لیکوال: فرهاد داورې، هلمند، لښکرګاه
دافغانستان په سیاسي بهیر کي دځوانانو ونډه!
ځوانان دافغانستان یوه ډیره پیاوړي قوه ده، هغه قوه ده چي دکارکولو پوره قابلیت لري. دیوي احصايي له مخي دافغانستان دنفوس ۶۰٪ ځوانان تشکیلوي. نو له دي څخه معلومیږي چي ددي هیواد اکثریت قوه ځوانه ده.
ځوان ته په ټولنه کي هغه وخت زیاته اړتیا پیداکیږي چي وړتیا ولري. که څه هم دګران افغانستان اکثریت قوه ځوانه ده خو پدي قوه کي یوازي جسمي قوه موجوده ده مګر دپوهي پیاوړي قوه له اکثرو ځوانانو سره شتون نلري، زموږ ځوانانو ته دومره کار ندی سوی چي په پوهي سمبال سي او دعلم دلاري پر دي قوي باندي حساب وسي. موږ پیاوړي ځوانان لرو هغه ځوانان چي تر خپل استعداد لوړ کارونه کوي، دپوهي په نه شتون کي دیو نیمګړي سواد لرونکي شخص غوندي کار کوي، هغه څوک چي ددولسم ټولګی نه فارغه وي هغه دیو لسانس کار کوي او هغه څوک چي لسانس وي دماسټر او دوکتور غوندي کارونه کوي، چي داخپله زموږ دځوانانو پر ښه استعداد باندي دلالت کوي.
زموږ ځوانان تل دافغانستان په دردونو باندي غمګین دي، هغه ځوانان چي په ښونځیو کي زده کړې کوي دافغانستان دهر ګوټ په غم باندي غمګین دي، هغه ځوانان چي په کلیو او بانډو کي اوسیږي هم دخپلي پوهي ترکچي ددي وطن او اولس غم ورسره دی. که تاسو دافغانستان دځوانانو په هري ټولی کي کښینی نو دافغانستان په ګرمو سیاسي مسایلو باندي به ددوی دمناقشي او مناظري ننداره وکړی. داکه دوی پدي سیاسي مسایلو باندي څومره پوهیږي او ددوی سیاسي پوهه څومره وي خو دوی خپل نظرونه څرګندوي او هر یو ترزیاته حده دیو ثبوت سره یوځای دخپل نظر څخه دفاع کوي. داپه دي معنا دی چي ځوانان دخپل وطن دسیاسي مسایلو سره زیاته مینه لري او غواړي چي دخپل استعداد په اندازه ګډون پکښي وکړي.
زموږ په ګران هیواد کي تل ځوانانو مهم نقش لوبولی دی. که دافغانستان سیاسي خوځښتونو او غورځنګونو ته مراجعه وسي نو په اول مشروطیت اودوهم مشروطیت غورځنګونو کي همدا ځوانان او عالمان وه چي دمطلق استبداد پر وړاندي يي لستوڼي رابډ وهلي، همدا ځوانان وه چي دهیواد دناخوالو دمخنیوي لپاره يي سیني پر توپ کښیښولي او ددي هیواد دښیګڼو او پرمختګ لپاره يي سرونه قربان کړل. که دافغانستان ګوندي سیستم ته وګورو نو دوی هم دپوهنتونونو محصلین او دښونځیو زده کونکي وه چي ګڼ ګوندونه يي رامنځ ته کړل او دمطلق استبداد څخه يي افغانستان داسلامي ډیموکراسی په لور وخوځاوه. که دافغانستان دجهاد دوري ته سر ورښکاره کړو هم ځوانانو همدا جهادي بری دافغانستان په برخه کړ.
کله چي په امریکا کي د2001 کال دسپټمبر د11 نیټي پیښه وسوه او نړیوالو افغانستان ته رامخه کړه، پدي وخت کي افغان ځوانانو دیته ته چمتوالی نه درلود چي دنړیوالي ټولني سره په لاس او ګریوان سیاسي بهیر کي ورګډ سي او دخپلو غوښتنو او پوهي مطابق ددي وطن په سیاسي بهیر کي ونډه واخلي. نو همدا لامل دی چي نن دافغانستان په سیاسي ټولنه کي پر لوړو چوکیو هغه سیاستمداران او ځوانان ځای کړل سوي دي چي دبهر نه راغلي او په غربي پوهه باندي سمبال دي. بلکي دافغانستان هغو کړیدلو اوځوریدلو ځوانانو ته چي همداجنګونه او خواری باندي تیري سوي دي نه یوازي ځای ورکړل سو بلکي ددوی دروزلو لپاره هم هیڅ پاملرنه ونه سول.
که دافغانستان په سیاسي ټولنه(دولت) کي وګورو اکثره هغه اشخاص پر سر دقدرت دي چي دبهر څخه راوارد سوي دي. دا اشخاص دبهرنیو هیوادونو پيژند پاڼي هم دځان سره لري او دوی یوازي همدا څو ورځي دخپلو شخصي ګټو لپاره په دي خدای خوار کړي هیواد کي تیروي. نور نو خواري او غمونه داستوګنو افغانانو پر سرونو باندي تیریږي او زموږ حقیقي افغاني ځوانانو دي ټولو ربړونو اوسونزو ته ځیګرونه ورکړي دي او بیا هم ورسره مقابله کوي. نن چي په افغانستان کي هر څوک مړه کیږي هغه افغانان دي او اکثره يي ځوانان دي که ددولت دخوا څخه څوک دوطن څخه ددفاع په خاطر جنګیږي او که ددولت دمخالفینو له خوا څخه دجهاد په بهانه باندي جنګیږي دواړه افغانان دي او اکثره يي ځوانان دي، او زموږ دپاکو ځوانانو دسپیڅلو احساساتو څخه تل هر څوک بده استفاده کوي.
دا ولي نن موږ هر څوک استعمال کړي او زموږ دپاکو احساساتو څخه ناوړه استفاده وکړي؟ آیا دازموږ ساده ګي ده او که دپردیو چالاکي؟ آیا موږ دومره نه پوهیږو چي دا څلویښت کاله بیځایه وجنګیدو او اوس هم جنګیږو؟ آیا موږ دومره جاهلان یو چي دورور په وژلو باندي فخر کوو؟ دا هرڅه ولي!!!!!!؟؟؟؟؟
سیاست زموږ لپاره څومره اړین دی؟
سیاست خپله یو ټولنیز علم دی او دحکومت کولو پوهي ته سیاست ویل کیږي. نو دټولنیز نظم او ثبات لپاره سیاست ډیر مهم دی. هره ټولنه په سیاسي چوکاټ کي خپل دپرمختګ طرحه جوړوي، او په سیاسي بهیر کي دټولني دوګړو زیاته ونډه خپله دهیواد دسیاسي نظام سره دخلکو علاقه ښيي او کله چي په یوسیاسي نظام کي وګړي زیاته ونډه واخلي دا په دي معنا دی چي نوموړی نظام یو مشروع او دخلکو لخوا منل سوی نظام دی. نن ورځ په نړۍ کي هر نظام داولس په خوښه دډیموکراسیو پر اصولو باندي رامنځ ته کیږي. نوپدي ډول دولتونو کي دخلکو دنظرونو انعکاس په زیاته اندازه محسوسیږي. که چیري پدي ډول سیاسي نظامونو کي فساد موجود وي نو دهمغي ټولني خلک راپاڅیږي او پر وړاندي يي غبرګونونه ښيي، ترڅو دولت خپلي نیمګړتیاوي اصلاح او دولس سره په خوښه په خپلو کړونو کي بدلون رامنځ ته کړي. دداسي سیاسي نظامونو دډلي څخه یو هم دافغانستان سیاسي نظام دی، په افغاني ټولنه کي پر موږ باندي ډیموکراسي په داسي وخت کي پلي کیږی چي په دي هیواد کي دډیموکراسی لپاره په هغه اندازه ذهني او عیني شرایط نه وه موجود لکه څرنګه چي مهم وه. موږ نن ډیموکراسي په حقیقي ډول نه پیژنو. خو په هر حال نن زموږ په سیاسي نظام کي دا راګډ سوی سیاسي مکتب باید وپیژنو اوداسلام او افغانیت په چوکاټ کي هغه باید تعریف کړو. که موږ لاس تر زني ددي لاسپوڅو او دبهر څخه را وارد سویو مشرانو پریکړو او حکومت کولو ته کښینو دابه موږ پخپله خپل حق بل چاته ورکوو. که موږ پر خولو باندي لاسونه ونیسو او ددولت مشران چي څه کوي هغو ته مشروع ووایو، نو دابه مو خپله خپل ځانونه دپردیو غلامان ګرځولي وي. افغانستان نن یوه لویه ټولنه ده او تقریباً دیرش ملیونه نفوس لري، نن دادیرش ملیونه نفوس دیو څو زرو دولتي مامورینو تر استبداد لاندي ژوند تیروي، زموږ نا اهله مشران او استبدادي سیاستمداران خو نن زموږ پر سرونو باندي لوبي کوي او موږ يي په سیاسي بڼه خرڅ کړي یو. خو موږ دا هرڅه په سترګو وینو او دخپل حق دغوښتلو خبره پر خولو باندي نسو راوړلای بیا نو موږ څنګه ځانونو ته دمیرویس نیکه او احمدشاه بابا لمسیان وایو. میرویس نیکه خو دګرګین دظلم څخه ځان خلاص کړ او دهغو دفساد اوشر مخنیوی یي وکړ. احمداشاه بابا هم دهمدي ناخوالو پر وړاندي ستره مبارزه وکړه او په نتیجه کي يي لویه امپراتوري جوړه کړه. خو موږ دخپلو نا اهلو مشرانو دظلم پر وړاندي سوله ییزي مبارزي نسو کولای. موږ دومره نسو کولای چي نن خپل دحق غوښتلو کلمه پر خوله باندي راوړو، ایا دابه ستونزمنه وي چي په سوله ییز ډول سره کنفرانسونه او مظاهري وکړو او دخپل حق دغوښتلو په موخه راڅرګند سو؟ ایا دابه ستونزمنه خبره وي چي دځوانانو او وطنپالو اشخاصو ترمنځ ددي ناخوالو ترمنځ دمبارزي خبره را یاده کړو؟ داهر څه ډیر اسانه دي خوکه چیري ملي احساس راژوندی کړو او ملي مبارزي پیل کړو. موږ دسیاست څخه چاره نلرو که هر څومره ليري ځيني ولاړ سو، خو بیا هم دسیاسي بهیر سره به لاس او ګریوان یو، که موږ په سیاست کي ونډه وانه خلو دابه مو خاینو او په فساد ککړو سیاستمدارانو ته دفساد لپاره زمینه برابره کړي وي، ځکه دولت ته موږ مالیه ورکوو او په مقابل کي دولت باید زموږ حقوق خوندي، امینت، عدالت او په ټولنه کي نظم راولي دادولت وظیفي دي. که چیري دولت په دي کي پاته راځي نو موږ بایدهوښیار او ځیرک وه اوسو او ددي ټولو پوښتني له دولت څخه وکړو.
دپخوا په پرتله نن ځوانان ولي په سیاست کي کمه ونډه اخلي؟
دافغانستان په سیاست کي ځوانانو زیات بدلونونه راوستي دي، ګوندونه يي جوړ کړي دي، ملي مبارزي يي کړي دي، ځانونه يي قرباني کړي دي او ددي وطن لپاره يی یو څه لاسته راوړي دي. خو نن په هغه اندازه چي لازمه ده ځوانان په سیاست کي کمه ونډه اخلي اوپه سیاسي ډګر کي کم راښکاره کیږي، زما په آند ددي لاملونه به داوي:
- په افغانستان کي دسیاسي ګوندونو ناکامي پایلي.
- په افغانستان کي دسیاستمدارانو ناکاره حکومتونه او داستبداده ډکه واکمني.
- دافغانانو په منځ کي دسیاست ناوړه معرفت.
- حکومت او سیاست ته په ناپاکه سترګه کتل(ځکه رشوتونه او فساد پکښي زیات دی) او له دي ناپاکۍ څخه ځان ساتل.
- په افغانستان کي دیو ټاکلي سیاست نه شتون، او سیاسي مبارزه دټوپک په خوله کول.
داټول هغه لاملونه دي چي نن يي دځوانانو په منځ کي سیاست ته دورګډیدو لاري خنډ کړيدي. ځوانان سپیڅلي احساسات لري او دسپیڅلو هیلو لپاره مبارزي کوي. نو ځکه په سپیڅلي چوکاټ کي غواړي چي خپلو موخو ته ځانونه ورسوي.