غزل

 

ږدمه دګل شونډوته دګل عنوان

زلفوته دي وركه دكاكل عنوان

 

تامي دزړګي رباب ته ترنګ وركى

ځكه مي اوس ته سوې دغزل عنوان

 

مابه ستاپه سترګوكي كيسې لوستې

داچي ستاتندي ته مي ويل عنوان

 

دامي دى منصورنظرپه دارځوړند

مه وركوه ياره دچارګل عنوان

 

نن سېلاب سېلاب ښكلي ورګډسوله

زړه ته چي مي وركى دكابل عنوان