غیرت دمیني مي پــــه لاس کی زولنيې تړلي

زه سپین لمر ومه توروشپوته می کوڅې تــړلي

نه پردی یم نه دبل پرقام خـــــرڅ ســـوی یم زه

پردي دادي چي پـــــردوته یي زوماپښي تړلي

نظم

زه چي راغلم نـــاخبره زمــــوږپــــــرکلي

داژوندي ســــــرونـــه ټــــــــوله وه دمړي

 

زه ورګډســـومه ناڅـــــاپـــــه هدیـــروته

پـــــــه ژړاســـــومه دانـــــــوي مقبروته

 

دتابــوت سپیني تختې په وینوسرې وې

کبـاب ســــوي پــــه باروتویې جامې وې

 

داخــترداښکلي ورځي مي په غم سوې

پـــه ژړاوپه فـــــــریادوپه ماتـــم ســـوې

 

دشهیدپـــرسلوبـــاربــــارګـــــــــرځيدمه

په یادوبــــانـدي بي دریغه ســــوځیدمه

 

بس په اهـــه وپــــه فـــــریـــادوم کړیدمه

بس په وېرکی وم پــــــردغــــه ژړیــــدمه

 

نه اخترونـــــه مېلې وې نـــه جشنونـــــه

نه سره کــــــــــړی ماشومانووه لاسونــــه

 

ببـــــرســـــربـــــه په کوڅوکي ګرځيدله

شهیدانـــــــوپــــــه قیصوبــــــه ژړیــدله

بـــــوره مـوربه دکلاترڅنګ وه نـــــاسته

پــــه فکرونـــــوکي حیرانـــــه ولـه پاته

 

ماشومانـوبـــــــه دجنګ کیسې کـــــولې

شـــاعـــرانـــوقــصیدې باندي ليکلې

 

واثیق سنګریار