بربنډه بې انډولي
تجربوښودلې ده چي د يودولت په اداري نظام کي د اولس ترمنځ سيميزاو ژبنى توپير،بې عدالتي اوناانډولي ساتل ديو نظام بنسټ خرابوي ،په خواشينى سره چي دهيوادپلازمېنه هم ددې ويروس اومرض ښکار ده چي داکاردافغانستان داساسي قانون ددوهم فصل دوه ويشتمي مادې پرخلاف دى اوشنونکي يې د اوسني کړکېچن حالت يوه بېلگه هم همداښيي.
راځوخپلي اصلي سوژې(موضوع) ته چي په هلمند کي د زده کړو اولوړو زده کړوبهير ته ځانگړې سوې ده ؛ په اوسنۍ دوره کي چي شاوخوا لس کاله يې پوره کيږي په هلمند کي دزده کړي بهير نه داچي چټک او منظم نه سو بلکه نور هم شاتگ کوي چي يو علت يې دجگړې اونور يې دادارې کمزوري اوبې پامي ګڼل کيږي ،څو ورځي مخکي په يوه نړيوال راپورکي راغلي وه چي د نړۍ په کچه هلمند او زابل دزده کوونکو لپاره د خطره ډکي سيمي دي ايا په دې خبره بايد نور هلمند وال اوزابلوال دزده کړي له حقه وايستل سي؟! او که يې حل لاره ولټول سي ؟
بل دا ،هغه ښوونځۍ چي فعالي دي هم دمسلکي ښوونکو د نشتوالي،دکتابونو کمبود ، دښوونځيو دودانيو کمبود ،په ښوونځيو کي ديوښه درسي پلان نشتوالى،دځينوښوونکو پام تر ښوونځى خپل شخصي کورسونو ته او روسره دمعارف په دننه کي کمزورى اداري سيستم ، چي دا ټولي ستونزي ددې لامل سوي چي دهيواد ديوې مهمي برخي د نوي نسل دښه روزلو جريان ټکنى کړي.
دوهم دا چي په هلمند کي دخلکو تر زياتوغوښتونو اميدونو او تلاښونو وروسته يودولتي پوهنتون د(بست پوهنتون) په نامه جوړ سوخوخودودانۍ خښته يې لاکلونه وروسته هم نه ده ايښودل سوې او ورسره هغه اړيني پوهنځۍ چي بايد پکښي جوړي سوي واى لکه دطب،حقوق ،انجينرۍ اوداسي نوري اړونده پوهنځۍ لاتر اوسه هم څرک نه لګيږي حال داچي په دې برخه کي بربنډه بې عدالتي اولوى توپير ترسترگو کيږي، لکه دهيواد په ځينو شمالي ولايتونو کي چي دهلمند ديوې ولسوالۍ په څېرنفوس نه لري خوبيا هم پوهنتون او داړتيا پوره پوهنځۍ لري ځکه چي په پلازمېنه کي يې خلک پرلوړو څوکيوناست دي ،چي دې کار ته بخيلي نه بلکه بې انصافي اوبې عدالتي ويلاى سو.
بل داچي دکانکور په ازموينه کي هم ددې سيمي سره دمور اوميرې چلند کيږي چي ښه بيلګه يې داڅوکلونه سړى يادولاى سي چي طب او انجينرۍ پوهنځيو ته يې برياليتوب پرهيڅ حسابيدلاى سي چي داهم داستعداد کمزورى رنګ نه بلکه دسيميز اوژبني تعصب بوى بللاى سوچي دا کارپه مرکزي ادارو کي ديوهيواد لپاره مرګونى ګواښ دى.
حل لاره: د هلمند د ښوونيز بهيردښه کيدو لپاره بايد لاندي ټکي په پام کي ونيول سي:
- دزده کوونکو او ښوونځيو پوره امنيت .
- په هغه ولسواليو کي چي جګړه روانه ده زده کوونکي يې امنوسيموښوونځيو ته وړل.
- دمسلکي ښوونکو تشه پوره کول.
- دکتابونو پوره کول.
- دنويو ښوونځيو جوړېدل او دنړېدلو ښوونځيوبيا رغول .
- دښوونکوپام ښوونځيو ته را اړول اوديو ښه درسي پلان پلي کول.
- دمعارف په رياست کي اصلاحات راوستل ،وړکسان په کار ګمارل اوله هغوى څخه وخت په وخت دکارګزارش پوښتل.
- دهلمند په( بست پوهنتون) کي د اړيني پوهنځى جوړول لکه دطب ،حقوق او انجينرۍ .
- دکارنکور په ازموينه کي رښتينى شفافيت .
- بهر ته دزده کړو لپاره په بورسونو کي انډول ساتل.
- په هلمند کي د محصيلنو، فرهنکپالو اوعام خلکو دګټي اخيستني لپاره ديوه لوى اوبډاى کتابتون جوړېدل.
په پوهنيزه اوښوونيزه مينه
اداره