شاعر : سېلاب
برېښناليکپته: sealab103@gmail.com
سرليک: سلمان
حيران سوم نن ستازړې ږمنځي اوغچۍ ته
نه درځم بيا سلمانه ستاوسلمانۍ ته
اخته په سركي يي زماګورې ټي وي ته ترشا
غوږدي نيولى په غچي خاندې تولسۍ ته
نه درځم بيا سلمانه ستاوسلمانۍ ته
زه وايم سرراسم كه اوږده وريښته راكم كه
تاپه غچي وړۍ نيم بريت وي قربانۍ ته
نه درځم بيا سلمانه ستاوسلمانۍ ته
ته چي يوسر جوړوې ورځ پرماخوارتيروې
درته مي تيره ټوله ورځ كړله ګرمۍ ته
نه درځم بيا سلمانه ستاوسلمانۍ ته
يوه چاړه دماشين كارپه كوې ترماپښين
ټول مكروبونه لاس پرځګرستا صفائۍ ته
نه درځم بيا سلمانه ستاوسلمانۍ ته
تاكړه دانې مخونه زرې زرې مخونه
لكه پنچرټيرچي بسته كې وګاډۍ ته
نه درځم بيا سلمانه ستاوسلمانۍ ته
چالان ټي وي اوويسيارخوله كي دي هم وي نسوار
بيا دي توكړي شاوخواوي وه چوكۍ ته
نه درځم بيا سلمانه ستاوسلمانۍ ته
ته دانصاف ټيكه داريي پرپيسوډيرهوښيار
ځكه دمخه مي لا ګورې وصدرۍ ته
نه درځم بيا سلمانه ستاوسلمانۍ ته
نه دي صفت كومه نه دي مرعت كومه
ګوندسېلاب دي كړم راجع دې غلطۍ ته
نه درځم بيا سلمانه ستاوسلمانۍ ته