په تيرو پسي ارمان

ليکوال : لالا خان خروټي

يو وخت يو سيمي ته دڅو شپو مسافر سوم دا سيمه دجګو جګو غرو په منځ کي را حصاره وه وسيمي ته په رسيدو ډيره خو شحاله سوم تازه هوا ئې را باندي ډيره ښه ولګيده ددنګو دنګو غرونو په منځ کي ډيره پرا خه سيمه وه څو کلي پکښي ودان وه يو و ړوکی غوندي بازار ئې هم در لودي دلته زما دورتلو هدف هم همدا ؤ چي زه دخپل ديو ګران ملګري کورته ور سم کلي ته په رسيدو  سره مي دوه ځوانان وليدل ما پر مسنونه طريقه ورته سلام وا چوي دوي دواړو په يوه خوله په ډير ادب زما دسلام جواب په وعليکم السلام سره را کړۍما ور څخه دخپل ملګري دکور پو ښتنه وکړه خو دوي ډير په ښه انسا نيت سره دهغه کور را وښودي دکلي ټول کورونه دخټو جوړ وه خو خلګ ئې دومره ميلمه پا له وه چي هر چا به تر سلام وروسته به ئې دچاؤ يا ډوډي ست راته کوي خو ما به په کور ودانی ورته جواب وايه  هغه ؤ چي دملګري دکور در وازي ته ورسيدم دروازه مي ور وټکول دا مهال نارينه څوک په کور کي نه وه ديوي مير مني په اواز سره راته وويل سوه چي څوک ئې ماورته وويل چي يحيي غوا ړم هغي راته وو يل چي هغه بازار ته تللي دی ما هم په کلي کي نور څوک نه پيژندل  له هغه ځايه دبازار پر خوا وروان سوم خو يحيي مي ونه موندی څو قدمه مي نور هم پر مخ وړاندی وا خسته  نژدي دبازار شاته اديره وه زه داديري پر لور وروان سوم په اديره کي تاو را تاو سوم خو بيامي هم پيدا نکړی که ګورم يو ځوان يوه قبر ته ناست دی او سر ئې پر زنګنو ايښي دی زما په رسيدو غم ځپلي ځوان سر را پورته کړي ددي ځوان له سترګو اوښکي رواني وي  چي ان تر دی پوري چي ګريوان ئې ټول په اوښکو لوند ؤزما خپل ملګری هير سو خو ددي ځوان سره په خبرو اخته سوم ما وغوښتل چي دي غم ځپلي ځوان ته څو دډاډ خبري وکړم ما ويل وروره مرګ حق لار ده هيڅ انسان هم نه پا ته کيږي ټول ساه اخستونکي مري ځوان دخرو ښه ډکه ساه وکښه دا يو قبر نه دی چي دا زه ورته ناست يم او ورته ژاړم دا څو نوي قبرونه چي وينې دا ټول زموږ ديوي کورنۍ غړي دی ددي سړي ددي خبرو په اوريدو دومره پريشانه سوم ما وغو ښتل او نور څه مي ځني وپو ښتل  هغه خپله کيسه دارنګه راته سروع کړه  په کلي کي مو دنورو خلګو سره دپټي پر سر لانجه را غله با لا خره لانجه مو په جګړه بدله سوه په جګړه کي زموږ لخوا يو تن ووژل سو دکلي خلکو زموږ دروغي جوړي دپاره ډير کوښښ وکړي خو موږ روغه ونکړه موږ دخپل مړي په انتقام کي دمخالف لوري دوه نفره ووژل  بيا هم دکلي او سيمي خلګو و غو ښتل چي زموږ لانجي ته دپای ټکی کښيږدي خو دبده مرغه دا ځل هغوی ونه منل دا ځل دوي  دتو پکوسره را غله زمږ ئې دوه نفره ووژل خو له بده مرغه دوه ځله مو نور دشيطان به قول وکړه او نور مو هم سره ووژل په  اخير ځل مو دسپين ږرو  مشرانو او روحانيونو وسولي ته غاړه کښيښودل زه اوس پر دي ژاړم چي کشکي زموږ مشرانو په اول ځل سوله منلي وای ولي به موږ او ددوی دومره خلګ وژل کيدلای اوس به نه زموږ په کور کي اونه هم ددوی په کور کي يتيمانو او کنډيانو ژړلای

کشکي مو روغه کړی وای کشکي مو روغه کړي وای