غزل
په كوركي ځالي اوپه وره كي ځالي
راته ئې جوړي كړې كاله كي ځالي
خدايه دښكلوڅه خونسته ګيله
غنمرنګ ه جوړوي زړه كي ځالي
مرغانووكړې زموږدكلي كډي
غواړي چي داځل وكړي غره كي ځالي
جانان كه پټ كړي درخسارښاخونه
زموږنظربه وكړي څه كي ځالي
پكښې موندلي ئې غمي چي كوي
لكه ماهى دسيند په تله كي ځالي
(بُستي) جانان چي راته مخامخ سي
زموږلېمې ئې كړي باڼه كي ځالي
زمرى بُستي هلمندبُست
07.01.2012
- لښکرګاه
په تيرو پسي ارمان
ليکوال : لالا خان خروټي
يو وخت يو سيمي ته دڅو شپو مسافر سوم دا سيمه دجګو جګو غرو په منځ کي را حصاره وه وسيمي ته په رسيدو ډيره خو شحاله سوم تازه هوا ئې را باندي ډيره ښه ولګيده ددنګو دنګو غرونو په منځ کي ډيره پرا خه سيمه وه څو کلي پکښي ودان وه يو و ړوکی غوندي بازار ئې هم در لودي دلته زما دورتلو هدف هم همدا ؤ چي زه دخپل ديو ګران ملګري کورته ور سم کلي ته په رسيدو سره مي دوه ځوانان وليدل ما پر مسنونه طريقه ورته سلام...
08.01.2012
- لښکرګاه
دژوندچاپېريال ته ورپېښ خطرونه
انسان له خپل پيدايښته راهيسې له خپل چاپيريال سره په مبارزه لګيا دى او هڅه کوي چې د ژوند لپاره مناسب چاپيريال رامنځ ته کړي.ته کړي.که له يوې خواطبيعي پدېدې د انسان جسمي او معنوي اړخونه اغيزمنوي،د ژوندکولو لپاره ورته اسانتياوې برابروي اويايې د ناوړه شرايطو او حالاتو له مخې د طبيعي افتونو او پېښو په وسيله ژوند له خطرونو سره مخ کوي نو له بلې خوا انسان هم لګيادى خپل چاپيريال بدلوي، د طبيعي پيښو د مخنېوي ه...