ژوندون نلري بقا

 

دا بحـــــــــــرونــــــــه دا فضــــــا

دغـــــــــــه ځمـــــــــــکه دا هـــوا

داهســــــتي نــــــــــن او ســـــبـا

ده فــــــــــاني دغــــــــــــه دنــيــا

 

کــه بـــــادشاه وي دملکونــــو

هم صــــاحــــــب د کـــــــــروړنو

د بنــــــــــــګلو او بـلـــــــډنګنو

خــــــو تــــــرې تللي وي فــــردا

 

دبــــــــــدبــــې او عــــزتــــونــــه

د قــــــدرت مغــــــروروختونه

ها قصرونـه او بـــــــرجونــــــــه

چـاتــــــــه  نـــــلـــــــــري بــــــــقــا

 

ای مـــــــــــغروره د هســـــــتيو

د قـــــدرت او د چـــــــــوکــــيو

د عيــــشونــــــــو او خــــوښیو

 د ژوند  نـــــــــده   دا مــــــانـــــا

 

لــــــــږ دمــــه شـــــــه د غــــروره

ای د بــــل پـــــه زور باتـــــــوره

شــــرم ښـــــــه دی د تربــــــــوره

کړه حاصل د خــــــدای رضــــا

 

لــــــږ انـــصاف درته پکار دی

 ولـــس ټـــــول درته په قهردی

 سباواک د بــل واکـــــدار دی

مــــکړه ځـــــــــان ســــــــــره جفا

 

عمر ټول پـــه تـــــيريـــــدو دی

 داکاروان پــــــــه رسـیدو دی

غفلت کار د ليــــــــــونـــــو دی

ښــــه عــــزت  لـــــــري   تـــقـــوا

 

ځــــــان دې پـــــيژنه انسان یې

بې خـــــــــبره د خــــپل ځان يې

چې پــــه غـــــیر لارو روان يې

نور د خــــــدای غـــــــواړه پناه

 

سباخــدای تــــه دې رفتن دی

ژوند ختميږي ځـانکندن دی

بس يـــو څــــو متــــره کفن دی

څــــه ځـــــواب کـــــــړې د الله؟

......................................

سمیع الدین افغاني

م ٠ کال ٢٩ -  ٧  -  ٢٠١٠