څلور سوه روپۍ          لنډه کيسه

ليکوال :غلام نبی شاکر 

 

دنورو روځو  پر خلاف نن يو څه  وختي مسجد ته روان سوم ، لا مي په در شل پښه نه وه ور اړولې چی د مسجد په انګړ کي دمحل دخلګو ږوږ  خداى خبر له کومو چرتونو را وايستم ، چا ويل غو يى به حلال کړو چا بيا ويل چي زه دويني دلوړ فشار نا روغي لرم دو زى غو ښه توره وي ، يو ه ويل  همداسي خا مه به يې وويشو او هغه بل بيا ويل  چي پخه به يې وو يشو  ثواب يې ډير دى .

مير زا ګل  چي زما په څير مها جر ؤ  او ګا ونډی مي هم ؤ په خبرو کولو  او نظر ور کولو کي تر چا پاته نه ؤ ، ور نژ دی سوم تري ومي پو ښتل ياره څه خبره ده ؟

دمسجد خلګ غواړي خيرات وکړي ځکه دا دملا صاحب غو ښتنه ده .هغه وويل په څه موده کي با يد يو ځل هر مرو خيرات وکړی  ځکه يو خو يې ثواب ډير وي او بل رد بلا هم دی . خبري
ډيري وسو ې خو با لا خره پريکړه داسي وسوه  چي هر څو ک به دتوان سره سم پيسې ورکوي او بيا به څو نفره دبا زاره غو ښي او ورجي را وړي او سبا به يې په مسجد کي پخوو .د ما زديګر د لمانځه تر ادا کولو وروسته ټو لو پر غوړولي څادر پيسي واچولې  خو چي وشميرل سوې ايله ديو ديګ دغوښو پيسي برا بري سوي وې.

يو ځل بيا خبرو او نظرونو چوپتيا ماته کړه ، دا ځل داسي پريکړه وسوه چی څو نفره به د محل په کوڅو سميږ ي او دکورونو څخه به پيسې را غو نډوي ولي چي ددې محل خلګ  تقريبا يوا ز ي په سلو کي ديرش مسجد ته را تلل ځينو يې دجمعي او ځينويې بيخي داخترونو له لمونځونو پرته   نور پدي کليمه چي بس( الله ما لک هي )ځان له هره تکليفه خلاص کړي ؤ .

 په همدې  څو نفري ګروپ کي يو زه هم وټا کل سوم دمسجد والو دلار ښووني سره سم دمحل پر کوڅو ور سيده سو  دهر کور دروازه به مو ور ټکول او په مسجد کي  د خيرات لپاره مو پيسې ځني غو ښتې چابه راته لسګو ن راکړ  چا  پنځه ګون اوچا به بيخي رانه کړې

دمحل  آخرنۍ کوڅه کي ديو ې دروازې دټکولو وروسته ېو تور او خېټورسړ ی چي

کميس يي  کښلی وو  راوو تی کله چي يې موږ او زما  په لا س کي  پيسو ته  وکتل بېله د ې چی زموږ خبره پوره وا ور ي دلاس په اشاره يې پوه کړو چي بيرته را وز ي او په پيړه په کور ننوت يوه شيبه وروسته را ووتي پرته لدې چي څه ووايې پوره څلور سوه کا لداري يې راکړې او په کور ننوت موږ هم دزړه دتله دوعا ورته وکړه پر لاري مو دتور خيټي په اړه دتعجب او خو ښي خبري کو لي ولا افرين که مسجد ته نه را ځي د خيرات په ورکولو کي خو يې دمحل دټولو خلګو څخه نمبر يوړ

بله روځ په مسجد کي تر ديګونو اورونه لاندي دي ، دغو ښو بوی دهر چا بر سږمو خوږ  لګيږی ډيرو خلګو خو سهار لا څه نه دي خوړلي ، ماشو ما ن يې لا دوړاندي دلو ښو سره را ليږلي دي او دمسجد دانګړ څخه يی دلوبو ميدان جوړ کړي ؤ پدي ګڼه ګونه کي مي دمسجد ددروازي وخواته جنجال تر غوږ سو  په بيړه ور نژ دې سوم که ګورم هغه تور خيټى سړي ولاړ دى چي څلور سوه روپي يې را کړي وي ،په بيړه مي تري وپو ښتل ،کيا بات هي ؟

(مين اپني پيسې واپس ليني ايا هون) يعني زه ددې دپاره راغلي يم چي خپلي پيسې بيرته واخلم .ومي پو ښتل ولی .؟ خداى دي خير کړي ددو مياشتو مي دتلويزون دکيبل پيسې نه وي ورکړي او هغوي څو ځلي ور پسي راغلي وه خو په وروستي ځل يی اخط‌ار راکړ چي که دا ځل را غلو او پوره څلور سوه روپۍ دي رانکړي کيپل در پري کوؤ زه نه وم خبر چي تا سو مسجد والا ياست اوس دخداي دپاره زما روپۍ بيرته را کړ ی . دولاړو خلګو څخه يو پر غوږ  را پريوت او پټ يي را ته وويل خداي مو خوار نه کړه دا سړى خو عيسايي دی زه يې پيژنم

 

دهلمند سيند

ليكوال : شا محمود (حسرت)

ای دهلمند سينده :: ته هنداره يي مخ را واړوه دتيري زماني هر څه راته وښيه ته دعلم فيته يي ټوال تصويرونه در سره دي

دهر چا ږغ دي ثبت کړيدي . پو هيږم ژوندي تاريخ يي خوږي او تر خې کيسې راته وکړه دعا شقانو په حال مي خیر کړه . د فتح خان بړيڅي او را بيا نکلونه راته وکړه . ووايه ستا دغاړي او سيدونکي چا په خپل کور . کلي او کرونده کي قتل عام کړه ستا او سيدونکي څو واره دپردو تر يرغل لاندي را غلي دي دوي څه  تاوان او ګناه درلوده چي په وارو وارو بهرنيو يرغلګرو ستا ټټر په خپلو زهر لړلو غشو غلبيل غلبيل کړيدي  .

هو : پو هيږم دا ستا شتمني وه چي د ډيرو ليری أيري ملکونو د واکمنانو پا ملرنه يي ځانته را اړولي  ده .

ای دهلمند سينده : کو مه ځمکه چي نن ستا په نوم يا ديږي په لمړي سر کي دچا مېنه وه چا ژوند پر کاوه هغه خلګ څه سوه  د هغوي اولاده اوس دلته سته او که يي کډه در څخه کړيده بته يي را کړه پسي ځم ګوندي وي د اريا سپي دسوار کارو ار يا ييانو سره مل سم .

ای دهلمند سينده :ولي خوا بدي يي دچا
څخه مرور يي زه ستا څخه دهيچا ثنا او صفت نه غواړم او نه هم دچا غندنه زما په کار ده يوازي حقيقت ووايه نور که نه وي د زردشت دپيروانو ( ګستاسپ .زر براود بست دقلعه دباني بسټواري )حال خو راته ووايه چي هغوی ستا پر غاړه دعمران او ابادۍ څه کارونه وکړه او دخپل مذهب اتشکدي يي چيری جوړي کړې عبدالرحمن بن سمر ه دزور معبد چيري ونړاوه . مه يي پټوه ما دزور دمعبد ځای پيژندلي دي ما جبل الزور او سونا ګيرذ ثر دوخته  ليدلي دي زه دا غه پيژنم په بست کي بودا يي ستو په هم راته معلومه ده بس ده . نور مي مه ويوه که نه نو ټول پټ اسرار به ووايم خو شحا ل خان  وايي . دزړه حال مي در معلوم دي ويوي مي.

ای دهلمند سنده : دار غنداب سيند دي مر ستيال د ي . څنګه چلاو مو سره کيږي  ځکه هغه ډير تند خو ته ارام يي  هغه داس په ډول ګړندي مزل کوي خو ته دهاتي غوندي کرا رکرار  دروند روان يي ایا ار غنداب احسان کوي پا ني پت داتلانو حا ل درته را وړي که څنګه .

ای دهلمند سينده :ستا پر غاړه ډير ځنګلونه وه او س دي غاړي په سپيرو ډاګو او ښتي دي شا ه او خواته وګوره اوس هغه پخواني هلمند نه يي چي دشنو ځنګلونو په منځ کي به روان وي وسيستان ته به تلي بي برکته سوي يي سخاوت در څخه تللي دي حيوانانو او ښکلو مرغانو کډه در څخه کړيده .

ای دهلمند سينده :ګوډ تيمور دي شا رګ در پری کړ شاه رخ څه در سره وکړه جنرال ګولدسمت دي پښي در غوڅي کړي . را وبهيږه طوفاني سه خپل غچ وا خله .

ای دهلمند سينده : ولی لا بيده  يي لمر سرته را غلي راويښ سه دتمدون کاروان در څخه ولاړی ميلما نه هم   در ته را غلي  دي پوهان او ډاکترا ن د ي  خپل د بدن ټپو نه ورښکا ره  کړه د کابل  اوپښتون نخواد حال احوال  پو ښتنه ځيني و کړه

ای دهلمند سينده  نا وخته سو نن ځم سبا را ځم  زما سلامونه سيستا نيا نو ته يوسه

دخداي په امان