دپښتنې مور اواز

 

 

زما په عقل کې نقص نه شته ده  انســـــــــــــــان يمه  زه

 

ما چه ورکړې  امتحان  ده قهرمـــــــانـــــــه يمـــــــــه زه

****

 

ما دوطن لپاره ښه رښتين بچيـــــــــــــــان روځــــــــــلې

د استعمار موقابلې ته جنګيا لــــــــــــــيان روزلـــــــې

ما  دايمان  سبق  ښودلې   په  زانګــــــو کې    ورتـــــــه

دتجاوز په مقابل مې ميرويس خــــــــــــان روزلــــــــــې

 

 

٨

دميوند جنګ کې قربانې تــــــــه په ميدان ومــــــــه  زه

ما چه ور کړې امتحان ده  قــــــهرمــــــــان  يـــــــــمه زه

سرکې ماغزه  لرم  ماغزو کې  احساسات   لـــــــــــرمـــه

زه پښتنه د پښتنې مينې جزبـــــــــــات لـــــــــــرمــــــــه

****

 

داسې خو مه وايه چې کور کې ياپه ګـــــور کې اوســــه

 

ستا داحساس لپاره ډير عالي خيـــــــــالات لـــــــــــرمه

د پښتون کور اباديدو ته په ارمـــــــــان يــــــــــــــمه زه

ماچه ورکړې امتحان  ده قهرمـــــــــــان يـــــــــــــمــه زه

****

 

دنړ يوال په مقابل انتظـــــــــام پــــــورتــــــــــه کـــــــړه 

دجهالت الزام کړه لری نوم دقام پورتـــــــــــه کــــــــــړه

****

 

عقل هوښيارکړه د وطن ميندې خپـــــــل زړه وګڼــــــــه

که ترقي دوي مقصد ددوې مقام پــــــــورتـــــــــــــه کړه

ټول  نړيوال  ته په طاقت کې  ښه  بيان  يـــــــــــــــمه  زه

ما چه ورکړې امتحان ده قهــــــرمــــــــان يــــــــــــمه زه

****

 

دوطن مور يمه تــــــــــــــــــه ګواښ دظلم زور مــــه کوه

 

 

دجګو غرو زمرو ته غوږکې شـــــور ماشـــــــو ر مه کوه

دوي نه ختميږي سلسلې دغيرتـــــــــــــــنو لــــــــــــــري

داحمد شاه او دمير ويس پـــــه شان سرونه لـــــــــــــري

****

 

(حفيظه ) وايـــــــــه چـــــه قدرت د ستر کاروان يمه زه

زما په عقل کې نقــــــــــــــص نـه شته  ده  انسان يمه زه

زرلښت حفیظ