غزل

په كوركي ځالي اوپه وره كي ځالي

راته ئې جوړي كړې كاله كي ځالي

خدايه دښكلوڅه خونسته ګيله

غنمرنګ ه جوړوي زړه كي ځالي

مرغانووكړې زموږدكلي كډي

غواړي چي داځل وكړي غره كي ځالي

جانان كه پټ كړي درخسارښاخونه

زموږنظربه وكړي څه كي ځالي

پكښې موندلي ئې غمي چي كوي

لكه ماهى دسيند په تله كي ځالي

(بُستي) جانان چي راته مخامخ سي

زموږلېمې ئې كړي باڼه كي ځالي

زمرى بُستي هلمندبُست