بدګومانه لنډه كيسه
ليکوال : قاضي محمدحسن (حقيار) کابل
همداچې ددرېيم پوړ په وروستۍ پوړۍ مې ګام کېښود،نوسمدستي مې سترګې پرهمدې ولګېدې سټېج ته نږدې ناسته وه،سريې پرمېز ښکته کړى و،څه يې ليکل،تالار سپين پړق اولسوډېر قنديلونه روښانه وو،تابه ويل چې لمر همدلته کډه راوړې ده،دسپوږمۍ دګلابي مخ جلوې پرمېز دپروت سپين ململ رنګ الواني کړى و ،دسپوږمۍ دجامو رنګيني اود هغې مخ ته پرمېز دګلانودايښې ګېډۍ ر نګيني يوپه بل کې تاوېدې کله به چې سپوږمۍ وخوځېده نود رنګونو اتڼ به پيل شو دسپوږمۍ مخ او دګلانو رنګينۍ له يوبل سره داسې په سيالۍ وې چې تابه ويل فطرت ، صنعت ځپلي بشريت ته خپلې کرشمې ورښيي.
دسپوږمۍ مخ ته له ايښي مېز راتاوې پنځه واړه څوکۍ اوزګارې وې يوځل مې زړه وکړ چې راځه مړه دهېچا په کيسه کې هم نشې څنګ ته يې کېنه خو دسپوږمۍ دا هيله مې سترګو ته ودرېده، چې راته به يې ويل زړه مې ستا دمينې هديره ده ، دزړه په قبر کې مې يواځې ستامينه ښخه ده خو ګوره چې اوس په دنيا کې خلک يواځې تبصرو او په نورو پسې کيسو جوړولو ته اوزګاردي نو پام کوه .
زه لا دسپوږمۍ دمخ او دګلانو دګېډۍ له پرتلې اوزګار شوى نه وم چې ويندوى په لوډسپيکر کې غږ کړ: زموږ بل مېلمه ښاغلى احمدزي هم تشريف راووړ له ده هيله کېږي چې دستېژ سر ته تشريف راوړي او دنورو مېلمنو څنګ ته کېني. ټکان مې وخوړ خپل حواس مې راټول کړل زما دنوم په اورېدلوسمدستي سپوږمۍ هم دروازې ته راوکتل ودرېدله دستړي مه شي په دود يې سر وخوځاوه او کېناستله .
زه پر ستېژ مېلمنو ته مخامخ کېناستم
له ځان سره له سپوږمۍ ګيله من وم چې ولې يې سسته ستړي مشي راکړه ، ولې له ماسره يوځاى کليزې ته رانغلله ، ولې يې دلته دراتللو پر وخت پر ما غږ ونکړ ؟ ولې.... چې په همدې وخت کې يوښکلى ځوان راغى او نېغ دسپوږمۍ خواته ورغى سپوږمۍ هم ددې لپاره چې ځوان يې ځانته ښه نږدې کېنولى وي له ترڅنګ څوکۍ څخه خپل لاسي بيک پورته او هغه ته ځاى اوزګارکړ. ددې ځوان لاسونه لامده وو سپوږمۍ خپل لاسي بېک پرانست دستمال يې ترې راووېست او هغه ته يې ورکړ. دواړو په ټيټ غږ يوبل ته څه وويل اوبيا په خنداشول ، نږدې وه چې ددې حالت په ليدلو له څوکۍ راپرېوځم . کله پرځان او کله پر خپلو سترګو بې باوره شم حيران شوم چې دازه څه وينم.آيا زه ويـښ يم او که ويد ه کله ځانته کاذب ډاډورکوم چې هسې خيال او وهم اخستى يې .حقيقت داسې ندى.
کله پر خپلو سترګو او مشاهداتو شکمن شم : دا زه څه وينم ايا داهماغه سپوږمۍ ده چې زه يې خپله ټوله دنيا بولم اوخپلې ټولې هيلې مې ورپورې تړلې دي، آياداهماغه څوک ده چې د زرګونو مخلوقاتو له منځه زما يواځينى انتخاب دى ايا داهماغه سپوږمۍ ده چې همدا پرون يې په قسم راسره وعده وکړه چې، دبل بوى هم پرې حرام شه او نن هغه دى دومره دبل په مينه کې مسته ده چې ما خو پرېږده آن دمراسمو په سلګونوګډونوالويې هم سترګې نه سوځي. ؟
د تصور او خيال ماڼۍ مې ړنګه او خپل ارمانونه مې دسمندرپه لويوڅپو لاهوليدل .
دا اندېښنه مې قوي شوه چې سپوږمۍ ځانته همداځوان انتخاب کړى او دې محفل دهغې لخوا ماته بلنه هم دهمدې لپاره ده چې داهرڅه پخپلو سترګو ووينم او په سراب پورې زړه ونه تړم .
سپوږمۍ کله ماته وګوري ،کله بيا ددې ځوان غوږ ته خوله ورنږدې کړي او کله هغه ددې په غوږ کې خبر وکړي داورته غوږ ورنږدې کړي
له ډېرې غوسې رپېږم، ټول ژوند راته ټوکې او مسخرې ښکاره شو، دذهن په هنداره کې مې دسپوږمۍ خاطرې او ړي او رااوړي ،له ځان سره کرم رېبم چې رښتيا هم په انجونو کې وفا نشته ،. دګل او صنوبر کيسه مې ذهن ته نېغه نېغه شوه. کله مې زړه راډک شي وايم راځه ښه په زوره وژاړه اودمحفل ټولو خلکو ته کيسه وکړه.
کله کله دسپوږمۍ په مينه او فکر کې دې چټک بدلون ته حيران شم.
،ددنياهرحقيقت راته دروغ ښکاره شوه،پرهرڅه بې باوره شوم،په لږه شېپه کې مې په خپل فکر خيال،اونظرکې بدلون محسوس کړ،له دنيااودنياوالومې زړه تورشو،په دې فکر کې وم چې سپوږمۍ ته کومه سزاوټاکم،دخپلې سوځېدلې مينې غچ ترې څه ډول واخلم په همدې کې دکليزې دکېک دپرېکولواعلان وشو،څوتنه راغلل،کېک يې پرې کړ له هر مېزڅخه خلک راتلل،اوځانته يې کېک وړه،سپوږمۍ هم راغلله، قاب يې له کېک څخه ډک کړ،دوه قاشقې اودوه پنجې يې راواخستې کېک ماته نږدې ايښى و ،کله چې رانږدې شوه، نودسرپه ښورولويې سلام وکړ ،زماله سترګودکرکې اور بادېده،خپل مېز ته لاړه يوه قاشقه اويوه پنجه يې زلمي ته مخکې کېښوده اويوه يې ځانته،په ډېره مينه يې قاب ورنږدې کړ .ورته مسکۍ شوه کله کله به يې کېک په قاشوغه کې دهغه خولې ته ورووړ. زه داور په غرونوکې بنداودخپلې ناکامې مينې دجنازې په تدفين اوتکفين کې بوخت وم،چې څنګ ته ناست ملګري مې وخوځولم:((کوم فکر کې يې وياندسټېج ته وغوښتې))،ناڅاپه مې ټکان وخوړپاڅېدم حواس مې له لاسه ورکړي ووخبرې اواجنداهم رانه هېروو،نه پوهېدم چې څه وکړم پرستېج مې له اورېدونکيودناروغۍ په پلمه ځان خلاص کړ بېرته په خپل ځاى کېناستم،دسوچونو سمندرلاهوکړم((ښه ددې چې دازلمى خوښ وو نوله ماسره يې ولې دبې کچې مينې تظاهر کاوه، له ماسره يې ولې قسم کاوه چې ، نه به ته بل چاته په زړه کې ځاى ورکوې اونه زه، ژوندبه موهم يوځاى وي اومرګ
هم،دې خوپه ماته ويل چې خېمه وي که کوډۍ ستالپاره پرې له
ماڼيوتېره يم.سپوږمۍ خوبه راته ويل چې ددې دپلاردسوداګرۍ ډېرشريکان اوددې ترپلارلاشتمن يې غواړي،خوددې مينه له ماسره، نونن ولې له ماڅخه غوړ زلمي ته زماپه مخ کې په خوله کې کېک ورکوي؟، کله به سوچ راغى چې که
سپوږمۍ مطلب اشنا اويادپيسو وږې واى،نوپه دادومره وخت کې خوبه يې له ماپيسې يابل څه غوښتي واى،ياره رښتياچې ښکلې نجونې ټولې دحمام لنګ دي،اوپه سرواوسپينوپسې ځي،زړه مې تنګ اوچاود ته نږدې شوى وه،څوځله مې زړه وکړچې راځه محفل پرېږده اوچېرته ګوښه په زوره زوره وژاړه، کله به فکر راغى چې راشه له همدې دريم پوړ څخه ځان وغورځوه،اوټولې دنياته دنجونومکاري،بېوفايي،اوترمطلبه يارانه اودنيمې لارې تګ وروښيه.
دکليزې دمراسمولومړۍ برخه پاى ته ورسېده،داژانس پربرياليوکارکوونکيود ډاليواوستاينليکونودوېش کارپيل شو،وياند به نوم اخست اوديوچاپه لاس به يې ستاينليک ورکړ،په همدې کې يې په يوفيګور اوخاص انداز دګډونوالوپام ځانته رواړاوه،((پوهېږئ!پوهېږئ!چې اوس دريځ ته څوک راغواړو؟؟،اوس هغه ځوان راغواړوچې زموږداژانس روح بلل کېږي،هغه چې اژانس ته يې ګڼ ملي اونړيوال وياړونه اومډالونه راوړي،هغه چې تل يې زموږسرهسک اوسترګې لوړې ساتلي دي ،نوستاسودلاسونوپه پړقاکې راغواړم شکېب جان،چيغې اوچکچکې پيل شوې سترګې په شکېب پسې اوښتې رااوښتې ،له همدې سره دسپوږمۍ ترڅنګ ناست ځوان سټېج ته راروان شو،زمادغوسې سمندرلاطوفاني او.دوينې هرڅاڅکى په خوټېدوشو،هلته سپوږمۍ له ډېرې خوشحالۍ په خپله څوکۍ ودرېده،له ډېرو چکچکويې ټيکرى په اوږو ولوېد،په سترګوکې يې دخوښيواوښکې ډنډشوې ، ماويل هسې خويې زما پرځاى ورسره مينه نده پيل کړې،په ده کې خوډېرکاروو، په همدې کې ويانددچکچکواوچيغود ودرېدوهيله وکړه، چکچکې غلې شوې وياند وويل:ښه اوس تاسوپوهېږئ چې ګران شکېب جان ته به ډالۍ اوستاينليک دچا په لاس ورکوو؟ ستاسوپه خيال کې به کوم وزير ياوالي ګرځي ،نه نه!شکېب جان ته والي ياوزير ډالۍ نه ورکوي،بلکې ده ته هغه څوک ډالۍ ورکوي،چې دى يې روزلى،ده ته يې مينه ورکړې،له ده سره يې بې خوبي کړتېره کړې،دده داستعدادپه روزلوکې لوى لاس لري، ،نوستاسودلاسونوپه شانداره پړقااودرونداستقبال کې راغواړو،دشکېب جان خور سپوږمۍ.
١٣٩٠__١__١٠