شا عر  . عطا محمد  سيلاب

 

دا چي ستا دمغرور خيال پښوته پرته ده

دا زما دستړي ژوند يو قا فله ده

 

زما دزړه فرشتې ټولي پر طواف  كړي

دښائست قصر دي مالره قبله ده

 

امتحان مي ياره ستا دديدن وركړي

را  و  تلي  صفر  صفر   نتيجه  ده

 

سما دحسن كليسا كي كريس مرس جوړ دى

زما دزړه په مسجدو كي  فا  تحه ده

 

هسي نه چي دهنر اوږ ي كړي ما تي

دا غزله دي سيلابه پر درنه ده