د انټرنټ شالید د امريکا د دفاع په وزارت کې په ١٩٦٠ مه لسيزه کې پيل سو، دا هغه وخت و چې سوړ جنګ د اوج په لور روان و او نړۍ په دوو قطبونو ويشل سوې وه. لويديز چې د هغو په ســر کې امريکا وه ډير کوښښ کاوه چې د ختيځ بلاک نه ډير پرمختګ وکړي هغوی هغه څه وکړل چې ختيځ بلاک يې فکــر هم نه ســـو کولای. د امريکا د دفاع وزارت ډير څيړونکي پدې ګمارلي وو چې څيړنه وکړي داسې يو اړيکتيايي سيستم (Communication system) جوړ کړي چې د اتوم بم د بريد په دفاع کې ترې کار واخستل سي. ډيرو وتلو څيړونکو انستيتونو او پوهــنتونو ته چې په ســر کې راند RAND او ميل MIL ته دا کار ورکړل سو تر څو داسې يو د ډ يټا جال (Data Net) جوړ کړي چې د دفاع وزارت يې غوښتنه کړې وه. په ١٩٦٤ ع کال کې پاول بيرن چې په راند کې يې کار کاوه په دې بريالی سو چی داسې يوه قاعده (Method) جوړ کړي چې ډيټا په هماغه موجودو ټيلې نټ کې له يوه ځايه بل ځای ته وليږدوي او خپلې دې نظر ته يې د پکېټ سويچنګ Packet switching نوم ورکړ. دې عملي به تل د ليږلو له پاره هماغه يوه لاره نه غوره کوله بلکې هغه لاره باندې چې دا معلومات (data) به ليږدول کــيده له اوله يې چا وړاندويــنه نه سوای کولای. تل داسې په لسګونو لارې وې چی دا ليږدونکي معلومات ليږدول کيدی سي مطلب دا چی د الف څخه تر یا پورې يو څه په لسګونو لارو تللای سي.
ارپانټ ARPANet:
د انټرنټ د پر مختګ جال يا شبکه. د دې نوو معلوماتو د شته والي په پام کې نيولو سره په ١٩٦٩ ع کال کې ارپانټ جوړ ســو. دې نټ کوم مرکزيت نه درلود ځکه کيدای سوای چې د بل لوري د اتوم بم هدف ګرځيدلی وي. د دې جال هرې برخې يو شان لومړيتوب درلود، او بايد داسې جوړ سوی وای چې که يوه برخه يې له کاره وغورځي نونورجال خپل کار په سمه توګه تر سره کړي. دا يو ايکسپرمنټل جال و چې له دې لارې دولت غوښتل هغه څيړونکي چې د دفاع د وزارت له پاره کار کوي يو له بله ونښلوي او هغه څيړونکي مرکزونه چې ددې هدف له پاره کار کاوه يو د بل سره معلومات ليږلي او واخیستلی سي، خو دا جال ډير ژر د يو بريښنايي (الکټرونيکی) پوست په لور و څرخــيد، او د خپل اصلي هدف څخه بلې خوا ته ولاړ. له دې سره ســم نورو پکاروونکو ډلو لکه پوهــنتونونو ، ملکي څيړونکو انستيتونو ته هم دې جال ته د ننوتلو او کارولو اجازه ورکړل
ســوه. د دی څخه وروســته ځينو اروپايي هيوادونو چې د امريکا دولت ته نږدې وو دې جال ته د ننوتلو اجازه ورکړل ســـوه.
انټرنټ او د هغه پراخـــيدل:
په ١٩٧٠ ع لســـيزې کې ارپانټ ډير په چـټکۍ سـره خـــپور سو.ډير داسې خدماتي کارونه لکه په جال کې کانفرانسونه د ځـــينو ذکي او پوهـــو زده کونکو د زيار او هلو ځلو په پايله کې جــوړ ســـو. هغه عسکري برخه د دی جال د کومې له پاره چې دا ټول کار پيل ســوی وه د نورو له پاره ډير لږ په زړه پورې وګرځيد. په ١٩٨٣ ع کال کې دا برخه د دې بلې (اين اس ايف نټ NSFNET ) څخه جلا ســوه او د ميل MIL نټ په نامــه و نومول ســوه. د امريکا ملکي څيړونکو د دې جال (اين اس ايف نټ NSFNET ) د پرمختګ او پراخوالی کار په غاړه واخیست.
په ١٩٨٠ ع لسيزه کې د ارپانټ ARPANet د ماډل کارولو د پايلې څخه نوي ډيټاجالونه جوړ سو. په ١٩٨٩ ع کې دا ټول د ارپانټ سره يو ځای سو او يو نوی نوم انټرنټ (Internet) جوړ سو. دوه کاله وروسته په ١٩٩١ع کال کی دا جال (انټرنیټ) د عامو خلکو د کارولو له پاره پرانستل ســـو. د اين اس ايف نټ هغه برخو څخه پرته چی د عامو خلکو پر مخ اوس هم تړلي دي يوازې او يوازې د عسکری کړو وړو لــه پاره کارول کيږي .
د انټرنټ تجارتی کول:
اين اس ايف نټ NSFNET او نورو سيمه ايزو انټرنټ برابرونکو ټولو يو شمير قوانين درلودل چی ډير سخت وه يانی څه شي يو سړی کولای سوای پدي مزو کی وليږدوی او په ځــينو وخــتونو کی دا هم بايد معلوم سوی وای چې څوک يې چاته څه ليږدوي. په لومړيو وخــتونو کې يوازې د هغه ترافيک په باره کی خبری وی کومی چی غير تجارتی وی. د وخت د تيريد سره انټرنټ کې د عامو خلکو د کارولو له پاره هم په کار پيل وسو چی دوی ته هم بايد دا حق ورکړای سي چې د دې نوی ټيکنالوژی څخه کار واخلي، نو همدا وه چی انټرنټ د تجارتي کارولو له پاره هم ازاد کړی سو او دوې هم د انټرنټ پوری ځان ونښلولو.نن ورځ تقـــريباً تجارتی څانګې د FoU برخه په انټرنټ کې نيولئ ده، وده يې له اندازی ډيره ده او خوښونکي يې هم د نړۍ په کچه شميرل کيدای نه سی. د CIX اورګانيزيشن (Commercial Internet Exchange) تقريباً د نــړی ټول هغه د انټرنټ برابرونکي چی نن ورځ موجود دی سره نښلوی
اداره او ملکيت:
ډير خلک کــيدای سي په دې فکـــر کې وي چې د انټرنټ خاوند به څوک وي؟ او څوک به يې د چلولو دنده په غاړه لـــري؟ په حقيقت کی هيڅوک هم د ټول انټرنیټ خاوند نه دی او نه داسی څوک ســـته چې ټول مسـوليت يې په غاړه ولــري.
هـــو: داسی کسان او يا ادارې ســــته چې د انټرنیټ د يوې کوچنۍ برخـې خاوندان دي او مســؤليت په غاړه لـــري او نورو ته انټرنټ برابروي چې ورڅخه کار واخلي، او ځينې فايلونه او نور شيان په خاصو کمپيوټرونو کې ایږدی تر څو په نورو ځايونو کې يې خلک و کتلای او وکارولای سي.
د انټرنټ برابرونکی يا Internet provider اکثره وخت خپل infrastructure لري او يا يې د نورو څخه کرايه کوي ، نو له همدې کبله ده چې ووايي انټرنټ برابرونکي د انټرنټ د يوی برخی خاوندان دي او د همدې کوچنۍ برخې مسـؤليت په غاړه لري.
نړيوال جال (انټرنټ) څه دى ؟
دشلمې پېړۍ له پام وړاوډېروارزښتمنوپرمختګونوڅخه يوهم دسولګر(كمپيوټر) اوبياله دې راوروسته دنړيوال جال ياانټرنټ منځه ته راوړل ؤ،چې په ريښتيايې هم ټوله نړۍ په يوكلي اوښارګوټي بدله كړه اودنړۍ ګڼ شميروګړي يې سره په يوه جال كې راغونډ كړل .دغه رازكه
دسولګرعمرته پام وكړو كيداى سي ټول عمريې ترپنځوسوډيرنه وي اونړيوال جال خولادم ګړۍ تنكى دي ډيرعمريې نه دي وتلى دځوانۍ دوره يې كيداى سي له ۱۹۹۶ كال راپه دېخوا اټكل سوې وي ،په دې ستراوپراخ جا ل كې هرشى په مختلفوبڼوځاى سويدي ،اووګړي ورڅخه ديوې بنسټيزې آسانتياپه توګه ګټه اخلي ،ددې ستراوپراخ جال وياړدلومړي ځل لپاره امريكايانووګاټه ،چې ورسره جوخت يې كارول هم ډيرسول ،ويل كيږي چې په ۲۰۰۵ میلادی كال كې داحصايې له مخې ۱۴ سلنۍ (فيصده) وګړي نړيوال جال (انټرنټ) كاراوه.
زماپه اند دا شميرنه په هرهېواد كې توپيرلري دبېلګې په توګه دچك جمهوريت ټول وګړي په ۲۰۰۵ كې ۱۲ ميليونه شميرل سوي اودوېبپاڼوشميريې په ۲۰۰۳ كال كې ۲۷۶ زره وه،چې دهروزروكسانوپه سر۲۷ وېبپاڼې رسيدلې ،چك په اروپايي هيوادونوكې يوبېلګه ييزهېواد دي چې نه ډيرپرمخ تللى دي اونه شاته پاته دى .
دغه رازپه جرمني كې دهرو زرو كسانوپه سر۸۵ وېبپاڼې رسيږي اوفكركيږي ،چې داشميره به دم ګړۍ له ۱۰۰۰ هم اوښتې وې ،كه په افغانستان كې دې ته نظروكړوپه ۲۰۰۳ كې دانټرنټ دكاركوونكوشمير۱۰۰۰ ته اودوېبپاڼوشميريې د۷۰۰ په شاوخواكې اټكل سويده ،چې وركې دپښتووېبپاڼوشميريې بېخي كم يانې ۵۰ ته رسيږي . په نړيواله كچه نړيوال جال(انټرنټ) دګڼ شميرسولګرو(كمپيوټرو) نښلوولوته وايي،چې په ټوله نړۍ كې ديوې شبكې (جال) په بڼه سره نښلول سوي دي،په نوموړي نړيوال جال كې دسولګرواودهغوي دټولوجانبي وسايلو،ټيليفوني كرښواوسپوږمكيوټول اړيكتيايي كانالونه اوسمبالوونكي ميكانيزمونه ځاى سوي دي ،چې كولاى سي په ښه ډول اړيكې له يواوبل سره ټينګې كړي ،دغه رازكله چې له نړيوال جال سره په نښلوول سوي سولګرباندې كاركوو،كولاى سوله بل سولګرسره ،چې په نړيوال جال پورې تړلى وي اودې نړۍ په هره څنډه كې وي اړيكې ټنګې كړو،ليك ورته واستوو،مخامخ ورسره خبرې وكړو،....
دانټرنټ په مرسته دليكونوليږدول په نړۍ كې دليكونودليږلوډيرډاډمن كره ،خوندي ،اوچټك ډول دى،څرنګه چې هروګړى دهغه دمطالعې دترلاسه كولولپاره دقيق اوځانګړي كوډونه(شفرونه) لري ،كولاى سودنړيوال جال له لارې مقابل لوري سره خبرې وكړو،اوله دې سره جوخت دمقابل لوري انځور،اوهغه ځاى، چې پكې دى دخپل سولګردپردې پرمخ ووينو،يانې دانټرنټي اوويډيويي كنفرانسونوجوړول یی ښی بیلگی دی دوېب (www) له لارې ،چې دنړيوال جال يوه برخه ده ،اوګڼ شميرموسسې ،دولتي اوشخصي ارګانونه ،سازمانونه،نندارتونونه ،پوهنتونونه،علمي اوكلتوري مركزونه،كتابتونونه،ورځپاڼې،ډاكټران اودغه راز انفرادي وګړي په نړيوال جال كې خپلې اوځانګړې پاڼې لري .موږپه دغوپاڼوكې دورننوتواوپرانېستلوسره كولاى سودنوموړې پاڼې له خاوند،اوياشركت سره وګورو،دغه رازموږ په وېب كې هر راز لټونې ترسره كولاى سو،هرډول معلومات اوهر راز موضوع ګانوباندې ،چې وغواړولاس برى پيداكړوپه ښه اوكره ډول يې كولاى سو،دبېلګې په توګه وال سټريټ ژورنال ،بېنوا،ټول افغان ،داوری بلاګ ،خپلې ځانګړې وېب پاڼې لري ،دهغوي دځانګړوكوډونودټايپولووروسته نوموړې پاڼې زمونږدسولګرپرمخ پرانېستل كېږي همداډول موږ كولاى سوهغه وروستي خبرونه،چې د BBC ياآشناراډيوله لارې خپريږي پريومهال دكیبل له لارې واورو،دغه رازدرسي كتابونه ،كلاسيك اثار،علمي اوكلتوري اثارترنويوكارونو،چې ترسره كيږي ،موږكولاى سوهره پاڼه دنوموړواثارودخپل سولګردليداني .
(مونيټور)پرمخ په ښه ډول وګورومطالعه يې كړو،اويايې دخوندي كولولپاره دچاپګر(پرېنټر)په مرسته پرچاپي بڼه لاس ته راوړو،همداډول نن په سوداګرۍ كې له نوموړي نړيوال جال څخه ګټه اخيستل يواړين كاربرېښي ،سربيره پردې ديوه توكي دپيرودلووړاندې دنوموړوتوكو دتوليدوونكو بېلابېلوكمپنيواوپلورنكوزرګونووېب پاڼوته مراجعه وكړو،هغه وګورواودهغه دكيفيت ،څېرې ،ارزښت او...په اړه هراړخيزه څېړنه وكړو.اودهغودپېرودنې په هكله خپل هوډ څرګندكړو،داهم په انټرنټ كې كولاى سو،چې خپل صادراتي مالونه اوسامان الات په خپلووېب پاڼوكې ځاى پرځاى كړو،اودنړيوال جال له لارې دخپلوصادراتي مالونوټولوپيرودونكوسره دنړۍ په بېلابېلوښارونوكې اړيكې ټينګې كړو، همداډول نن په نړۍ كې داسې شركت ياكمپنۍ شتون نلري،چې دنړيوال جال له اسانتياووڅخه بې برخې وي .
دانټرنټ نړۍ:
انټرنټ ته يوازې نټ ياجال هم ويل سوې دي .انټرنټ د ګڼ شمېركمپيوټرونوشبكه ده چې په ميليونونو يوه خوله يا يوه ژبه كمپيوټرونه سره نښلوي . دغه يوه خوله يا دغه يوه ژبه ټرانسمېشن كنترول پروټوكول يا دانترنت پروټوكول په نامه ياديږي.
انترنت د كمپيوټرونو له يوې شبكې په ۱۹۶۹ ميلادي كال كې پيدا سو . هغه شبكه دمتحدوايالاتوپوځ جوړه كړې وه . نيت داوچې په بيلابيلو ځايونو كې دساينس پوهانو او څيړونكو تر منځ پوځي معلومات په اسانۍ او چټكۍ تبادله سي . ددې لپاره په پيل كې د څلورو كمپيوټرونو يوه ساده شبكه جوړه سوه . دغې شبكې ته د څيړنې دپروژوپرمختللې اداري شبكه وويل سوه.
په ۱۹۸۴ ميلادي كال كې دمتحدوايالاتو دساينس ملي ټولنه جوړه سوه . دغې ټولنې پنځه ستر كمپيوټري مركزونه سره ونښلول او په دغو كمپيوټرونو كې پراته معلومات یې دهرې هغې تعليمي ادارې په واك كې اېښودل چې اړتيایې ورته درلوده . دغه سيستم خورابريالى وخوت . په ۱۹۸۷ ميلادي كال كې دمتحدوايالاتو ډېرو ادارو له دغه سيستم څخه كار اخيست . په ۱۹۹۰ ميلادي كلونو كې هغه سيستم جوړاو عام سو چې اوس یې دانټرنيت په نامه پېژنو.
په اوسنۍ بڼه دشته انترنت په خپرولو كې څلوروكسانو ډېرې منډي كړي چې اوس یې هر يو خوراشتمن هم دى .
Steve Jobs دغه كسان دسټيو جابز Steve Wozniak سټيو وژينك Paul Allen پال الن اوبيل ګيټس دښاغلي وژينك او جابز ګډووشركتونو داپل كمپيوټرونه جوړ كړل. الن او ګيټس بيا دكمپيوټرونولومړني سافټ ويرپرګرامونه وليكل.دوى ددغو پرګرامونود كارولو لارښوونې عامې كړې اوخلك يې پرې وپوهول.
د۱۹۸۰ ميلادي كلونو تر نیمايي پورې اپل شركت په نړۍ كې د كمپيوتر بازارونه خپل كړي وو . د دوى ګټې ته په پام سره نورو هم دغه ډګر ته ورو دانګل
دمتحدوايالاتودكلفورنيا په ايالت كې بيلابيلوشركتونو دغه لورته مخه كړه اوبازار ته یې د كمپيوترونو نوي ډولونه وړاندې كړل . دكلفورنياپه ګاونډ كې د واشنګټن ايالت اوسيدونكو ګيټس او الن په خپله سيمه كې روزل سوي انجينران په كار و ګمارل او دكمپيوټر بازار په تودېدوسو.
له ۱۹۷۸ ميلادي كال څخه تر ۱۹۸۸ ميلادي كال پورې كه څه هم دكمپيوټر نوم عام سو اوپه نژدې ټولو بازار ونو كې كمپيوټرونه موندل كيدل خو تر ډېره خاصو خلكو ورته مخه كړې وه . داورپسې لسيزه وه چې نه يوازې كمپيوټر عام سو بلكې دانټرنټ كارول هم دود سول . د پرمختلليو يا پياوړيو كمپيوټرونو دومره توان نه درلود چې د انټرنټ له لارې خپريدونكي معلومات پرې په چټكۍ تر كارونكي ورسيږي په ۱۹۹۰ ميلادي كلونو كې دنړيوال جال يا دورلډوايډويب((world wide web)) جوړيدا دانټرنټ په خپراوي كې انقلاب راوست . ورلډويب چې د(w w w) په نامه مشهور دي ، اوس دهرې وېبپاڼې دپتې يا ادرس په سر كې وينو .
دنړيوال ويب يا جال تعريف ځينې كمپيوټر پوهان داسې كوي : (( نړيوال جال هغه ځاى دی چې متن او تصوير پكې خوندي كيږي او دانټرنټ په مټ دغه متن او تصوير څوك ليدلى يا لوستلى سي . )) د ۱۹۹۴ ميلادي كال شمېرې ښيي چې يوازې په يوې لسيزې كې د انټرنټ كارونكو شمېره له ۵۰۰۰ كسانو څخه ۳۰ ميليونو ته رسيدلې ده .
د۲۰۰۰ ميلادي كال شمېرې ښيي چې تر بلې هرې لويې وچې په شمالي امريكا كې انټرنټ ډير كاريږي . ددغو شمېرو په حساب په متحدوايالاتو او كاناډا كې هغه مهال ۱۰۲ ميليونه وګړو انټرنټ كاراوه . په اروپا كې ۴۳ ميليونه په ختيځه اسيا او استرالياكې ۲۷ ميليونه او لاتينې امريكا كې پنځه ميليونه خلكو انټرنټ كار اوه . دغه شمېرې اوس په بشپړه توګه بدلې سوي دي خو دقيقه اندازه معلومه نه ده .
د۲۰۰۰ ميلادي كال شمېرو دا وښووله چې يوازې شمالي كوريا له انټرنټ څخه بې برخې وه . خو اټكل داو چې دپيانګ يانګ سياسي مشر تابه لكه هغه وخت دافغانستان طالبان خپله انټرنټ كار اوه خو پر نور ولس یې بند كړى و .