له تیرو څو کلونو راهیسي دپاکستان لخوا دا خبره مطرح کېږي چې ګواکې افغانستان خاوره د دوۍ پرضد کارول کېږي او یو شمیر هېوادونه او کړۍ غواړي دافغانستان دخاوري څخه په کارولو سره په پاکستان کې نا امني رامنځ ته کړي او یو شمیر هغه تروریستي کړۍ چې په پاکستان کې تروریستي فعالیتونه کوې هغه د افغانستان دخاوري څخه راوړي نو دا چې کوم هېواد خپله خاوره د بل هېواد پرضد کاروي دا هغه مسله ده چې غواړم دلته پري بحث وکړم .
لومړي !
په تاریخې لحاظ که وګورو دافغانستان دورانولو لپاره هر وخت د نورو هېوادونو خاوره کاریدلي ده او هیڅ وخت افغانستان دا کار نه دی کړی که مونږ دانګلیس جګړې ته وګورو او له هغې وروسته په افغانستان دشوروي اتحاد دسرو لښکرو برید ته وګورو او له هغې وروسته د ډاکټر نجیب الله دحکومت دپرزولو او ترڅنګ یې هغه وخت دسولي پروسي د سپوتاژ کولو مسله وڅیړو نو ښکاره ده چې پاکستان دا هرڅه ترسره کړي دي او دا ټول مسایل په نورو هېوادونو کې طرحه شوي دي ، خو په ورته وخت کې هر وخت چې زمونږ ګاونډیان له ستونزو سره مخ شوي دي افغانستان نه دا چې دهغوۍ پرضد اقدام نه دی کړی بلکې داسي سیاست غوره کړی دی چې هغه خپلواک وو چې بیلګه یې دپاکستان څو ځلي جګړي له هند سره وی او افغانستان په دي کې خپلواک پاتي شوی دی او هیڅ نوعه مداخله یې نه ده کړي دګاونډیانو په چارو کې خو دي ټولو ته په کتو سره بیا هم پاکستان دوروستي ځل لپاره د ټولو نړیوالو قوانینو تر پښو لاندي کولو سره په افغانستان کې دجګړې لپاره د طالبانو څخه دملاتړ ترڅنګ هغوۍ ته روزن ځایونه ورکړل او ان ترهغې چې دهغوۍ ښکاره ملاتړ یې وکړ چې بیلګې په لاندي ډول دي .
لومړی :
دکویټې شورا کومه چې د بلوچستان مرکز کې ده او هلته یې هره ورځ دافغانستان ضد پلانونه جوړیږي او له هغې ځایه په اوامرو اخستلو دافغانانو وینې هره ورځ تویوي دا هغه ځآی دی چې دپاکستان دفوځ تر کنترول لاندي دي .
دوهم:
دا چې اسامه بن لادن هغه څو چې دالقاعده مشر وو د پاکستان په داسي ښار کې د امریکایې ځواکونو لخوا ووژل شو چې هلته دپاکستان دفوځ ټول لوړپوړي جنرالان ژوند کوې او دهمدوۍ تر چتر لاندي یې هلته ژوند کولو چې په پایله کې دامریکایې ځواکونو لخوا ووژل شو .
دریم :
دحقاني شبکه هغه شبکه چې په افغانستان کې ترټولو زیاتو تروریستي او افغان وژني فعالیتونو مسوله ده ددي شبکې مرکزي په هغه ځای کې دی چرته چې د پاکستان فوځیان پراته دی او همدارنګه ددي شبکې غړي په اسلام اباد کې ښکاره ګرځیږي چې یو مشر یې څو کلونه وړاندي په اسلام اباد کې ترور هم شو او دا یې ښکاره بیلګه وه .
څلورم :
داخترمحمد منصور وژنه ده اخترمحمد منصور څو کاله وړاندي په داسي حال کې ووژل شو چې د ایران څخه دپاکستان خواته روان وو چې دبلوجستان په سیمه کې دامریکایې هوایې بي پیلوټه الوتکو لخوا په نښه او وویشتل شو چې دایې بله بیلګه چې پاکستان دوۍ ته بستر برابروي .
پنځم :
طالبانو ته د ذهنت ورکول او هغه مدرسي دي چې هلته د افغانستان جګړې لپاره بشري سرچینې برابریږي او دي مدرسو ته دخیبر پښتوخوا حکومت هر کال لس ګونه میلونه کلداري ورکوي چې یوه بیلګه یې دحقانیه مدرسه ده کومه چې دافغانستان د جګړې لپاره دسون توکې برابروي او هلته ورته روزنه ورکول کېږي ددي ترڅنګ یو شمیر علما چې دپاکستان په سیاست کې دخیل دي او ان هلته دلویو احزابو مشري کوي هغوۍ هم په افغانستان کې دجهاد فتواګاني ورکوي او دمختلفو لارو څخه دافغانستان جګړې ته خلک هڅوي او کوشش کوي چې دا اور بل وساتي .
نو پورته یادو شوو مسایلو ته په کتو اوس مالومیږي چې څوک خپله خاوره دبل هېواد پرضد کاروي ؟ ښکاره خبره ده چې باکستان دی او افغانستان هیڅکله دا کار نه دی کړي او که چرته یو شمیر تروریستی ګروپونه کله ناکله د ډیورنډ کرغیړني کرښې هاخواته په پاکستاني پوستو او فوځیانو بریدونه کوي ددي لامل هم پاکستاني فوځیان دي چې دا زمینه یې برابره کړي ده او په سیمه کې یې د ترویزم دغوړیدا لپاره بستر سازي کړي ده .