څوقبرونه

 

داچي دمځکي په هرګام کي دي دمړوقبرونه
پدې کي څودجنتيانودي ؟يوڅوقبرونه

داسي څوک ډېروه چي دسرووينوئې خونداخيستى
داسي څوک نه وه چي ويشتل ئې دهغوقبرونه

په ډليزومړووياړي زړه دکاڼي لري
ځکه عادت دخلکوندي پرسروقبرونه

خدايه وموږته پرسيده لاره منزل راښيه
ترحساب تېرسوه ددې خاوري پردښتوقبرونه

چي باندي راغلې اوپه ويردي تويولې اوښکي
(همدرده)داوه دوطن دهدېروقبرونه

 

شاعر : صديق الله (همدرد)