غزل

ولي خفه ئې ولي ژاړې مروره راسه

دادخفګان سلسلې ختمي که اختره راسه

نورجهالت اوددې توري تيارې ژوندنه غواړو

سپين سباراوله ترموږځلانده لمره راسه

بېتامي کوراوکلى دواړه کنډواله ښکاريږي

کډه راواخله خپل وطن ته مهاجره راسه

ستاانتظارکي مي ددواړوسترګوسپين سوله تور

جدايي ستړى کړم جانانه مسافره راسه

سترګي مي وچي ستاراتلوته هله بېړه وکه

بېلتون دي سخت دسترګوتوردزړګي سره راسه

لږمي دحال تپوس کوه درته داسوال کومه

فضلي دي هروخت يادومه ستمګره راسه