سرليک: الله مو بریالی لره
سلام علیکم،
ګران او قدرمن وروره،
ستاسو د بلاګ په لیدو ډیر خوښ شوم، ډیر خو پدې خوشحاله شوم چې د هغه زخمي زخمي هلمنده مې آواز راغی.
زه خو پدې فکر کې وم چې بس هلمند مو توکړه توکړه شو، لس کاله پکې د تعلیم او تعلم پرځای غوبل روان دی. هره کوڅه او کور په اور بدل دی.
خدای د نور زموږ هیواد لدې ستمه ډیر زر خلاص کړي.
ورورکه، هیله کوم په خپل ولس کې د خلکو ترمنځ د علم د اهمیت او خپراوي په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړئ.
د ودان او سمسور افغانستان په هیله.
حلیم وردګ - له جاپانه
08.02.2012
- لښکرګاه
غزل ادم صفت الله هلمند
دژوند پر لار مي پا تيدله يو يو زما خيالونه
دعمر شپو را څخه يو وړه دپخوا خيالونه
چي مي دژبي پر محور دغم سندري را تلي
په وير اخته سوه په محفل كي&nb...
09.02.2012
- لښکرګاه
دلښكرګاه مجلې يولسمه ګڼه له چاپه راووتل
دروان كال ددلوي دمياشتي پر(۱۹)نېټه دچهارشنبې په ورځ لښكرګاه مجله يولسمه ګڼه چاپ سوه
ياده مجله چي دهلمندمېشتوفرهنګپالوپه مهالني ډول له چاپه راوزي دګڼ شمېرهيوادوالو_ هلمندوالوذوقونه يې په خپلواسلامي ادبي اوپوهنيزوليكنوخړوب كړي دي .
دلښكرګاه مجلې مسؤل چلوونكى : ښاغلى عبدالهادي (عمري) كه څه هم ديولړستونزويادونه كوي خوخوشحاله پدې دى چي لښكرګاه يولسمه ګڼه يې ترخپلومينوالوورسوله...