په ځوانانو کې به د وطن پرستۍ روحیه څنګه روزو؟

زموږ ګران وطن افغانستان چې دتیرو پنځه دیروشو کلونو را پدېخوا نا کرار دی او دهغه هیلو پایلي چې دنړیوالي ټولني په ځانګړې توګه دامریکا له راتګ سره پیدا سوي وې هم مثبتي ونه ختې، دا چې موږ په تیرو لسو کلونو کې تر لس زره زیات قربانیان ورکړي خو لا مو کومه ثمره نده لېدلې، ددې تر څنګ چې وطن مو خورا زیاتي ستونزي لري یوه دتر ټولو لویه ستونزه دوطن پرستۍ د روحیې ضعف دی، زموږ ډیری ځوانان لا تر اوسه دوطن او خاوري له حقوقو او دخپل قانون څخه پوره نا خبره دي، ددې ستونزي اصلي لامل دا تیره پنځه دېرش کلنه جګړه او د ځوانانو بې سواده پاته کېدل دي.

ډیری وګړي پدې اند دي چې له وطن سره مینه طبعي ده خو زموږ ځوانانو دا ثابته کړې چې هغه کسبي ده، ولي د تیرو جګړو په لړ کې موږ هیڅ دې ته نه یو پاته سوي چې د وطن سره مینه او په ځان کې د وطن پرستۍ روحیه پیاوړې کړو.

پدې خو پوه سوو چې څرنګه مو دوطن پرستۍ روحیه له ځانه لري کړې او ددې پر اصلي لاملونو هم و ږغېدو راسئ پدې سر خلاص کړو چې ددې تشي د ډکولو لپاره باید کوم څه په کار واچول سي، زما په اند د وطن پرستۍ د روحیې د لا پیا وړتیا لپاره ښوونکي ، ملایان صاحبان، رسنۍ، قومي مشران، دمدني ، فرهنګي او ادبي ټولنو غړي تر بل هر چا زیات رول لوبولی سي.

که موږ د ښوونځۍ او حتی د پوهنتونونو د نورو ځانګړو مضامینو تر څنګ یو مضمون د هیواد پالني او وطن پرستۍ تر نامه لاندي پخپل تعلیمي نصاب کې لرلی نو ددې ستونزي کچه به اوس دتیرو لسو کلونو په تیرېدو خورا ټيټه سوې وای، هغه ښوونکي بغیر لدې چې کوم ځانکړی کتاب د وطن پالني لپاره نلري  بیا یې هم زده کوونکو ته په همدې برخه کې ډیره زده کړه ورکړې منندوی یم او هر افغان باید همدا کار دخپل ځان دنده وبولي تر څو مو ځوانان له خپل پلرني او مورني ټاټوبي (وطن) سره مینه پیدا او په ځان کې د وطن پالني روحیه پیاوړې کړي.

دا چې دهیواد اویا سلنه وګړي ځوانان دي نو لدې کبله ددوی ونډه درنده او سنګینه ده. زما ټولو ځوانانو ته دا پیام دی چې دلوړ فکر خاوندان له ځانونو جوړ کړي تر څو له لوړو غرونو واوړي، خپلي سینې باید دهر راز مشکلاتو او ستونزو په وړاندي سپر کړي، دخپل فکر د بقا لپاره باید مطالعه وکړي تر څو یې فکر د ښه پیام ور کولو جوګه سي، که موږسالم او پیاوړی فکر ولرو وبه کولای سو وطن ته دخپلي مور په شان غزت ورکړو او تل خپلي خولې دوطن او خاوري په چوپړ کې توی کړو. 

ځوانانو! که مو همداسي ونه کړل باور وکړئ چې څو لسېزي به نور هم پدې وغولېږو چې وطن مو پردي را جوړوي، ډوډۍ، برېښنا، سرک ټول بل راکوي، راځئ ! خپل نیکونه او نومیالي مشران را یاد کړو چې دنړۍ په پېښنلیک کې یې نومونه او کار نامې په زرین لیک لیکل سوي.

وطن زموږ،  موږ دوطن یو که له هر څومره ربړونو سره مخ کېږو دا به منو او بیا به خپل ټاکلي هدف ته رسو چې وطن جوړوو.