(شپږم څپرکی :محبت څنګه پاچاسي)
لیکوال : رحمت الله رحمت
خلکو دا اسرار کاوه چي نه ته زموږ پاچا یې ځان به نه را څخه خلاصوې، او د خبرو څخه یې داسي معلومیده چي که په رضا نه راسره ځي په زوره دې بیایو، ګوډ سپی هم د محبت تر څنګ داسي دوګامه ولاړ ؤ صرف یې قوماندي ته انتظار کاوه .
«اخیر دی خبره ورسره ومني او ورسره روان سي هلته په رسید یو محل د ده د کور لپاره ټاکلی وي غوټۍ هلته ولاړه سي او تر څنګ یې بل محل وي چي پاچا پکي کښیني، اوس هلته ډیر خلک راټول سوي وي څو نفره د محبت خان پر سر د پاچاهۍ خول (یوه خاصه خولۍ) ور په سر کړي اوټول حاضرین مبارکي ورته ووایي، یو څه عسکر یې سلامي وکړي، محبت خان نه پوهیږي چي دا خوب دی که حقیقت خو دی دا خوب ویني، اوس یو نفر چي دوی یې بیانګر(ویاند) بولي و پاچا محترم ته د ده کابینه یا وزیران ور معریفي کوي دا نو یوه داسي څونفریزه ډله علیده ناسته ده جګي خولۍ یې پر سر دي ملاوې ټینګي تړلي دي ته چي وا اشر ته ځي، محبت خان ته هم دا هر څه عجبه ښکاري، د وزارتو لپاره هم دوی خپله خلک ټاکلي دي، بیانګر اوس یو نفر راولاړوي او د پاچا څخه یې د وزارت لپاره تا ئید غواړي، یو نفر یې د راولاړولو سره داسې معریفي کړی :
دا سړی په هیڅ نه پوهیږي او نه یې پخوا کومه سرمایه درلوده خو اوس خورا معتبر شخصیت دی، دی به وي د پلو اوسړکانو د خرابولو وزیر،
پاچا صاحب وویل : دا څنګه وزیر دی چي یوار په هیڅ نه پوهیږي او بیا د پلو او سړکانو د نړیدو يا خراپيدو کار په لاس ورکوی دا عجبه نده ؟
زموږ په وطن کي خو د بیا روغونې يا د تعمیراتو وزارت ؤ چي دغه لارې او سړکونه به یې جوړول، دا تاسي بیا څنګه نوم پر ایښی دی ؟
بیانګر وویل : پاچا صاحب محترم موږ بيخي برابر او سم نوم پر ايښی دی ستاسي نوم نه دی برابر که ته فکر وکړي چي ستاسي د تعمیراتو یا بیا روغونې د وزير په دور کي به چيري جوړ سړک وي، بلکې نه به وي، نو دغه د لارو د خرابولو د وزیر نوم ډیر ور ته په زړه پورې اوبرابر نوم نه دی؟ محبت خان ((یعني د خوب پاچا)) هم د قناعت لپاره سر وښوراوه او دا وزیر یې د خپل وزارت لپار ومانه، بیانګر صاحب بیا بل نفر را ولاړ کړی او داسي معریفي کړی : دا تاج ګل لالا نو میږي پخوا یې د کلي دوکانداري کړيده ګوړه، پلي، ګلټان، وچه ډوډۍ دا هر څه ده رانیولي او خرڅ کړي دي نو د کار زیاته تجریبه لري دغه جناب (تاج ګل لالا) موږ د تجارت لپاره غوره کړی دی، باچا صاحب ښه په غور ورته وکتل چي دا خو هغه زموږ دکلي دوکاندار دی او دلته د تجارت وزیر جوړیږي دې سرچپه کیسي ته ډیر حیران تللی دی د لږ خاموشي وروسته یې تاج ګل لالا ته وویل دغه د تجارت وزارت دې خوښ دی که نه ؟
تاج ګل لالا وویل : پاچا صاحب که ستا امر چليږي نو زه خو په کلي کي لا په خرڅولو او رانیولو ستړی وم ګرده ورځ به دکلي کوچنیان راباندې را ټول وو او یوه به مي نه دوې کيدی، اوس که ستا خوښه وي د خزانې وزارت په لاس راکړه چي یو څه په لاس راسي پاچا هم د ناستو خلکو په خوښه دی د خزانې وزیر کړی ویل ښه دي پرده خوارکي هم ډيرې غریبي تیري سوي دي ګوندي ناره يې خدای (ج) واوري او یو څه په لاس ورسي یو بل وزیر يې څه دا رنګه ورته معريفي کړی :دغه نفر چي پلار یې پخوا د پسو په ګنج کي بزازي ( یعني دپسو د رانیولو او خرڅولو کار کاوه) کول او اوس د مځکو او جایدادو خاوندان دي، او پخپله جناب« معريفي سوی وزیر» د قانون زده کړه کړيده او بیداره انسان دی، دغه جناب د سرکاري مځکو د غصب (قبضه)کولو د وزارت امیدوار بلل سوی دی، محبت خان (په خوب کي پاچا)پوښتنه وکړه دا بیا څنګه وزیر او وزارت دي چي سرکاري مځکي به غصب (قبضه) کوي بیانګر صاحب (ویاند/ترجمان د شاهي محل) وویل : هو دغه جناب خو د قانون زده کړه ددې لپاره کړيده چي دی وکولای سي په ډیره اساني سره سرکاري جایدادونه پر خپل نامه راواړوي ځکه چي ده ته د قانون لاري معلومي دي، چاته چي قانون نه یې معلوم هغه خو دغه کار نسي کولای هغه به د تل لپاره د سړک پر غاړه پياز اوپټاټي خرڅوي !
پاچا صاحب ته خبره معقوله ښکاره سوه نور یې څه ونه ویل او دا ښاغلی وزیر یي ومانه (تائيدګړي) ، بل نفر دپاچا مخ ته راولاړ کړل سو او داسي وروپيژندل سو: داکس بیا یو کليوال څوک دی خورا ښه تجريبه لري ډیر وخت د حکومت سره په رابطه کي ؤ، خورا ښه خدمتونه یې دوخت د حکومت لپاره کړيدي ده ته اوس د حالاتو د خرابولو وزارت ورسپارل کيږي ولې چي دی د دې کار ښه تجريبه لري، پاچا (محبت خان) وار په وار و دې خپله پاچاهۍ او دغه وزیرانو او وزارتو ته حيرانيږي نه پوهيږي چي دا اوس دی خوب ويني اوکه دا خلک ليونيان سويدي .
هغه د شاهي محل بیانګر (ترجمان) د پاچا په حیرانتیا پوه سو نو یې د دې وزارت ګټي يافایدې ورته بیان کړي، هو جناب والا د دې وزارت ګټي پدې کي دي چي کله کله په لوی لاس (قصدا)د ملک یوه برخه کي حالات خراب کړل سي، نو د هغه علاقي خلک بیا د حکومت څخه د ډیرو شیانو مطالبي نسي کولای، صرف دا غواړي چي ورځ يا شپه یې په خير تيره سي، او یواځي د ملک و سردارانو ته اساني او اسانتیاوې ورپاته وي او دوی ورکي د مزو او خوند ژوند وکړي، او بس ، نو دغه ښاغلی د دغه وزارت لپاره ښه موزون (برابر) شخصيت دی ځکه چي دی پدې رشته (مسلک) کي اوږده تجريبه لري او دجناب وزیر صاحب بیا پدغه وزارت کي دا ګټه ده چي کله یې په یوه علاقه کي حالات خراب کړه مثلا د ده د روزل سوو خلکو په ذريعه بازارونه و سوځل سي يا بي ګنا خلک ووژل سي، نو بیا دی سيمې ته د خواخوږي او همدردي لپاره ورسي او د هغه خلکو سره د مرستې يا کومکو اعلان وکړي او څو نورې غټې خبرې هم وکړ ي، او پر راټول سوي خلک د ده د زنده باد زنده باد نارې وهي، او خورا ورڅخه خوشحاله سي، کله چي دغه خلکو ته مرستې ورليږل کيږي نو د جناب وزیر صاحب هم لاس ورکي خلاص وي او ډیره فایده یې ده ته هم ورسيږي، پاچا صاحب د خپلي مجبوري او کم اختیاري له وجي دې خبري ته هم د قناعت سر وښوراوه او دا وزیر هم د خپل وزارت لپاره په درنو چک چکو ومنل سو اوس یو بل نفر د خبرو د وزارت لپاره را ولاړ سو، پاچا صاحب پوښتنه وکړه: دا وزارت د څه شي لپاره وي ؟ بیانګر وویل : جناب والا دا وزارت یواځي او یواځي د تشو خبرو لپاره وي او په عمل کي هیڅ هم نه وي .
پاچا وویل : که زه سم پوه سوی یم دا به خلک يا ؤ لس غولوي، (خطاباسي )همداسي ده، بیانګر وویل : هو همداسي ده دنښي مينځ دې وويشتی، وروسته یو څو ښه شريفه کسان دنورو وزارتو لپاره وټاکل سوه یواځي دکورنیو چارو او دفاع وزارت پاته سو، دغه وخت محبت خان (په خوب کي پاچا) وویل :
ددې دواړو وزارتو لپاره زه یو څوک ټاکم اودادی زما ګوډ سپی، چي ډیر کمالات لري اول دا چي دی خائن ندی او نه خیانت خوښوي بل په خپله علاقه کي پردي پړانګان یامرداره خواره هم نه پريږدي او نه وپردیو ته وفاداري لري، د دې خوبیو په بیانولو سره یې هيچا هم مخالفت ونکړ او دا دوه وزارتونه ده ته وسپارل سوه، خو پاچا محبت خان دا فکر کوي چي زه څنګه پاچا سوم او دا څنګه خلک دي عجبه وزارتونه دي او عجبه وزیرانو ته وسپارل سوه، خدای پاک دې خیر ورپيښوي چي اخیر به یې څنګه وي بس دخوب کار دی او دی پدا خوب کي پاچا وي (محبت خان) خو دافکر ورسره وي چي دغه دپوځ مشر ته دې ديلي وای چي لږ یې دغه وزیران او وزارتونه ورسم کړه ځکه چي پوځیان او دپوځ مشر یې خورا ښه معلوميدي، بس پدا خوب کي داسي وي لکه یوه شپه چي تیره سي پدا سهار دملک خلکو خورا جشن جوړ کړی وي چي هو زموږ د ملک کابينه او وزیران خو په خیر وټاکل سوه اوس به نو زموږ خلک او ملک ښه د ترقي او پر مختګ په لور روان سي دغه جشن ته پاچا صاحب (محبت خان) او دملک ټول وزیران راغلي وي، پدغه حال کي يو څوک پاچا صاحب ته ووايي په کلی کي چي نوم یې لوړ کلی دی هلته تيره شپه اور لګيدلی وو، ددې خبري سره محبت خان (په خوب کي پاچا) نارې کړي چي وې دا خو زموږ کلی دی په زوره زوره نارې وهي چي هلۍ هغه د دفاع وزير (ګوډسپی) څه سو پدغه نارو کي محبت خان د خوبه را ويښ سي او دغه نارې وهي چي هغه زما د دفاع وزير څه سو، لا خو د خوبه دی او د ځایه ولاړ سويدی او دکوټي ددروازې لور ته روان دی چي یوسف خان تر لاس ونيوی، او ورته ویل یې چيري وه ستا پاچهي چي د دفاع د وزير نارې وهې بیا څه درپيښه سوه خوب دې ليدی که څه چي ليونی ليونی کيږې؟
د دې خبرو سره محبت خان پوه سو چي هسي خوب مې لکه چي ليدی که څه، شاوخوا یې وکتل نه پاچهي وه نه هغه وزيران، بس يو خوب ؤ خيال ؤ ښه ورمعلومه سوه چي په خپل کور کي دی، کليمه یې وویل يوسف خان اوبه ورکړې چي وڅښيي، لږ وخت لا نور تير سو د سهار رڼا هر لور ته خپره سوه يوسف د سهار د لمانځه او اوداسه ورته وويل او خپله یې هم دا بندبست وکړ ی ،اراده یې وه چي يو څه وختي هغه د برایي د اور د لګيدو ځای ته ورسي چي څومره تاوان پيښ سوی دی هغه ؤ يوسف خان د اور ځای ته تر لمانځه وروسته ولاړی او بیا د تاج ګل لالا پر دوکان یې و خلکو ته د دغه پيښي حال ووایه چي د زقوم ژرنده يو پردی ټکټر څو ګونۍ غنم او څو پسونه پدغه اور کي سوځيدلي ؤ
محبت خان هم اودس او لمونځ ادا کړی، خو د برايي په حالاتو کي ډیر فکر بند ؤ يوار به یې دغه واقعه راواخيستل چي دی برايي ماخستن د غوټۍ خاصي باغچي ته ورغلی اوبیا په کلي کي اور ولګيدی او نصيب د مجلس نور نه ؤ پاته تقدير بله پاڼه (ورقه) واړول، ولې چي محبت خان د خسر په اشاره دوولس شپي مخکي هغه پوليس افسر اميد خان بوتلی کله چي په هغه شپه لنډک او ملګرو یې لار د محبت خان پلار انورخان ته نيولې وه خو هغه لنډک خپل پلار يعني د زقوم خان ورور او خوريی پدې اشتباه وويشتل چي دوی ګمان کاوه چي دغه راوان سپين موټر به د انورخان وي مګر تازي خپله هوسۍ (وسۍ) ښکار کړه
محبت خان دوولس شپي بعد انور خان را ایله کړی ولې چي انورخان هم مازې سړی نه ؤ د ډيرو زورورو خلکو سره یې شناخت ؤ، محبت خان دوولس شپي په بند کي تېرې کړې او نن یې اوله شپه وه چي کور ته راغلی ؤ .
تير ماخستن هم د غوټۍ له باغچي څخه تش لاس راغلی ، ولې چي د دغه ملاقات د قضاء کيدو لوی لامل (سبب) هغه دکلي په یوه څنډه کي د اور لګيدل وو، ښه ناوخته چي محبت خان بيديږي بیا دی يو ناولده (نابلده) خوب ويني او پدې خوب کي دی پاچا سي، ((پدغه شپه يوسف خان د محبت خان نژدې ملګری او همزولی هم د دوی کره ميلمه ؤ)) نن سهار یې ډير فکر پدغه خوب کي بند وي چي داڅنګه زه پاچا سوم لږ ساعت به یې لا دغه فکر نه ؤ کړی بيا به یې ويل دغم پاچهي دې سي،خو هغه زموږ مجلس یې را خراب کړی هغه زه او غوټۍ چي د يوې ښائسته غونډۍ پر سر سره ناست ووڅو د ناز ګيلې مو لا نه وې سره کړې چي بیا دغه ليونيان «يعني هغه خلک» راغلل او ويل یې ته زموږ پاچا یې .
بیا به یي پر دغه خلکو هم زړه وسو چي دا څنګه خلک وو څنګه چپه او راسته وزيران او وزارتونه یې وو.
د سړکانو او پلونو د نړولو وزير، د حالاتو د خرابولو وزير د ځان سره به د دغه وزيرانو او وزارتو په نومو خندا ورغله، او بیا به هغه خپل ګوډ سپی په یاد ورغلی لا به په تعجب کي سو، چي هو دی خو ما دکورنيو چارو او د دفاع وزير وټاکه، بیا به وهغه خلکو ته حيران سو چي دوی خواران خو هم خوشحاله وو چي زموږ د ملک کابينه او وزيران خو وټاکل سوه، پر دې به یې ډير فکر وکړ او پر دا خلکو به یې زړه وسو بیابه یې وويل چي ته وا دا خوب ؤ او که پيريانانو چيرته بیولی وې .
لږ خو به یې د پيريانانو خبره زړه ته ولويده چي کيدای سي دا به پيريانان وو، ولې چي زموږ دکلي دوکاندار خو هم هلته ؤ، دی خو په کلي کي د پيريانانو خورا ډيري خبري کوي کله وایي ما سپيلنی راوړی دی کله وايي زه د پيريانانو د پاره سپيلنی دودوم، ده لا دغه فکرونه وهل چي د کوره څخه يو کشر د خاله زوی یې د سهار چای را وړی لمر هم تر غره راپورته سوی ؤ، چي يوسف خان هم راورسيدی هغه هم موقع غنيمت وبلل ولې چي مشران دلته نه وو راغلي پر محبت خان یې د مسخرې په ډول ږغ کړه چيري دی هغه د دفاع وزير دې، محبت خان پوه سو چي زوروره حمله یې درباندې وکړه دلته دوه درې همزولي نور هم ورسره ناست وو، نو ځکه په نرمه خندا ورته وويل ته راسه چای تیاري دی بیا به یې در وښه يم «تر څو نوره رسوائي جوړه نسي مطلب یې دا ؤ»
اوس لا بيغمي ده نور څوک ندي راغلي بيا به وار نه در رسيږي، دلته يوسف خان لا بله خبره نه وه کړي چي اسد وويل څو نفره مشران راغلل هغه د مشرانو په کوټه کي دي ما هغوی ته هم چای وروړی .
جان اخښي (اشاره د محبت پلار ته) راته وويل : چي بیا ده ته ووايه چي دې کوټي ته راسي دا مشران د مبارکي لپاره راغلي دي، پدغه وخت کي يوسف خان داسي په نزاکت ورته وکتل ګويا ورته وايي چي په شي نه یې خبر يواځي دې هغه خپل سبق په فکر کي ګرزي او بس .
محبت خان هم نه غوښتل چي ورسره مقابله وکړي، ولې چي يوسف خان هم د انډيوال په څير ډير ورباندې ګران ؤ، د ده په هر غم کي ډير ورسره ژړلي وو، او په توره شپه به یې د ده څخه ځان نه سپماوه (نه دريغاوه) يواځي به یې د شفقت سترګي ور اړولې او دغه د ميني دکتو سره به یې يو څه ورته ومسل (نرمه خندا يا د خندا شکل) او يوسف ته دا اشاره کول چي اوس نور څوک ناست دي کله چي سره يواځي سو بیا به دغه راز درته ووايم، دغه وخت د ده د خاله زوی بیا ورته وويل ستا لکه چي هير سوجان اخښي (انورخان اکا) غوښتې !
محبت خان هم د چايو ګلاس پر مځکه کښيښاوه او يوسف ته یې هم وکتل تر څو دی هم ورسره ملګري وکړي، دواړه د مشرانو کوټي ته ورغلل دسلام ويلو وروسته یې د کليوالو سره د لاس روغبړ وکړ، مګر محبت خان پدې وخت کي دوه د چايو ډک ګيلاسونه چپه کړل خو ښه وو څوک په ونه سوځیده، پلار یې منت پر وکړ: پښو ته ګوره ستا فکر چيري دی چي ګيلاسونه يو په بل پسي چپه کوې .
ريښتيا هم د ده فکر د برايي ماښام په ليدلي خوب کي ؤ، وروسته دواړه يوې خواته کښيناستل« اسد خان هم اوس دې کوټي ته راغلی ؤ ډير خدمتي هلک دي بې له ځنډه د ميلمنو چپه سوي ګيلاسونه بيرته د چايو ورډک کړه، په راغلو کليوالو کي د تاج ګل لالا پلار نادر ماما هم راغلی ؤ، که له يوې خوا پخوانی سړی ؤ ساده مجلس یې کاوه د بلې خوایي د سترګو ديد هم داسې کم ؤ چي هسي به یې خپله لاره په وړه .
ده هم بې واره لاس هسي يوې خوا ته ونيوی او انور خان اکا ته يې پخپل ساده انداز داسي وويل : ښه نو دا هلکوان یې دواړه بنديان کړ ي وو ؟
دا خبره نادر ماما په داسې حال کي وکړه چي لاس یې نورو خلکو ته نيولی ؤ، انور خان اکا ورته وويل : نادر ماما تا لاس شاولي او مراد ته نيولی دی دوی لږ ها خوا ته ناست دي .
نادر ماما وويل : کاکا زه خو سم څوک نسم ليدلای ما چي ويل دغه دي، انورخان اکا دا هم ورته وويل دواړه نه وو بنديان دغه يو هلک بندي ؤ .
نادر ماما وويل : ولي اوس زموږ سره دوو کسو روغبړ نه وکی ؟
انورخان اکا وويل : هو دوؤ نفرو روغبړ وکی دا دوهم هلک د شادولا اخښي زوی دی، هغه نه ؤ بندي .
نادرماما وويل : توبه توبه! ماغزه مو کار نکوي ما چي ويل دواړه بنديان وو، ښه دي خدای پاک; دې در وساتي، شپه راځي خو خوشحالي نه راځي!
يو بل کليوال چي د چايو ګيلاس یې په لاس کي ؤ او د خبرو کولو وار ته یې کتل داسي محبت خان ته وويل : څو شپې دې هلته تيرې کړي ؟ محبت خان اوس هم د برايي په خوب کي غرق ؤ هسي ناپامه یې داسي ځواب ورکړی : زما په خيال يوه شپه وه داسي ناولده (نابلده) ځای ؤ او هغه خلک یې هم داسي ناولده (نابلده) ؤ مانه پيژندل يو تاج ګل لالا هم پکښي ؤ .
«محبت خان چي مجلس داسې سرچپه شروع کړی يوسف خان یې لاس په لاس کښيکښی تر څو يوڅه په هوش کي سي، ناست خلک هم حيران سوه چي دا خو موږ د ډيرو شپو د بندي کیدو اوريدلي وو او دی وايي يوه شپه وه، او بیاتاج ګل لالا نو کله هلته ؤ هغه خوهره ورځ پر دوکان وي، دا خبري هيڅ سر نه سره خوري، نادر ماما یې هم داسي هيښ کړ چي دا تاج ګل خو به تازه چا نه یې بندي کړی، دا هلک څنګه پرته (چپه) ږغيږي، خو دا هر څه حيرانتیا ديوسف خان په خبرو سره يو څه کمه سوه هغه وويل :
برايي د ده يو څه لکه چي تبه وه ماښام هم دخوبه چپه چپه ږغيدی بس هغه دتبې اثر دی، دی چي وايي نن دې پر کور څوومه شپه ده داسي پوښتنه چا راڅخه وکړه، يو څه مريض(ناروغه) دی .
انورخان اکا هم بې له دې چي خبره دې نوره ځنډ پيداکړي د محبت خان ماما شاولي ته یې وويل : شاولي اخښي! نن خو ما ستا لپاره يو کار په نيت کي ؤ خو اوس لکه چي دوه کارونه سوه ، شاولي هم د ده خبرو ته متوجه ؤ، انورخان اکا وويل :
اول خو به په هغو ولاړو پسو کي يو حلال کړي نور کار به یې سمندر او هغه نورو هلکوانو ته ور پريږدي، ته به دې خوريی (محبت خان) هغه د بازار ډاکتر ته ورولې نور که د کور څه ترخه یا خواږه( دکور سودا )پکار وه هغه به هم له بازاره درسره راواخلې چي ماښام به دکلي خلک زموږ کره ميلمانه وي، شاولي ماما چي خبره شروع کول يوار یې خوريي (محبت) او بیا یې د چا يو ګيلاس ته وکتل او دا سي وويل : سمه ده اخښي! بس دغه نيم ګيلاس چای به لا وکړم نو به زه هم لاس په کار سم، نادر ماما ته هم د خبرې وار ورسيدی، او داسي پوښتنه یې وکړه : انور خان لالا دغه هلک ته دې واده کړی دی که نه ؟
انور اکا هم خبره په ډیر چورت وکړه يا نادرماما نه مي دی ورکړی ور وه به یې کړم «نادر ماما د تاج ګل لالا پلار، او ډير ساده مجلس به یې کاوه کله کله خو به یې خبره هم ژر له ياده وتل(هيريدل)»
خو د نادر ماما مطلب نه ؤ پوره سوی او پاته خبره یې داسي وکړه : انورخان لالا که زما په خوله کوې بس دغه غم یې ژر خوره کني تر دغه به ډير ليونی سي، هغه څه زمانه مخکي هم زموږ د کلي يو هلک ليونی سوی ؤکه دغسي دکوره ورک سو خو چي زه په هغه هلک خبر سوم خلکو ويل پلار واده نه ورکوي، نو که زما منې دغه فرض یې ور ادا کړه وايم که یې دغه مرض ؤ رک روغ به سي، وايم بیا به یې په سر کي لا نسي درد،« همدغه محبت ؤ خو نادر ماما یې د خپلې سيپن ږيرتیا، ساده ګي اوهيرې له کبله نسي پرله برابرولای » د نادر ماما د دې خبرو سره انورخان اکا او ناستو خلکو يوڅه ومسل (د نرمې خنداشکل) يوسف خان هم و محبت يوه پټه نوکاره ورولګول، يو څه یې په څنګ وواهه چي نادر ماما خو دې هم په مرض پوه دی ، موږ خو یې ساده بولو خو ده د نښي مينځ وويشت .
مخکي تر دې چي بله خبره دې څوک وکړي شاولي ماما يوسف ته اشاره وکړه چي محبت خان درسره را ولاړ کړه، او دوی پخپل کار پسي ولاړل، پدغه حال کي انورخان اکا اسد خان ته وويل : هلکه د نادر ماما ګيلاس ورډک کړه، نادرماما هم وويل : وايم پدا ډيره موده مي داسي ښې چای نه وې کړې نه مي دغسي خوند پر اخستی ؤ، يوڅه موده مخکي د هغه نورو خوريانو کره تللی وم د هغو شلومبي هم دغسي خوندوري وې !
لکه دغه ستا دکور چایې ته یې راتوی کړه پر ځواني دي برکت سه !
د نادر ماما د ساده خبرو سره کليوال عادت وو ډير بد یې نه په وړل بلکه لا به یې ساعت ورباندې تيريدی، د نورو خبرو وار لا نه ؤ راغلی، چي کوټې ته يوه ډله نور کليوال راغلل دکلي ملا صاحب او تاج ګل لالا هم پکښي وو روغبړ وسو هر څوک يو ځای کښيناستل دکلي امام او نورو خلکو انورخان اکا ته د محبت خان د را ايله کيدو مبارکي وويل چي په ځواب کي انور خان اکا دوی ته خير یوسي او دکور وداني کليمې وويلې، د دوی تر مينځ کليوالي مجلس شروع سو يوار به یې د برايي د اور لګيدو پر پيښه خبرې روانې وې، او بیا به چاوچا ملا صاحب ته د ده د نن جذباتي وينا(تقرير) ستاينه وکړه ويل به یې وايم ملا صاحب نن د ظالمانو خلاف ډير ښه وږغيدې او د دوی خلاف دې سختي خبري وکړې وايمه شاباس!
ملاصاحب هم ددې خبرو لمن ورسره اوږده کړه او د خپلي وينا په رڼا کي داسې وويل : هو بايد د ظالم مخنيوی وسي، که چيري دغسي ورته کښينو،نو خو ظالمان به زموږ په کلو او کوروراننوزي دا څه حال دی چي نن هيڅوک پر خپل کور په امن ندي، داخو هر څه ددې کليوالو دبې اتفاقي له لاسه دي چي يو وايي زه یې څه کوم او هغه بل وايي زما یې په څه !
د ملا صاحب خبرو ته کليوالو د قناعت سر ښوراوه، چي ريښتیا هم موږ ملامت يو، چي يو د بل خبرې ته مو غوږ نه نيوه د هر چا پر خپل سر زور ؤ نن یې نو انجام دا سو چي کله د انورخان باغ څوک ځيني لاندې (قبضه) کوي او کله یې لنګه غوا غلا کيږي .
شاولي ماما هم پسه دکوټي د حويلي په یوه څنډه کي حلال کړی نور کار یې سمندر لالا اونورو کشرانو ته ور وسپاره تر څو دی محبت خان ډاکتر ته بوزي په اول کي محبت خان هم دې ته تیار نه ؤ چي ډاکټر ته ولاړ سي مګر يوسف خان چي مجبوره کړی بیا یې نو انکار نسو کولای، يوسف دا هم په پټه ورته وويل چي که دې د مکتب (سکول) خيال وي چي زه به هلته ولاړ سم څوک يا څوک (غوټۍ) به ووينم دا خيال دې د فکره وباسه ولي چي نن د رخصتي ورځ ده هغه ستا وزير دفاع (ګوډسپی) لانه معلوميږي نن رخصتي ده بس ولاړ به سو تر ډاکټره نوري خبري به بیابل وخت ګورو .
محبت خان ته نور د ويلو څه نه ؤ ورپاته او ډاکټر ته سره رهي سوه، په اول سر کي لا د شاولي ماما دا خيال ؤ چي کار و ځان ته څه اسانه کړي، غوښتل یې چي دغه د دوی دکلي ډاکټر ته یې ورولي يا یې هغه بل ډاکټر فدا چي اوس په ډاکټر پيدا مشهوره سوی ؤ ورولي خو هغه يوسف ورته وويل :
شاولي ماما ته عجيبه سړی یې! ولې هير دې سو هغه تيمور اکا چي ويل چي هغه د بازار يا د ښار پوه ډاکټران وايي چي تاسې کليوال د هر چا څخه دوا اخلی او هغه ډاکټران بولی نو ځکه مو علاج نه کيږي، دا یې لاڅه دغه زموږ د کلي ډاکټر خو تر وخت تيرې دواوې (درمل) خرڅه وي، او بل انسانانو او حيوانانو ته کله کله يو رنګه ستني(اينجکشن) ورلګوي، ولې هغه ستا وراره دې هېر سو لونګ مسکين در ښه يم هغه مار وخواړی خو زموږ دکلي ډاکټر صاحب د زکام ستني ورلګولې، هغه ؤ چي لونګ مسکين هغه ګړۍ مړ سو او تيمور اکا ورته وويل دغه ستن خو دې هغه بله ورځ ما ته د غوا لپاره هم راکړه.
خو شاولي ماما د يوسف خبرې ته دا رنګه ځواب ورکړی هغه خوزموږ د کلي ډاکټر وويل دا ستني ډيرې پخوانۍ دي اوس نه پيدا کيږي، شاولي ماما وويل ولې پخواني شيان تر دا نورو ښه نه دي ؟
يوسف پر وخندل : یاره شاولي ماما څه درته ووايم نو ر يا ځيني شيان به پخواني ښه وي خو هر شی پخواني ښه نه وي ، بیا نو دوا او درمل دا خو چي تر وخت تېر سي بیا دګټي پر ځای زيان (تاوان) لري، شاولي ماما ته نور ځواب نه ؤ ورپاته نو یې داسي وويل :
ياره يوسف جانه! تاسي چي سبکونه (سبقونه) وويل اوس څه نه درسره ويل کيږي، پخوا به زموږ کليوالو توره اريړه(توره ؤڅکی) ژړه اريړه، خاکشيريا بارتنګ وخوړل جوړ، روغ به سو بیا به یې په سر کي لا نه ؤ درد، ته اوس راسه وايم د دوؤ شپو کوچنی به یې ډاکټر ته ور اخيستی وي او له ها خوا به، هغه د چا خبره يوه پلنډه دغه د ترخو اوبو ډک (شربتو) بوتلان ورکړي وي، دا یې لا څه يو څه زمانه مخکي ښار ته تللی وم يو سړی مي وليدی هغه بل ته یې ويل دا غوا دې چيري بیایې ؟
هغه ورته وويل : ډاکټر ته یې بیايم داسي توبې مي وکښلې، بیا چي يواځي سولم دونه (دومره) مي پر وخندل چي توبه ما ويل ته غوا وګوره او ډاکټر وايم غوا به څنګه د ډاکټر په دوکان (ميډيکل) ور ننباسي د هغوخو داسې تنګې تنګې دروازي وي، يوسف او محبت خان ته د شا ولي ماما پر ساده مجلس خندا ورغله، دوی اوس د سړک يوې دوه لاري (هغه دوې لارې چي سره يوځای کيږي)ته را رسيدلي وو، د هغه بل کلي څخه د راتلونکي موټر انتظار یې کاوه تر څو د ډاکټر تر ځايه يو څه ور نژدې کړي، موټر هم ډير لري نه ؤ راورسيدی، اوس دوی په موټر کي هغي خوا ته روان دي، يوسف خان ورته وويل شاولي ماما ته عجبه ښه سړی یې غوا یا بل هر حيوان خو هم دغسي بدن او وينه لري لکه انسانا ن دوی هم ناجوړه کیږي، شاولي ماما یې خبره ونیول نو دغه په دوکان (دواخانه)يی څنګه ورننباسي یوسف خان وویل ته لکه چي دغه د انسانانود ډاکټر او دواځای یعني دواخانه یادوي؟
شاولي ماما وویل هو،هو،
دغه یادوم، یوسف په خندا ورته وویل : یا شاولي ماما د غواؤ یا د حیوانانو ځای جلا وي هغه داسې غټ ځای وي لکه یوغټ سرای شاوخوایې نورې کوټې وي په هغه کي د حیواناتو ډاکټران ناست وي، بیا ډاکټر باندې راوزي او هغه ناجوړه (ناروغه)حیوان وګوري دې ته د حیواناتو روغتون (هسپتال) وایې، هغه د انسانانو دواخانی ته یې نه ورولي، شاولي ماماوویل :
اوس دې يوڅه سرپه راخلاص کړی ما چي ویل دغه د انسانانو د ډاکټرځای ته یې ورولي سړیه څنګه به یې په دا ځینو کي ور خیژوي بیا نو هغه دروازه خو یې د نازکوهندارو وي هغه خو به دستي ورماته کړي، زه يې و دغه نکل ته حيران وم، زه نو نه وم خبر چي د غوا طبيبان بیا په بل سرای کې(هغه روغتون کې) ناست دي .
د يوسف او شاولي ماما مجلس لا جاري ؤ خو محبت خان به تر ډيره خپل فکر واهه او هغه دبرايي په خوب او پاچهي کې به یي چورت بند ؤ، یوسف خان او شاولي ماما هم تر ډيره حده غرض نه ورسره کاوه پدغه لږ وخت کې هغه موټر وان (ډريور) لا د شاولي ماما څخه دا پوښتنه وکړه چي چيرې ځی، شاولي ماما داسې ورته وويل : هغه د ليونيانو ډاکتر ته ځو .
موټر وان وویل : تاسې خو ټول سم معلوميږی نو د ليونيانو ډاکټر څه په کوی شاولي ماما يې داسي ځواب وکړی وروره موږ هم ولا که يو سم يو مګر اصلي دغه هلک ((اشاره محبت خان ته))ورولو سم ندی کله کله بې ځايه ږغيږي، دلته يوسف خان موټر وان ته وويل : د صحراخلک يې د ليونيانو ډاکټر بولي د بازار خلک يې نفسيات پوه ډاکټر بولي هغه ته ورځو شاولي ماما خو دکلي سړی دی ساده مجلس کوي چي خوا دې بده نسي، موټر وان اوس په يوه کوڅه باندې موټر وګرزاوه يوسف ورته وويل : وروره موږ دلته کښته کيږو دا لار د ډاکټر ځای ته لنډه ده موټر وان هم موټر د لاري و يوې څنډي ته کړی دوی د موټر څخه کښته سول او د موټر وان سره يې حساب خلاص کړی، اوس د يوسف په لارښونه دوی د يوه ډاکټر خوا ته روان دي، شاولي ماما چي هسې د هندارو دوکان يا دواخانه وويني، وايې دغه ښه دوکان دی دغه ځای ته به يې ورولو خو