دشين خالۍ ناول  دچاپه راووت! 

 

د شين خالۍ ناول چې د هيواد دتکړه شاعر او ليکوال ښاغلي سميع الدين افغاني نوی اثر  دی

 د چاپه راووت ٠

د افغاني صيب پـــدې اثرد هيواد وتــلی شاعــر ، ليکوال او ادبـــي څيړونکي ښـاغلي شهسوار  سنګروال  يـوه څيړنيزه سريزه ليکلې اوهمدارنګه د «خپلې خبرې »تـــر سرليک لاندې د افغاني صيب خپلې لنډې خـــبرې   او پــه همدې  ډول ښاغلي نجم الدين  سعيدي «دشين خالۍ کيسه د انځوريزې شاعرۍ يوه ژوندۍ بيلګه» تر سرليک هم خپل نظر څرګند کړي دي٠

دا اثر په ښکلې د يزاين او ثقافت د اسد دانش دکتاب چاپولو دموسسې  له خوا په ښکلې بڼه د

چاپه راووت ٠

موږ افغاني صيب ته د هغه دنوی اثر دچاپ مبارکي وايو اوهغه ته د لوي خدای له درباره د ليا برياوو او اوږد عمر هيله کوو٠

په درنښت

د حق دلارې کلتوري ټولنه

اود افغان سـتراتیژیکوڅیړنو مشرتابه