دښځوحجاب
دقرآن اوحديث له نظره
انسان خداى اشرف المخلوقات پيداكړى دى ،انسان ته خداى پرنوروټولومخلوقاتوباندي لوړوالى وركړى دى .انسان ته خداى دځمكي پرمخ ډول ډول نعمتونه اواسانتياوي برابري كړي دي دومره چي شمېريې تروس وتلې خبره ده .دځمكي پرمخ هرڅه خداى ددانسان دګټي لپاره پيداكړي دي اودايوثابت حقيقت دى چي په تفصيل ورباندي ږغېدل به مددبحث تګلورى پربله خواواړوي.
خداى انسان ته نعمتونه اواسنتياوي وركړي دي خدانسان دګټي لپاره دي آماداخبره هم بايدتوضيح سي چي انسان خداى دڅه لپاره پيداكړى دى ؟انسان خداى دمعرفت لپاره پيداكړى دى.انسان مكلف دي چي دګټي اوتاوان شيان يودبل څخه بيل اووپېژني اوخالق ته شكراداكړي دخالق احكام به مني ،دخداى دريښتوني استازي چي ورته لارښوونه كړې وي هغه به مني،اودهرڅه شي څخه چي يې انسان منع كړى وي هغه به نه كوي دانسان جوړښت خداى دوه ډوله كړى دى چي يونروبل ښځه .احكام دخداى دوه ډوله نازل سوي دي ځيني داسي چي دنارينه اوښځي دواړوشريك دي لكه : لمونځ ،روژه ،حج اوداسي نور...
خوځيني بياداسي نازل سوي دي چي يوازي په ښځوپوري تړاولري لكه :حجاب (ستر)غواړم په دې اړه شننه وكړم.
خداى (ج) فرمايي: ياايهاالنبي قل لازواجك وبناتك ونساءالمومنين يدنين عليهن من جدابيبهن .(سورت الاضراب)
ژباړه: اي نبي ووايه ښځواولوڼوته دي اونوروټولومومنانوته چي پرخپل ټول ځان دي پوړنى واچوي.
خداى (ج) فرمايي: وقل للمومنت يغضضن من ابصارهن (سورة التوبه)
ژباړه:ووايه اى محمده:مومنانوښځوته چي خپلي سترګي دي پټي كړي له نامحرموڅخه.
خداى (ج) فرمايي:واذاسالتموهن متاعافسئلوهن من وراء حجاب ذالكم اطهرلقلوبكم وقلوبهن ط (سورة الاضراب)
ژباړه: كله چي تاسي غواړى چي دنبې دازواجومطهراتوڅخه كوم شى وغواړى نودپردې ترشاغوښتنه دپردې ترمخ دزړونوډيرځله پاك ساتونكي دي اودبي بي ګانودزړونوساتونكى عمل هم دي.
حضرت محمد(ص) په احاديثوكي دحجاب حكم كړى دى.
حضرت محمد (ص) ارشادكوي: ليس للنساء فى الخروج الامفطره (رواه الطبراني في الكبير رحيميه ۸۴)
ژباړه: ښځوته دخپلوكورونوڅخه دوتلوحق نسته مګرپه هغه صورت كي چي اړتياوي.
حضرت محمد(ص) فرمايي: المرءة عورت فاذاخرجت استشرفيهاالشيطان (ترمذي ۱۴۰)
ژباړه ښځه دپټوالي شى دىكله چي ښځه دباندي ووځي نوشيطان ورته دخلكونظرواړوي.
بدبخته بدباطنه ښځوته په بدنظرګوري لوپه كوڅوكي بايدښځي پيله اړتياونه ګرځي ان تردې پوري چي دلمانځه لپاره دښځوتګ مسجدته هم نه دى په كار،داصحيح خبره ده چي په صدراسلام كي ښځوته دمسجددتلواجازه وه مګرمګرلايې بياهم ښځوته ارشادكاوه
بيوتهن خيرلهن ژباړه :يعني كورونه ستاسولپاره غوره دي.
دپردې په اړه نورحديثونه هم ډيردي خوپه ليكنه كي همدومره بس دي.
دپردې اوحجاب ګټي
دحضرت عبدالله بن عباس څخه روايت دى چي حضرت محمد (ص) وفرمايل : نظرياكتل دشيطان دغشوڅخه په زهرولړلى غشى دى څوك چي دزړه دغوښتني سره سم بياهم چاته نه ګوري ياپه بله معناهغه چاته چي كتل جايزنه وي اودى ورته ونه ګوري په بدل كي به يې خداى داسي پوخ ايمان وركړي چي په باطن كي ورڅخه خوندڅكي.
دحديث ژباړه: دقيامت په ورځ به هره سترګه ژاړي بېله هغي سترګي چي په بدنظركتلوڅخه ساتل سوې وي.
لكه څنګه چي نارينه وو ته لازمه ده چي ښځوته به نه ګوري داسي ښځوته هم لازمه ده چي نامحرمه خلګوته به نه ګوري.
مفتي رشيداحمدپه خپله (شرعي پردې) رساله كي ليكلي دي:زه وايم چي كله انسان دباندي ووځي اوديوه ناجايزه كاريانظرفكرورته پيداسي اودى دخداى دبيري هغه كارونه كړي ياهغه شي ته ونه ګوري دومره لوړمقام لري چي په زرونوكلونونفلي عپادت هم انسان دې مقام ته نه سي رسولاى.
دپردې په كولودمؤمن ايمان قوي اومظبوط كيږي ،كه ښځه خپل ځان په پرده كي كړي اونامحرم نارينه ته ونه ګوري اوهم نارينه نامحرموښځوته دكتلوڅخه ځان وژغوري نوداپرستراوپرده كول دي اوايمان په قوي كيږي .
دپردې نه كولوتاوانونه
حضرت محمد (ص)فرمائي :-لعن الناظروالمنتظراليه ژباړه :-خداى (ج) لعنت كوي پرهغه چاچي بدنظركوي اوڅوك چي ځان دبدنظرلپاره مخته كوي .
حضرت ابوهريره(رض)روايت كوي چي نبي عليه السلام وفرمايل :- ژباړه :-دلاس زنادنامحرم ترلاس نيول دي ،دسترګوزنانامحرم ته كتل اودژبي زنادنامحرم سره خبري كول دي .الترغيب والترهيب۱۳۶ج_۴
شيخ الاسلام مفتي محمدتقي عثماني په خپله رساله كي ليكلي دي چي كوم څوك دبدنظرۍ په ګناه اخته وي نارينه نامحرموښځوته اوښځي نامحرموخلګوته ګوري دهغوى دطاعت اوعبادت نورختميږي اوددنيا ګټي ورڅخه دلاسه وزي – يعني په عبادت كولوددنيافايدې نسي حاصلولاى .
په يوه حديث كي رسول الله فرمايلي :-خپل نظرونه اوسترګي كښته ساتى ،دخپلوعورتونوساتنه كوئ ،كه داسي ونه كړى نوستاسي مخونه به بې نوره سي .
كومه ښځه چي پرده نكوي پرهغې باندي خپل خاوند ،ورور،پلاراونورقريبان بې باوره وي اوخلګ ورباندي ډول ډول تورونه لګوي بايدهره ښځه خپل ځان دنورودبدګمانه څخه وساتي .
په بې پردګۍ كي ژوند كول داسي فتنه ده چي ځان اونور په هلاكت كي اچوي ،كومه ښځه چي په بې پرده ګۍ كي ژوند كوي هغه ښځه په عزت نه وي اوعبادت ئې بې نوره وي .
ګرانوخويندواوميندودخداى(ج)درضالپاره خپل ځان دبې پرده ګۍ څخه وساتئ ،ځكه ددې دنياڅوورځي ژوند دى پرپاچاهانو اوملنګانوتېرېږي بايددقيامت په ورځ دخداى (ج) په حضوركي ځان بريالى وغواړى نوحجاب وكړئ اودخداى (ج)پراحكاماتوټينګ واوسېږى ځكه خداى(ج)ستاسي څخه ډېرژر راضي كيږي تاسي بېوسه مخلوق ياست ،خداى(ج)راضي كړئ اودابدي ژوندلپاره تيارى ونيسئ.
په درنښت
عبدالهادي ((عمري ))
ستاسي ورور