانانو اوياشاكانووخوړلوته يې جوړكړي.
((خدايه!ودان لرې دښكلوكلى))غزليزه ټولګه يې لومړۍ ده،چي دمړۍ هګۍ څخه دژوندنړۍ ته دساكت واعظ په څيرله چاپه راووته ،نوموړي ټولګي ته دابدلپاره دلوستونكوپرزړه اوژبه ښه توده مينه غواړم.
ګران ((صديقي)) صاحب ته مباركي وايم ،پرعمر،ځوانۍ،فكراوقلم يې بركت.
په درنښت
الحاج محمداسمْعيل (شريعتيار)
حمد
زړه مي ستادى تن مي ستا دی ځان مي ستا دی
مځکه ستا ده جنت ستا دی آسمان ستا دی
زه عاجزه يم ناڅيزه يم بنده يم
قهرستا دی غضب ستادی احسان ستا دی
زه ناپوه يم څه داروبه چاله ورکړم
شفاستا ده دوا ستا ده درمان ستا دی
په قيامت چي شفاعت دخپل امت کړي
دلدارستا دی نګارستادی جانان ستا دی
بل مشعل دي راليږلی زموږلارښود دی
پيغام ستا دی کلام ستادی قرآن ستا دی
راولې په دې دنياکي بدلونونه
ژوندون ستادی سپرلی ستادی خزان ستا دی
صديقي دګناهونوڅخه پاک کړه
عدل ستادی انصاف ستا دی کاروان ستادی
نعت
دغه ارمان مي دزړګي ائينې دپاسه
چي يوه ورځ به لاس ايږدم ستادروضې دپاسه
دنورانيت شغلې به ولي هرطرف ته نه وي
چي انوارونه را اوريږي مدينې دپاسه
چي پكښي لوى سومحمددپاك اسلام په مينه
صدآفرين دي وي دهغي قبيلې دپاسه
مدينه ښاربه ولي نه وي دښارونو ناوې
چي ښكلى نوم يې نوشته د دروازې دپاسه
چي داسلام ډيوه قرآن پرمحمدنازل سو
عجب طوفان راغئ دهري بتخانې دپاسه
دمحيبانوپه كتاركښي صديقي ولاړدى
غم يې زياتيږي دژوندون دهري شپې دپاسه
۵\۱۱\۱۳۸۸
رقيبه
چي كله خيال كي راولم كيسه خپل درقيب
تكل وكړم چي څيري كړم سينه خپل درقيب
رښتياوايه جانانه بيايې څه درته ويلي ؟
په مخ كي دي نن بيا وينم څيره خپل درقيب
يو ورځ به دهوس پرنيلي سپوركلي ته ورسم
پرخپل اوږو به باسم جنازه خپل درقيب
پرون مي جانان كډه ځكه ټول كلي نه باركړه
كوڅه كي يې وه ګرانه ګذاره خپل درقيب
مجبوريم چي آخيربه ورته لاري كي ماين پټ كړم
معلومه مي ماښام كړه دروازه خپل درقيب
دخداى نه مي غوښتنه د دوزخ ورلره وكړه
راتلم چي صديقي پرهديره خپل درقيب
حتماً
اختيارمي دوجودلرې چي هرڅه وړې جانانه
خالي لاس رانه تلاى نسې زړګى خوبه حتمي وي
دزړه سره جانانه دايوه شپه مي مېلمه سه
كه غوامي چپه نكړله ګيلګى خوبه حتمي وي
تصميم مودى چي ټوله رقيبان دځان تابع كړو
خوخيركه ټوله نسول ګاونډى خوبه حتمي وي
زړګيه اختيارستادى چي پرهرښكلي لاس نيسې
خودومره درته وايم هلمندى خوبه حتمي وي
سباته به رقيبه په ميدان كي معلوميږي
كه ماتي مي ستا پښې نكړې مغزى خوبه حتمي وي
خاونده داغزوترڅنګ به څنګه ژوندون وكړو؟
چي ګل مي ځان دښمن بولي اغزى خوبه حتمي وي
اميدلرم رقيبه چي ميدان كي به ته غوځاريې
پرملاكه مي راكت نكړې زينګى خوبه حتمي وي
غمخورجانانه يوځل مي دې وران كلي ته راسه
كه ساندي دي وانه ورېدې زګېروى خوبه حتمي وي
بيا درب سو كليوالوځى چي ځو وهديرې ته
شهيدزموږدكلي يوزلمى خوبه حتمي وي
يوورځ به داسي راسي ښكلې ياره ستا دلاسه
كه مړصديقي نه وو لېونى خوبه حتمي وي
۲۹\۲\۱۳۸۹
هلمندسيند مشاعره
خدايه!
چي نه وريځي نه طوفان اونه برېښناراوړى
اخيرمي كورلره خالقه دا اورچاراوړئ
زړګيه بيادهديرې لمن سلګونيولې
كوم ځوان زلمى دكلي خلګوورته بياراوړئ؟
ژيړمازديګرموتوري شپې رانه په غيږكي يوسي
موږته دغم زېرئ شبنم په هرسباراوړئ
داچي ګلانومودسرووينوغوټۍ نيولى
هرپسرلى مودسرونو په سودا راوړئ
خودبه مووينه دغيرت دجنګ سندري وايي
بيامي چاكورلره قدم په اشتباه راوړئ
صديقي ښكاري دشيطان رقيب لمسون ورپسي
چي دجنګ نوم پرسردژبي خوږ اشناراوړئ
۱۹\۲\۱۳۸۹
ليونۍ مينه
لامي تراوسه تورداغونه په ټټركي نسته
ګوره اشناراته دغاړي لونګين مه وايه
څوچي مي شپې ترروڼ سهار ژړولي نه وي
پام كړه پرسره پلنګ بيده ماته غمګين مه وايه
امامه څه له مي ديارپه ټيكري زني تړې؟
مړپروطن نه يم وسرته مي ياسين مه وايه
چي يوځل بيادي هغه لويه آريانانه كړمه
خاوري شرمېږم ترهغو راته آرين مه وايه
څوچي قربان نسم له تاڅخه ترهغه ماته
دعاشوقانوپه كتاركي اولين مه وايه
زړه دي ګونګى سوصديقي ته يې ژړانه اورې
ناحقه خپل نازك زړګي ته ډبرين مه وايه
۱۹\۲\۱۳۸۹
ستر ګي
خودبه مي خاندي په لېموكي سترګي
چي وړم ديارپه قدموكي سترګي
ستاپرباخومي نظرسرتكيه كړي
چي كړم بيدې ستاپه خالوكي سترګي
شيخه دچم دښكلونه خوښېږې
څه له دي ايښي دي كوڅوكي سترګي
باندي اوريږي چي شبنم دتندي
كرم ديارپه اننګوكي سترګي
زمادنظرقاتل به ته يې ګرانه
كه مي ړندې سوې شبګيروكي سترګي
دزړه دوړلوفيصله يې وكړه
ياررالېږلي وې جرګوكي سترګي
ستادخوږې ميني په خوږسلايي
صديقي توري كړې په شپوكي سترګي
۱۸\۲\۱۳۸۹
حا لات
پر هرقدم مودژوندون ترخې شېبې ولاړي
دمازديګرغوندي مومخته توري شپې ولاړي
بيايې تورمخي پنجاپي نه دسوال لاس نيولئ
بياپه پنجاپ كي څوتورسري پښتنې ولاړي
لامي ارمان دهوس غيږته رسېدلى نه وو
نن يې دقبرسرته رنګارنګ جنډې ولاړي
خودبه دژوندهره شېبه دلته په بيه اخلو
چي بلاګاني وينوڅنګ ته مونژدې ولاړي
قوي ايمان مي دتكبيرنارې كړې پورته ځكه
په انتظارمي دجنت څوفرشتې ولاړي
صديقي لاركي مي دهيلوكاروان بندپاته سو
اوس مي پرهر دښت داميدسپېرې خيمې ولاړي
۲۱\۲\۱۳۸۹
نه پوهېږم
كه قتلول نه دي كاته هم نه دي
چي ترهګرنه دي باڼه هم نه دي
په ماتوو تنده دخيال پرچينه
شيخه شراب نه دي اوبه هم نه دي
چي دغليم دسرسايه سي هغه
افغانان نه دي پښتانه هم نه دي
په توره شپه راغله خاليقه څوك دي؟
دوستان مونه دي مېلمانه هم نه دي
اشنا زخمونو ته مي لاس مه وروړه
لادرد كوي لاهومره ښه هم نه دي
صديقي اوس دي دقلم بيتونه
خيركه سيده نه دي كاږه هم نه دي
۲۲\۲\۱۳۸۹
ژوند
خوږې شېبې سوې ستمګري دژوند
ځكه اوس نه اورو سندري دژوند
خاليقه ستادلوى درباره څخه
غواړو يوڅوخواږه ملګري دژوند
دمرګ استازي چي په خيال كي راسي
راته كوي ترخې خبري دژوند
دتورو شپوتوروتياروكي ګرځو
دي راسه وركي ملغلري دژوند
صديقي ښكاري دهجرانواورونو
ستاهم در وسوځل وزري دژوند
۲۲\۲\۱۳۸۹
لاس په سردي
هسي نه چي داغزي نه لاس په سردي
زموږګلان اوس پسرلي نه لاس په سردي
ذوالجلاله عزرائيل يوڅه معطل كړه
پښتانه دزيات مرګي نه لاس په سردي
دنړۍ دغيرت خټه افغانان اوس
له دوه مخي ګاونډي نه لاس په سردي
چي هواكي تېرېدې نن هغه زاڼي
دباروتودلوګي نه لاس په سردي
زموږدكلي دحالاتوداسي ښكاري
چي ټول خلګ له پردي نه لاس په سردي
ګران وطنه اوس يې چيري ميلمانه كړم؟
ستاغمونه مي زړګي نه لاس په سردي
تل مدام چي يې پرسررا اورېدل اوس
دغروكاڼي صديقي نه لاس په سردي
۲۳\۲\۱۳۸۹
غزل
دستورواوسپوږمۍ پرمړوندشپه كه راكوې
آسمانه زه درخېږم اجازه كه راكوې
خالقه دثواب پرځاى مي ګران پښتون هوساكړه
دمورددعاګانوبده له كه راكوې
وطنه په دې شرط به دي موږخامخاګلشن كړو
په لاس كي دټوپك پرځاى بيلچه كه راكوې
يوچاويل يوچاته خپل سكه وروربه مړ نكړې؟
هغه ويل مشكل نسته پيسه كه راكوې
اشنايه ماخبركړه چي نظرمي زخمي نسي
دخپل قدرتي حسن ننداره كه راكوې
باداره صديقي هم دچنارغوندي يارغواړم
غزل كي دكاروان په څيرمزه كه راكوې
غزل
دستورواوسپوږمۍ پرمړوندشپه كه راكوې
آسمانه زه درخېږم اجازه كه راكوې
خاليقه دثواب پرځاى مي ګران پښتون هوساكړه
دمورددعاګانوبدله كه راكوې
وطنه په دې شرط به دي موږخامخاګلشن كړو
په لاس كي دټوپك پرځاى بيلچه كه راكوې
يوچاويل يوچاته خپل سكه وروربه مړ نكړې؟
هغه ويل مشكل نسته پيسه كه راكوې
اشنايه ماخبركړه چي نظرمي زخمي نسي
دخپل قدرتي حسن ننداره كه راكوې
باداره صديقي هم دچنارغوندي يارغواړم
غزل كي دكاروان په څيرمزه كه راكوې
سوا ل
چي پرزړګي يې دجفاتخم پاشلى نه وي
خياله! دداسي ښكلي كوربه تالېدلى نه وي؟
ماشوم نظرمي دښكلاځالوته خېږي مدام
صبرېږي كله څودزلفومارچيچلى نه وي
انتخابات دښكلووسول موږبيده و خدايه!
هسي نه بيايې كوم مغرور ښكلى ټاكلى نه وي
اى دجفادغره له كاڼونه جوړبت جانانه
پرزنګنوبه دي بل پښوته درغلى نه وي؟
الله دي خيركړي پښتون بياسهارپه ساندوپيل كړ
بياخوبه چاورته په شپه كي غم كرلى نه وي؟
صديقي آياد دوو زړونومينه كيږي داسي
چي يومړكيږي پسي بل لاپېژندلى نه وي؟
غزل
دعشق اظهاربه په ژړاكه په سندري وكړم؟
لادومره نه يم چي ديارمخته خبري وكړم
دباڼوګانوترسايې لاندي به ځاى رانكړي؟
خدايه! كه نازخپل دخواږه خيال پرملګري
زموږدكلي هروكړى ښكلي ښكلي ستايي
زه به ګيله له كوم زلمي له كوم سپين ږيري وكړم؟
مادرته نه ويله شيخه خولګۍ مه غلاكوه
اوس فيصله دي په رسۍ اوكه په توري وكړم
كه مي دخيال شاپېرۍ څوورځي پنجوكي يوسي
يو ورځ به راسي صديقي به هم ورزي وكړم
غزل
هرڅو که خواري او غربت نلرم
بياهم ستادميني قيمت نلرم
نورمي دنظرلاسونه خوشي کړه
شيخه زړه کي دومره طاقت نلرم
زمانه دبدرنګوتعريف مه غواړه
دومره يې نژدي قرابت نلرم
مابه ستاباڼه محکمه کړي وای
څه وکړم دعشق عدالت نلرم
خيال کي صديقي په ګوتورانغله
ښکاري ورسره محبت نلرم
۱۵\۱\۱۳۸۹
لښکرګاه
غزل
درته ناست يم نه راځې دډيره وخته
سبانه سوې توري شپې دډيره وخته
چي دعشق مي جنازه روانه نسي
راپسې ښکاري ښېرې دډيره وخته
ديوښکلي ښکلی نوم ورباندي وايم
وړم په غاړه چي تسفې دډيره وخته
شيخ به وايي چي په سروشونډودی موړدی
خوماايستي دي توبې دډيره وخته
واورين ياردی په لمرين سهاربه راسي
دي نيولي مي شيلې دډيره وخته
صديقي دکليوال ژوندونه باسي
دښارښکلی ورپسې دډيره وخته
۱۵\۱\۱۳۸۹
لښکرګاه
غزل
راته ګرانه زندګي سي کله کله
چي پرښکلوپابندي سي کله کله
چي دميني پرآسمان وريځي نه وي
بس پرزړه مووچکالي سي کله کله
په خوښي اوپه خفګان کي رنګ بدل کړي
ګرانه سره دي اننګي سي کله کله
زمازړه يې احترام لره ولاړسي
ستاباڼه چي سلامي سي کله کله
جنګ دسترګوکي ميدان ښکلوته پريږدو
خوږنظرموتاواني سي کله کله
ترسهاره شپه دبل غيږکي سباکړي
خوتاوان پرصديقي سي کله کله
۱۶\۱\۱۳۸۹
لښکرګاه
غزل
غوټې مي درپسې وهلي ځکه په لاس راغلې
اسمان کي چي مي غوښتلې پرمځکه په لاس راغلې
کوم بادو چي په غيږکي يې بيده وې ترسهاره
هواکي تېرېدې لکه بڼکه په لاس راغلې
داغه ووچي ستاغم مي دزړګي سره شريک کړ
ليږل مي درپسې دخيال ملکه په لاس راغلې
بيرېږم نظرمات کي به باڼه درته لوګی کړم
پرلاربه چاليدلی يې لايقه په لاس راغلې
په خوب کي مي دبخت ستوری مدارکي معلوم نسو
پرزړه مي وه جانانه بده کرکه په لاس راغلې
نژدې دي چي دژوندتاندي غوټۍ مي چولاوه سي
دزړه باغ حرم مي رااوبه که په لاس راغلې
باړخوته به څه نه وايم باڼه به هم معاف کړم
پرخال به دي ضروروکړم نيوکه په لاس راغلې
ويل يې صديقي ته په خندادکلي ښکلو
نورنيت دتللومه کوه هلکه په لاس راغلې
۲۱\۱\۱۳۸۹
غزل
شپه نيولې وه سلګودچادميني
څراغ وو پرمړکېدودچادميني
ښکاري بيادعشق پېری راباندي کښېناست
يم ختلی پرايرودچادميني
پرګودرچي دماتم مجلس تازه وو
پرون لمرو پرلويدودچادميني
بيابيلتون توره اخيستې ده په څنګ کښي
قتلوي ښکاري ارزودچادميني
ړوندمزل دی چي ترکوم ځايه به ولاړسم
لاس مي ايښی پراوږودچادميني
سپين مړوندپه وينوسورکړي دهجرانه
يادګارليکي په خالودچادميني
صديقي دشعرملکي سلام وکړ
ته اخته وې په کيسودچادميني
۶\۱\۱۳۸۹
غزل
عرض به وکړم پرباچادتوروسترګو
يم ښکارسوی پرصحراء دتوروسترګو
قضاوت به وبڼوته سره پرېږدو
چي چا جنګ يوړبيګاه دتوروسترګو
پکښي اوسم ديارمينه مي حجره ده
سبق وايم پرملاتوروسترګو
په سترګک دي يقين نه کړم چي به پوه سم
په خوله ووايه وينادتوروسترګو
خولګۍ نه غواړم ديارنه خدايه مکړه
چيرته وانخلم حيادتوروسترګو
درنجواحسان پرځان مه پرېږده ياره
ته ذاتي لرې ښکلادتوروسترګو
صديقي که خدای مي غاړي بندي نه کړې
نيم خوړلی يم ادادتوروسترګو
۶\۱\۱۳۸۹
غزل
دميني ږغ موبياراويښي کړې بيدې بلاوي
څنګه به ځوديارترکلي دي درنې بلاوي
خدايه دچاګريوان ته واچوويتيم لاسونه
خپل ګاونډيان موراته جوړسوله نژدې بلاوي
اميدمونسته چي په سپين سهاربه کډه وکړي
جوړوي توره تاريکه وځي دشپې بلاوي
غواړي دکورانګړموټول رانه په زورونيسي
پرودان کلي موراغلي ميلمنې بلاوي
يوسوال مي واوره خدايه نورڅه درنه نه غواړمه
راڅخه واخله دغه توري اوداسرې بلاوي
نوريې ومخ ته دشعرونوځنځيرمه غوړوه
کارترکارتيردی صديقي څنګه تړې بلاوي
۳\۱\۱۳۸۹
غزل
عجبه توره تاريکه وه ستاترکلي درتلم
وصال راکړې اجازه وه ستاترکلي درتلم
دبيلتانه زندان مي مات کړستادعشق په توره
ختمه مي زړه کي حوصله وه ستا ترکلي درتلم
نه وم خبردخپل قسمت په ليکل سووپاڼو
په باب مي بل څه نوشته وه ستاتركلي درتلم
ستا دهجران سپاهيان مي بياپه توردغلاکشوي
ماچي پرسراخيستې شپه وه ستا ترکلي درتلم
شيطان رقيب به مي مدام په کاڼووويشتلو
ښکليه ستا کلی مي قبله وه ستا ترکلي درتلم
په زمزمومي صديقي ځکه تمامه نه کړه
ستا دصفت غزل اوږده وه ستا ترکلی درتلم
۳\۱\۱۳۸۹
غزل
لا په مستۍ کي دي زاړه دردونه
پرزړه مي بيا سوه ميلمانه دردونه
يوخوا مزل دژوندپرستړولارو
بل خواپرسرلرم درانه دردونه
ځم داوربل سيوري ته ځان رسوم
خدای سته يوڅه به سي ساړه دردونه
ځکه ګيله دچم دښکلونه کړم
ورته معلوم نه دي دزړه دردونه
چي هرکلی درد د دردونو کوي
ښکاري له ورايه پښتانه دردونه
صديقي زړه دي ډبرين وساته
چيرته يې بيانه کړي اوبه دردونه
۱۵\۱۱\۱۳۸۸
غزل
لاموپرهيلواوزاريودی شکمن پسرلی
ځکه اوس نه ايږدي ګلونه پرلمن پسرلی
ګلابه مه ژاړه چي ژونددي داغزودپاسه
تقديردي خپل دی راته نه ښکاري اغزن پسرلی
يوخواآرمان شهيدشهيدبل خوبياخدايه راته
ډول دنڅاږغوي راغلی پروطن پسرلی
خطامرګي وکړه چي ګران يې ګورستان ته يوړ
په موږبدبختويې ناحقه کړتورن پسرلی
بلبله ستانه دهوس دغزل توري ورک دي
مه وايه چاته چي خفه دی له ګلشن پسرلی
چي کله وينم صديقي شاوخواسره ګلونه
راته انځورسي تيرزخمونه پربدن پسرلی
۲۹\۱۱\۱۳۸۸
ضرورت
ذهن نه لرم بغيردميني شيخه
نوروماته دسبق ضرورت نسته
که خولګۍ غواړې په زوريې ځيني واخله
ښايستوته دسترګک ضرورت نسته
چي پرحال دزکندن يې خوله و رنکړه
جنازه کي دکمک ضرورت نسته
دامنم پرتابه ډيرزړونه شيداوي
زماپرمينه هم دشک ضرورت نسته
دزړه کورکي مي ستاسترګوبمبارجوړکړ
نوردتوري اوتوپک ضرورت نسته
صديقي چي خولګۍ بل چاځيني يوړه
نوريې تاته ددرک ضرورت نسته
۱۵\۱۱\۱۳۸۸
غزل
يووخت په زلفواويزان وو خواوس هغه نه يو
ميني منم ستا مريدان ووخواوس هغه نه يو
نن چي دکبره راته نه ګوري مغرورښکاريږي
پرون پردغه ښکلوګران ووخواوس هغه نه يو
کلی جانان ګودرجانان اومازديګرجانان وو
چي ټول ژوندون جانان جانان وو خواوس هغه نه يو
چي مولوستله سيپاره پرملا امام دسترګو
قايم دي ميني پرقرآن وو خواوس هغه نه يو
شيخه حال وايه ګناه که موثواب ګټلی؟
دچاپرسترګومينان ووخواوس هغه نه يو
صديقي زړونه موپه نه څه باندي وپلورله
نه په خپل ګټه نه تاوان وو خوهغه نه يو
۱۵\۱۱\۱۳۸۸
غز ل
بې اختياره مي دستي په لاس کي ورکړ
خدايه زړه مي دلالي په لاس کي ورکړ
توربوراسينه دي بياپه وينوسره ده
بياکوم ګل ژوند داغزي په لاس کي ورکړ؟
خدای خبر دی چي پرچابه ګوته کښېږدي؟
انتخاب ياردزړګي په لاس کي ورکړ
ډيربيرېږم جلا نسم چي جانان لاس
ورقيب ته په ياري په لاس کي ورکړ
چي دعشق په اورمي زړه ايره ايره سو
هرآرمان مي دلوګي په لاس کي ورکړ
چي ځانمرګي صديقي پرښکلووکړ
داتړون يې عمري په لاس کي ورکړ
۵\۱۱\۱۳۸۸
غزل
دانتظارهره شېبه دي سي پيړۍ جانانه
نه يوه ورځ ده نه دوې ورځي نه اونۍ جانانه
ستادښايست کلي به وران سي يوه ورځ به راسي
زمابه چپه سي داميدهسکه ماڼۍ جانانه
ښکاري چي بيادي دزمزم په اوبو مخ پرېولی
چي وښايست ته دي خجله ده سپوږمۍ جانانه
نن خودي بياپرسپين باړخودي شاهدان غاښونه
پوهيږم نه چادرنه وړې ده خولګۍ جانانه؟
چي ستا دمخ په اينه کي خپل ځان ونه ګورم
په هغه ورځ مي مري دصبرشاپېرۍ جانانه
دصديقي نوم نوشته پريوکاڼي باندي
پرسريې جګ کړه زمادقبرپرشامۍ جانانه
۲۸\۱۱\۱۳۸۸
غزل
داچي پلودي وسپين مخ ته په نمای نيولی
بيادي دچادزړه دپاسه ميني ځای نيولی؟
قاضي دميني ورته هيڅ سزاهم ورنکړله
ماوودزړه کورکي دغله په څيراشنای نيولی
بيګاه پرټول کلي عجبه روښنايي خپره وه
ياوشبقدريامي يارکلي کي سرای نيولی
ځنځيردميني دی هرڅوک يې سرته ورسيدل
خوموږبدبختويې تراوسه هغه پای نيولی
چي پرخوله راوړي نوم دعشق صديقي مه ګرموه
شيخه په زړه کي يې سپېڅلی نوم دخدای نيولی
۲۸\۱۱\۱۳۸۸
غز ل
څنګه چي تاردی دنرۍ ستني ترسپم وتلی
داسي نظرمي داشناترزړګي سم وتلی
نن به ضرور ديارترزلفولاندي شپه تېروم
دزني خاله ترسپېرې خولې مي قسم وتلی
زړګيه صبرسه ديارغوښتنه بياونکړې
نورموترکلي دلمرمخي يارقدم وتلی
جانانه خپل دعاشقانودي پوښتلي چيرته؟
چي څوک په تاپسي له کوره ستاپه غم وتلی
عرب جانان چي دبيلتون په سفرکډه وکړه
زه يې له غمه يم دمنځه دعجم وتلي
دسپين کاغذپرمخ چي څاڅکي صديقي ښکارېدل
دادزړه ويني وې که رنګ دي له قلم وتلی؟
غز ل
ښکاره نه ده زاهدلره مزه دياردشونډو
چي څنګه اوڅومره ده نشه دياردشونډو
پرسترمي يارښکل کوم هم سينه پوري يې نيسم
هم کله کله واخلمه خوره دياردشونډو
خوښي مي ده دژونددياردشونډوپه ګفتارکي
وينايې ده ثوا ب حج وعمره دياردشونډو
باداره موږدميني په مجلس شپې سباکړي
خبره موپرزړه موښلي خوږه دياردشونډو
بايللی مي دسترګوجنګ امامه په محراب کښي
لوستلې مي په مينه سيپاره دياردشونډو
لاهم دياردشونډوپه صفت باندي موړنه دی
نه ختمه صديقي کړل مدرسه دياردشونډو
۷\۱۱\۱۳۸۸
غز ل
ښکاري ډيره ښه دعامي کړې ده
نن پرلمرخاته دعامي کړې ده
ژردی چي دياردزني خال جوړسم
ناست وم پرلمانځه دعامي کړې ده
شايدسي سبب مي دعلاج ګراني
غواړم درنه خوله دعامي کړې ده
تېره شپه دقدروه چي ويښ ناست وم
بيله تا دڅه دعامي کړې ده؟
خواست کوه چي خدای يې راقبوله کړي
داځل دخپل زړه دعامي کړې ده
ناست وم صديقي دچاپه فکرکښي
سرپرزنګانه دعامي کړې ده
۳\۱۱\۱۳۸۸
غز ل
چي تېرېدم ستاپه کوڅه کي ولي نه ښکارېدې؟
ګرانه بيګاه په نيمه شپه کي ولي نه ښکارېدې؟
مادخپل زړه پرسرجانانه ښه په غورکتل
ته مي کنډوکنډوسينه کي ولي نه ښکارېدې؟
پرون مي هسي دخيالونوپه دنياکي ته وې
نن دشرابوپه پياله کي ولي نه ښکارېدې؟
ته دهرزړه په باغ کي ګل وې راته داووايه
زمادزړه په کرونده کي ولي نه ښکارېدې؟
مادي تصويردزړه پرپاکه تخته رسم کړخو
ته مي دژوندپه اينه کي ولي نه ښکارېدې؟
زماشهيدآمان يې وړی دهديرې پرلوري
بې غوره ته يې جنازه کي ولي نه ښکارېدې؟
دصديقي هره غزل مي شرترپايه لوستل
ته يې دشعرپه قافيه کي ولي نه ښکارېدې؟
۲\۱\۱۳۸۸
ورېښته غوندي نازکه رابطه زموږدزړونو
رقيب لره ساده ښکاري قيصه زموږزړونو
دميني تخم پاشوهمېشه دزړه په باغ کي
مدام تروتازه وي کرونده زموږدزړونو
قسمته راته ښيه دتقديردپاڼي توري
معلومه راه نه ده اينده زموږدزړونو
رقيب کوي چکچکي آخيربيرته شرمنده سي
چي کله ترمنځ راسي څه دعوه زموږدزړونو
پخپله پښتانه يوهم موزړونه پښتانه دي
تل مينه وي په کورکي ميلمنه زموږدزړونو
پېودلی چي مي زړه نه وو دزړونوپه آميل کښي
وچالره پټ رازنه ووښکاره زموږدزړونو
نوولي به دميني مريدي صديقي نه کړو
چي مينه يې پرسرده نوشته زموږدزړونو
۸\۱۱\۱۳۸۸
غز ل
څومره مي په غرونواودښتوکي اوښکي توی کړلې
چاته مي ګريوان چاته لاسوکي اوښکي توی کړلې
خيردی که راټيټ نسوزړګيه زړه يې نه سوځي
يارته خومي داځلي په پښوکي اوښکي توی کړلې
چادي پرڅنګل باندي جانانه شپه سباکړله؟
چادي دهجران په توروشپوکي اوښکي توی کړلې؟
ډيرکلونه کيږي ستا دعشق کتاب تمام نسو
ډيرمي يې په پاڼواوصفحوکي اوښکي توی کړلې
ستا لادنفرت جامه په غاړه راته نه ګورې
مادي دوصال به اميدوکي اوښکي توی کړلې
ستا دمخ تصويرمي دزړګي پرسرانځورنکړ
هسي مي دفکرپه زانګوکي اوښکي توی کړلې
هلته مي څه نه ويل چي درنه دي جواب راکړ
ډيري مي لاري په اوږدوکي اوښکي توی کړلې
نن وصديقي ته دالهام ملکه نه سولې
ځکه يې په سپينوکتابچوکي اوښکي توی کړلې
۸\۱۰\۱۳۸۸
غز ل
زړه مي دژړلووعدې کړي دي
تاچي دخندلووعدې کړي دي
ويښ کښينه زړګيه چي بيده نسې
ياردي بيادوړلووعدې کړي دي
ستادزني خال ته به قسم کښيږدم
چازمادوژلووعدې کړي دي؟
وګوره يوه وعده ترسره کړه
ډيردي دکتلووعدې کړي دي
ژرمي صديقي خاوروته مه سپاری
نه مرمه که ښکلووعدې کړي دي
۸\۱۰\۱۳۸۸
غز ل
پروران ن باندي موبياسپېره بادونه راغلل
دهرآرمان جنازه وځي ظلمتونه راغلل
الله دي خيرکړي کوم رقيب بياراته چل جوړکړی
نن موکوڅوته دپرديوخلګوپلونه راغلل
موږسکنی وروردپرديوپه لمسون وژلی
چي کورمولوټ سواوس موزړه ته آرمانونه راغلل
هسکه شمله موتراسمانه باندي فخرکوو
خووګريوان ته دنفاق اوږده لاسونه راغلل
وطنه اوس لا دظالم زړکی يخ سوی نه دی
لايې په ذهن کي عبث عبث فکرونه راغلل
بيادکوم کلي مازديګرپه وينوورنګېدی
دهري خوانه دباروتوتوردودونه راغلل
دصديقي آرمان زخمي وولاشهيدخونه وو
نن داسي ښکاري چي پرسريې نورغمونه راغلل
۲۲\۸\۱۳۸۸
غز ل
دغه مي ستره خاطره ده نورمي څه له پوښتې
چي مي نصيب ستايارانه ده نورمي څه له پوښتې
لاس پکښي مه وهه رقيبه ستادپرېکړي نه ده
زماويارترمنځ قيصه ده نورمي څه له پوښتې
دعشق کتابه مادي هرتوری په ځيرلوستی دی
پرزړه مي ليك هره صفحه ده نورمي څه له پوښتې
لاردمنصورتعقيبوم مينه کي پاته نه يم
قبوله زماددارتخته نورمي څه له پوښتې
نوردرنه ځمه ياره خدای خبربياکله راسم
ددعاګانواجازه نورمي څه له پوښتې
زړګيه غلی سه دعشق رباط لازيات پاته دی
ددې مزل لاره اوږده ده نورمي څه له پوښتې
مخ دي نيم پټ ووصديقي ټوله مي ونه ليدې
ښکلي له تاسه مي ګيله ده نورمي څه له پوښتې
۱۶\۱۰\۱۳۸۸
غز ل
بياپرکوم بيابان مي دروي تنده؟
څومره وه بې حده برايي تنده
څوچي ياردشونډوشربت رانکړي
ماته به مي نسي دزړګي تنده
ياره ته که نه راځې زماواوره
سي به مي بدله په مرګي تنده
چم نه چي دښکلوتږي ووتو
خودبه مودزړه ورټکوي تنده
موږدميني تږي مينه ژوندبولو
مينه مومدام راماتوي تنده
موږلا دجامونوانتظارکوو
ښکلي راته لپوکي ويشي تنده
هرڅه ستا کوڅه له فکره وباسم
بيامي هم ستا درته رسوي تنده
ژوندکه دسيلاب څپوته ورنکړم
کله مي ماتيږي آدبي تنده
نن دصديقي دژوندمازيګرښکاري
هرآرمان يې خاورولره وړي تنده
۷\۱۰\۱۳۸۸
ښه مي و ليدی
ناست دښکلومنځ کي ښه مي وليدی
شېخ صاحب پرسرباندي جام واړوی
نه پوهيږم خيال ووکه دخوب بستر
لاس مي ستا ترغاړي ماښام واړوی
يارراته دحسن ماين کړپټ شکر
ماپه پټوسترګوترې ګام واړوی
ياره کوم قاضي فيصله وکړل چي
قتل يې دزړه پرغلام واړوی
تاله صديقي امتحان وانه خيست
هسي دي له څنګه ناکام واړوی
۸\۱۰\۱۳۸۸
غز ل
ورځ داختروه خلګورنګارنګ جامې جوړي کړې
مادشهيدلالي وقبرته جنډې جوړي کړې
خلګ خوشحاله ښكارېدله داخترپه سهار
زما ګريوان ته دفراق اوښكوويالې جوړي كړې
زما دهوس ماڼۍ به بياهسي ودانه نسي
دجانان غم مي دزړګي كورته كوڅې جوړي كړې
پوهيږم نه مخكي دكوم اشنامزارته ورسم
ظالم رقيب راته بې شماره هديرې جوړي كړې
ستا عدالت دى خدايه هرچاله دي غم ويشلئ
موږ داخترپه ورځ مسجدكي جنازې جوړي كړې
ددې ظالم دلاسه خپل كورراته اورسوخدايه
ګران يې شهيدكړنن يې ماته دسيسې جوړي كړې
صديقي وايه دچاغم درباندي زوركړئ وو
چي نيمه شپه كي دي غمجني ترانې جوړي كړي
۲۰\۸\۱۳۸۸
غز ل
داچي توره شپه سباده زما په فكر
دجانان دمخ رڼاده زماپه فكر
چي دسترګوله پردوخوبونه بيايي
ددې ښكلودارضازماپه فكر
ګام پرګام چي دلونګوبوى زياتيږي
دادياركلي خواده زماپه فكر
چي دزړه پرودان كوراورونه بل كړي
دياسترګي آمريكاده زماپه فكر
چي دعشق بېړۍ مي هيڅ طرف ته نه ځي
راپسې دچاښيراده زماپه فكر
داچي نن له صديقي نه قسات اخلي
ښكلوبياكړې سلاده زماپه فكر
۱\۱۰\۱۳۸۸
غز ل
داچي پاته له خوښۍ نه بې اسرې يم
ديارسترګولره ډيرمتوجې يم
چي ديارنه دسروشونډوشربت غواړم
راوتلى خماري له ميخانې يم
كه قسمت چيري ياري راسره وكړه
وررسيږم دياركلي ته نژدې يم
خدايه!شكردئ مجلس يې رارسېږي
چي طالب دښكلي ياردمدرسې يم
صديقي دياردشونډورشته لولم
بل مضمون كي هميشه بې نتيجې يم
۱۱\۱۱\۱۳۸۸
غز ل
چي تياره خوره وره سي نيمه شپه سي
دسپېڅلي خيال مرغۍ مي ميلمنه سي
زه يې شمارمه دمخ شنكي خالونه
داټيكرى پرمخ راكش كړي ژربيده سي
ترسهاره ورته ويښ پربسترپروت يم
كله يوخواكله بل خواراښكاره سي
كله سورسالودمخه رااوچت كړي
كله كښيني دافغان لورپښتنه سي
نن مي بيا دخيال نيلي واښكى شكولى
خداي خبرشپه بې پركومه دروازه سي
ماويارنن پرګودر سره ملاقات كړو
سپوږمۍ پټه سه چي جوړه تاريكه سي
صديقي ديارديدن چي رارسيږي
پروانكړم كه نصيب مي هديره سي
۱۱\۹\۱۳۸۸
سينګار
چي په تش ليدودزړونوازار اخلي
يارپرسپين مخ شنه خالونه سينګاربولي
خداي دتوروسترګوجنګ كي ثواب راكړ
ملا امام په يې ناحقه بدكاربولي
دجانان كوڅه كي ډيرعاشقان ګرځي
خداى خبردى څوك دزړه خريداربولي؟
پرپنځولارومزل مي سرمايه ده
ددنياخلګ مي هسي ناداربولي
جاهل يارلره مي ځكه مرګى غواړم
چي دسردښمن دكورپيرداربولي
له دې خلګونه به څنګه ګيله وكړم
څوك چي خپل كورورانول افتخاربولي
دوحشت توروتياروكي رالوى سوي
وحشي خلګ سته هرڅه خپل اختياربولي
چي ليلادمخه تورټيكرى اوچت كړي
صديقي به هغه شپه هم سهاربولي
۷\۹\۱۳۸۸
مننه
جانان يې ستادرنه مننه كوم
رقيبه دادرنه پوښتنه كوم
چيري اوسېږې ماين تړلۍ درځم؟
ستاسوانګړكي ځان وژنه كوم
پټ له كوګله چي يې زړه وړئ دئ
يارته په څرنګه بخښنه كوم
كچكول په غاړه چي له كوره وځم
دښكلوښكلوپلټنه كوم
دجادوګريارنه نورهيڅ نه غواړم
دوړي زړه ورنه غوښتنه كوم
دوصا ل كرښي مي په لاس كي نسته
په هرملاباندي كتنه كوم
باداره مادياردزني خال كړې
چي ژوندون پاس ديارپرزنه كوم
پرحال دي ډېردصديقي وژړل
زړګيه نوردي درملنه كوم
۱۱\۹\۱۳۸۸
سوله
خدايه دابه دي پرموږ مهرباني وي
چي دسولي مرغۍ راسي جنګ موهيرسي
داسرزوره پښتانه ټول سره كښيني
دنفرت اوورور وژني څخه تيرسي
دامخ تورزاغان شوره اوشرمنده سي
په ګلشن كي مودسولي طوطيان ډيرسي
عدل جګ پرپښو ولاړوي ظلم نه وي
پيمانه په پيمانه وي سيرپه سيرسي
خوږجانان كه مي دسولي زېرئ راوړ
صديقي هره خبره به مي شعرسي
۱۱\۹\۱۳۸۸
پو هېږې؟
لاس مي بنددي ملامي ماته كه پوهېږې
يوځل وګوره وشاته كه پوهېږې
لاس په يوكړودغليم پركوربه ورسو
ځيني اخلوخپل قساته كه پوهېږې
راځه ځان دانسانيت په ژبه پوه كړو
سره كښېبنوملاته كه پوهېږې
ديوبل مينه به زړه كي پټه ساتو
كاربه نه پرېږدوسباته كه پوهېږې
له پرديولمسونونونه به تيرسو
پرسجده به سوالله ته كه پوهېږي
زه به ستا اوته له مانه وېره مه كړه
په ډاډه زړه راځه خواته كه پوهېږې
خوږژوندون دئ په خوښۍ بې سره تيركړو
آخيردواړه ځوعقبٰى ته كه پوهېږې
صديقي له دې حالاتوتصوېرواخله
چي څه نه سي درنه پاته كه پوهېږې
۲۳\۳\۱۳۸۸
منم
منم چي دابه راته ګران تمام سي
چي ستاخالونه له نظره باسم
خيال به اسيركړم دزندان په غيږكي
عشق به دي څنګه له ځيګره ب?