دقلموال رسالت او مسؤوليت

محمدحسن حقيار

haqyar@gmail.com

 

  ليکوالي داسلام دسپيڅلي دين له نظره  ډېره مهمه  دنده ده او دادين ورته ډېره زياته پاملرنه کوي .

 قلم هغه څه دي چې الله ج پرې  پخپل مبارک کلام عظيم الشان قران کې  سوګند ياد کړى او دخپلې  وحي پيل يې هم پرې کړى دى ،

 دا نن چې نړۍ  دومره پرمختللې ده ،  دا نن چې له پخوانۍ نړۍ او  تاريخ سره زموږ اړيکې خوندي دي ، دا نن چې هم ماده او معنى ژوندۍ ده لامل يې قلم دى .

 دادقلم برکت دى چې نن  نړۍ هوسا او متمدنه ده ، دا دعقل ، شعور ، قلم او سواد  برکت دى چې کائنات انسان ته تابع دي .

داسلام دسپيڅلي دين له نظره ليکوالي  ډېر اهميت لري ، ښه او مسلمان ليکوال داسلام ستر داعي کېدلى شي ، قلم دامر بالمعروف او نهى عن المنکر  بهترينه او ترټولو اغيزمنه وسيله  ده .

په قلم باندې انسانيت او دين دواړو ته خدمت کېدلى شي  خو قلم دډېرو بې لاريو اوګمراهيو ذريعه هم کېدلى شي .

قلم  که ښه و نه کارول شي نو انسانيت ته ترټولو زيان رسوونکى توکى هم کېدلى شي. نو داپه قلموال پورې اړوند ده چې دقلم له نعمت څخه څه ډول ګټه اخلي .

     ليکوال او شاعر د يوې ټولنې د ارمانونو د انځور ولو وسيله ده، ليکوال  هغه څه ويني چې عام وګړي يې يا نه شي ليدلاى او يا يې د ليدلو سترګې نه لري، ليکوال چې پخپل چاپېريال کې څه ګوري مستقيماَ يې پر دماغ او زړه تاثير غورځوي، که هغه مثبت وي او که منفي، خو ليکوال هغه څه ترې اخلي او خپلو خلکو ته يې وړاندې کوي چې ټولنه په مثبت لوري روانولى شي او ليکوال هغه هستي ده چې د يوې ټولنې په ټولو قشرونو او طبقو پورې اړه کړي، همدالامل دى چې يو مسئوول ليکوال او شاعر د ټولنې د هر وګړي په زړونو کې ځاى لري  او د قدر په سترګه ورته ګوري ځکه ليکوال په دې پوهېږي چې د خپل وطن، خپلو خلکو او خپلې ټولنې په وړاندې څه وړمسئوليت لري او خپل قلم په کومه لارو وکاروي.

     که چېرې د تاريخ پاڼې وکتل شي او د نړۍ په هېوادونو کې د ليکوالانو او شاعرانو تاريخ مطالعه شي ډېر داسې ليکوالان د تاريخ پاڼو ثبت کړي دي، چې يوازې د خپل هېواد وګړي نه ،بلکې نړيواله ټولنه هم ورباندې وياړي او درناوى يې کوي دا ځکه چې هغوى خپل قلمونه د بشريت د سعادت او نيکمرغۍ له پاره چلولي دي د هغوى د خدمت معيار يوه محدوده ټولنه نه بلکې ټول بشريت واوخپله نيکمرغي او سعادت به يې د ټول بشريت په نيکمرغۍ او سعادت کې لټاوه ځکه خو نو اوس هم ژوندي دي او تر هغه پورې به ژوندي وي چې دغه خاورينه نړۍ ودانه وي.

     زموږ هېواد ګران افغانستان هم پخپل اوږده تاريخ کې د يو لړ داسې زياتو ليکوالانو او شاعرانو شاهد پاتې شوى او د تاريخ پاڼې پرې رنګينې دي چې هدف او موخه يې يوازې او يوازې د خپل هېواد آبادي، ښيرازي او پرمختګ و، هغو ى چې څه ليکل د وطن لپاره يې ليکل د خپلو هېوادوالو د نيکمرغۍ او سوکالۍ لپاره يې ليکل او په نهايت کې د ټول هېواد د هر وګړي د هيلو او ارمانونو انځورونکي وو همدا لامل دى چې نن د هغوى په نامه او د هغوى پر آثارو سيمينارونه جوړېږي، د هغوى پر آثارو تحقيقات او علمي څيړنې روانې دي او هغه څه پکې پلټل کېږي چې پرون هم زموږ خلکو ورته ضرورت درلود، نن هم ورته اړتيا لري او سبا به هم ورڅخه الهام اخيستل کېږي.

     نو، اى د تاريخ په دې حساس پړاو کې افغان ليکواله او شاعره! ته ډېر ستر رسالت او ددې ملت او دين پروړاندې  دروند مسؤ،ليت لرې . ته هم لکه د خپلو مشرانو ليکوالو او شاعرانو په څېر خپل قلم داسې وچلوه چې د سبا ورځې تاريخ ورباندې  فخر وکړي او نوم دې د تاريخ په هغه پاڼه کې وليکل شي چې راتلونکي نسلونه دې پرنامه و وياړي، پر آثارو دې علمي څيړنې او تحقيقات تر سره شي او په نهايت کې ستا پر نامه او ستا پر آثارو هم علمي سيمينارونه جوړشي او د تاريخ په هر دور کې دې د هر چا په زړه کې نوم ژوندى او همېشنى پاتې شي او ټول افغانان دې د زړونو په تل کې ژوندى وساتي.

او که داسې ونکړي او لدې کنډر کنډر هېواد او دې دردېدلو هېوادوالو سره خيانت وکړې ، هغوى ته ناوړه لار وروښيي ،ناسم   او دروغجن معلومات ورکړې، فکري انحراف ته يې سوق کړې، دتهذيب او شايستګۍ پر ځاى يې  رزالت او خباثت ته  مخ کړې او ددوى له ناپوهۍ څڅه ناوړه ګټه واخلې نو پوه شه  چې هم به دې دخپل وجدان په محکمه کې تل محکوم يې او هم به دقيامت په ورځ دالله ج په حضور کې مخ تورى يې . اوس نو انتخاب ستا پر لاس .

 الله ج فرمايي : (( انا هديناه السبيل اما شاکراً او....))يعنې موږ دهدايت او ضلالت  دواړه لارې ورښوولې   اوس دده خوښه ده چې هريوه غوره کوي .