داسلامي ټولني دبقالپاره دديني مدرسوضرورت
بسم الله الرحمن الرحيم
قال تعالی فلولانفرمن کل فرقة منهم طايفة ليتفقهوا فی الدين ولينذر واقومهم اذارجعواليهم يحذرون سورة التوبة اية نمبر۱۲۲
ژباړه نوولي نه ځي له هري ډلي له دې مؤمنانونه يوټولۍ(اونوردي پرکورپاته سي)کړي دغه (تلونکي)خلک په دين کښي اولپاره ددې چي خبرورسوي قوم خپل ته کله چي بېرته راسي دوۍ پرطرف دهغولپاره ددې چي هغوۍ وبيريږي (دالله څخه ) اوځانونه وساتۍ (دګناهونوڅخه)
تفسيرکابلی ج ـ۱صفـــ۱۱۵۱
وقال النبي صلي الله عليه وسلم من يردالله به خيرا يفقه فی الدين (اخرجه البخاري ومسلم)
ژباړه نبي کريم فرمايلي دي هغه څوک چي الله دهغه سره دنيکواوخيراراده وکړي نوپه دين کښي پوهنه اومهارت ورنصيب کړي
عزتمندو مسلمانانووروڼودقرآن کريم اوداحاديث مبارکؤؤدتعليماتوڅخه بغيرديوې اسلامي ټولني دبقاء اودهغې دقيام تصورنسي کېدلای هم پردغه اسلامي تعليماتوباندي ديوې اسلامي ټولني بنياداواساس بنا کېدلای سي قرآن کريم اوحاديث مبارکه داسلامي تعليماتومنبع اوچينه ده اودديني مدارسومقصد ددغه څخه ماسوا بل کوم شی کېدلای سي چي داسلامي تعليماتوماهرين اوپرقرآن اواحاديثومباکؤباندي
غوچه نګاه لرونکي علماء اوپراسلامي علوم باندي لاس بري سړي راپيداکړي چي په مخ کښي بيادغه ماهرين ددين اومسلمانانوکښي داسلام دبنيادي اوضروري تعليم دعام کولواحساسات راژوندي کړي اوداسلامي تهذيب اوتمدن دابدي اوهمېشني صداقت دراپورته کولواوپه ټولنه کي دهغه دخپرلوفريضه ادا کړي اوبلاتشبه دغه مدرسې دخپل لوړمقصدپه حاصلولواولاس ته راوړلوکښي تريوه غټ حده پوري کامياب اوفلاح موندونکي سوي هم دي
حقيقت دادی چي نن سبا په مشرق وسطي حصې دمځکي کښي چي داسلام کومي رڼاوي چي
ترسترګوکيږي دمساجدومدارسواوعلماووپه صورت کښي داپه حقيقت کښي ددغه مدارسوفيض اواثردی
دکوچنۍ مدرسې څخه نيولې ترغټي مدرسې پوري په ټولوکښي تاسي وينۍ چي قرآن اواحاديثوتعليم په فراخه پيمانه سره روان دی ليکن افسوس اوحسرت دادی چي نن په اسلامي ټولنه کښي دمدارسوخدمات اوټولني لپاره دهغودوجهوددضرورت اواهميت داحساس دختمولولپاره يوهمه ګيرمهم کوښښ شروع دی
اوتردې لازيات افسوس دادی چي په دغه مهم اوکوښښ کښي زموږمسلمانه ميډيا اوخبرپاڼي هم ځيني وختونه شامليږي
اودديني مدارسوانعکاس وټولني ته په منفي شکل سره رسوي اوپرحقيقت سترګي پټوي اودمغرب د بې حقيقته پرپاګنډ چي په اسلامي مدارسوپسې يې کوي دهغې بې اساسه پرپاګنډ اشاعت اوخپرول په اسلامي ټولنه کي کوي
ددغه بې حقيقته اومنفي انعکاس نتيجه دغه شروع سوې ده چي دټولني غيردينداره خلګ اوخصوصاپه جديد تعليم يافته طبقه کښي ددغه مدرسواوددين دمرکزوپربرابردغه رجحان اوخيال راپيدا کيږي چي دغه مدارس دټولني پراوږوباندي يوخيراتي بوج اوپيټی دی اوددوی نظام بې ترتيبه اوددوۍ ماحول ناسازګاره دی اودغه مدارس دفرقه واريت اوانتها پسندي دذهن اومفکرې دپيداکولومراکزدي اوحال داچي حقيقت ددغه مدارسو ددې برعکس دی