دلښكرګاه مجلې يولسمه ګڼه له چاپه راووتل
دروان كال ددلوي دمياشتي پر(۱۹)نېټه دچهارشنبې په ورځ لښكرګاه مجله يولسمه ګڼه چاپ سوه
ياده مجله چي دهلمندمېشتوفرهنګپالوپه مهالني ډول له چاپه راوزي دګڼ شمېرهيوادوالو_ هلمندوالوذوقونه يې په خپلواسلامي ادبي اوپوهنيزوليكنوخړوب كړي دي .
دلښكرګاه مجلې مسؤل چلوونكى : ښاغلى عبدالهادي (عمري) كه څه هم ديولړستونزويادونه كوي خوخوشحاله پدې دى چي لښكرګاه يولسمه ګڼه يې ترخپلومينوالوورسوله
عمري دټټرپه ډبولوسره ژمنه وكړه چي پدې لړكي به خپلوفرهنګي اوادبي هڅوته لاپراختياوركړي
عام وګړي هم خوشحاله دي چي دلښكرګاه مجلې دخپرونوپه لړكي يې يولسمه ترلاسه كړه
(۱۹) كلن ځوان بلال چي اوس دلسم ټولګۍ زده كونكى دى دخوښۍ په څرګندولوسره وايي چي دلښكرګاه مجلې ليكني ټولي دده دخوښۍ وړدي
ازادهيله وښوده چي دمجلې خپرنيزبهيرلانورهم بايدګړندى سي
دلښكرګاه مجلې اوسنى تېراژ(۵۰۰)ټوكه دى خومسؤلين يې ژمنه كوي چي تېراژبه يې دلوستونكوپه غوښتنه لوړكړي
: ځلاند(كاكړ)
09.02.2012
- لښکرګاه
سرليک: الله مو بریالی لره سلام علیکم،ګران او قدرمن وروره،ستاسو د بلاګ په لیدو ډیر خوښ شوم، ډیر خو پدې خوشحاله شوم چې د هغه زخمي زخمي هلمنده مې آواز راغی.زه خو پدې فکر کې وم چې بس هلمند مو توکړه توکړه شو، لس کاله پکې د تعلیم او تعلم پرځای غوبل روان دی. هره کوڅه او کور په اور بدل دی. خدای د نور زموږ هیواد لدې ستمه ډیر زر خلاص کړي.ورورکه، هیله کوم په خپل ولس کې د خلکو ترمنځ د علم د اهمیت او خپراوي په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځل...
11.02.2012
- لښکرګاه
خداى رحم صحراي درپېژنو
خداى ر حم صحرايي دمحمدعظيم زوى په ۱۳۴۲كي په فراولايت خاك سفېدولسوالۍ كي يې دې نړۍ ته سترګي خلاصي كړي ښاغلى صحرايي صاحب په ۱۳۶۳ل ل كي دخپلي كورنۍ سره هلمندولايت ته په كډه راغلى اوپه لښكرګاه ښاركي مېشت دى نوموړى دشاعرۍ ترڅنګ دښواخلاقوخاوندهم دى پاته دي نه وي چي نوموړى كله كله دبهيرملګري په ښه ترنم هم نازوي كله كله دغونډي چوپتياهم په خپلوطنزيه بيتونولري كوي لكه څنګه چي نوموړي ځان ته دصحرايي لقب غوره كړى همدارنګه تل دده په شعرونوكي ساده كلي...