نن  يونۍ ( يکشنبه )  د اپريل په اتمه چې د وري د اتلسمې نيټې سره برابره ده  ، په سلګونو  لر او بر افغانانو د جرمني په کولن ښار کې د پاکستان د ترهګر او ظالم رژيم په ضد سوله ايز لاريون تر سره کړ. لاريون کوونکو د پښتون ( افغان ) قوم د پاره  د انصاف او حق غوښتنې غږ پورته کړ ، لاريون دري ساعته دوام وکړ او پاې يې د پاکستانی رياست څخه په لاندې غوښتنو وشو 

 ۱ـ  پاکستانی رياست دې  د پښتون ژغورنې  غورځنګ ټولې ديموکراتيکې او انساني غوښتنې ومني

۲ـ  پاکستانی پوځ دې زمونږ سلګونه زره ورک شوي ځلميان او پيغلې له بنده ازاد کړي

۳ـ  د پښتون ژغورنې د غورځنګ نيول شوي سرلاري دې د بنده ازاد کړايې شي ، او د هغوۍ په ضد ثپت شوی ايې ايې ار د ې بيرته واخستل شي، او هغوۍ د ې د ټليغون پر مټ په ځاني او مالي خطرونو نه ګواښل کيږي

۴ـ  په افغانستان او پښتونخوا  کې دې د ترهګرۍ هر راز سياسي او مالي ملاتړ بند کړي

۵ـ  د پښتنو سيمې دې د هر راز پوځي او ترهګريز کړنو پاکې شي

دافغانانو کلتوري ټولنه کولن ميشينيش جرمني