{د وهم څپرکی حالات خطرناک وو }

لیکوال : رحمت الله  (رحمت )

حالات خطرناک وو بې له دې چي څوک دي کوم مناسبت (ستړي مسیا) سره وکړي، یوکلیوال پر راتیر سو او داسي ورته وویل : زقوم خان اکا صبربه کوې داپه دنیاکي پېښیږي ستاورورـ رستم خان اکا او هغه بل موټروان (ډریور) دکوچني پله سره اوس ماښام غلو یا نورو خلکو وویشتل، ساعت پس چي موږ ورغلوستا یوبزګر وپېژندل چي دایودلنډک پلار رستم خان اکا دي اوهغه بل یې خوریی دي، زقوم خان اکا صبر به کوې په ژوند کي هر رنګه حال پر انسان راځي!

 هغه حکومتي افسر هم یو څوداسي خبري وکړې، لنډک پوه سو چي بیامي ښکار خطاسو اوخپل پلار اوخوریی مي وویشتل، هغه نورانډیوالان یې هم هيښ اوحیران وو چي دا څنګه باز خطاوتي .

 زقوم چي ورتیر سو سترګې د اوښکو ډکي وې ګوري چي دواړې جنازي يې د خپل کور دي  د مړو پر مخ یی لاس ورتېرکړی اوښکي له سترګوڅڅیدلي اوپه زړه کي انورخان ته د انتقام لمبي نوري بليدې، چي ما خو ستا مرګ غوښتي خو هغه زما نفرو خپلي هوسۍ ښکارکړې ښه بل واري به نه خطاکیږي جنازي یې دکوټي مخ ته په حویلي کي کښېښوولي  ټولو خلګو مړي  وکتل هغه کلیوال چي د جنازي سره راغلی وو ځیني خپلوکوروته ولاړل، حکومتي خلکوڅه ناڅه پوښتني وکړي او د خپل تحقیق په دوران کي زقوم خان ته وویل په ښکاره خوبه د چاسره دښمني نلرې ؟

 زقوم خان وویل : زه خودښمني نلرم خوځیني خلک دښمني راسره کوي زما اندازه داده چي دغه کار که د انورخان زوی محبت نه ؤکړی! ولې چي هغه په دغه کشرتوب کي ډیر بې  ځايه بې ځایه ګرزي، یودوه وسلوال خلک هم زما نفرو ورسره لیدلي دي .

حکومتي افسر وویل : ستاولې پر محبت باندې شک راځي چي دا کار به هغه یا د هغه ملګرو کړی وي ؟

زقوم خان وویل : د محبت د پلار سره زما څه جنجال سته د څه مځکو او باغو پر سر هغه غواړي چي ماوبېروي او زه د خپل حق څخه تېرسم .

حکومتي افسر: تاوویل چي محبت دانورخان زوی دی، ما ځکه دا پوښتنه وکړه چي دغه محبت او بل د ده ملګری یوسف په نامه نفر څو میاشتي مخکي هم زموږ پولیسو نیولي وو او بیا هغه ؤ چي د وطن دښمنانو پر پولیس مرکز حمله وکړه او دغه نفر محبت اویوسف هم له پولیس مرکز څخه وتښتيدل دا خو موږ ته مطلوب نفر دي!

زقوم خان وویل : هوما مخکي درته وویل چي دغه محبت او پلار یې په ځینو پېښوکي لاس لري چي دغه دي تا هم یادکړه، حکومتي افسر د تفتيش په دوران کي د زقوم خان نفرو ته هم ښه په ځیر ځیر کتل، ځیني داسي ورمعلوميدل لکه په ځینو بنديخانوکي یې چي ليدلي وي، اخیر یې د زقوم خان وراره لنډک وپېژاندي چي څوکاله مخکي د څه جرمو اویوه قتل په تور سزا سوی وو، زقوم خان ته یې وویل دغه ستا ځیني نفر خو ما ته داسي شناخته رامعلومېږي او دغه یو خو زما په خیال لنډک نومېږي؟

زقوم وویل : هو صاحب ستاخیال صحي دی ضرور به دې لیدلی وي او دغه زما وراره څه موده کیږي چي له بنده راخلاص سویدی ضرور به دې هلته لیدلی وي، حکومتي افسربه لایو څه خبره کول چي زقوم خان پر لنډک ږغ کړه ته ورسه دغه سرکاري خلکو ته خو ډوډۍ برابره کړه موږکه په غم اخته یو چي دوی خو یوڅه وخوري، لنډک لاحرکت نه ؤ کړي چي حکومتي افسر وویل : نه نه! خان صاحب تکلیف به نه کوې موږ ډوډۍخپل ځای ته رسوو بیابه یې د خوشحالۍ په ورځ سره خورو  اوس موږ  رخصت اخلو، زقوم خان د جیب په دسمال سترګي پاکي کړې شاوخوا یې وکتل وروسته یې داسي وویل : د حکومت هم عجیبه کارونه دي چي موږ له یوه افسر سره شناخته کیږو او د هغه سره مو د دوستۍ تعلق جوړیږي هغه یې بیا راڅخه بدل کړی وي، وایم دغه دي چي ته دې علاقې ته راغلی یې زه نه یم درخبر سوی، کنه ضرور  به مي ملاقات درسره کړی وای !

حکومتي افسر په ځواب کي وویل : نه هیڅ خبره نده ستاکه ملاقات نه ؤ راسره سوي ماخو دې د نامه اورېدلي وو، چي هر وخت دې کوټه د مېلمنو ډکه وي .

 په دغه حال کي زقوم خان هغه حکومتي افسرترلاس ونیوی او یوې خواته یې د خلکوڅخه بېل کړي یو څه پټي خبري یې سره وکړي، څه نور هم سره ودرېدل یوبل ته به یې اشاري کولي په پای کي خبري په زوره سوې، ضروري خبري لکه چي خلاصي کړې وې، حکومتي افسربه د سترګو تر کونجانو وکتل خولۍ به یې پرسرکږه کښېښوول افسري اداب به یې ټول پوره کړل، بیابه یې داسي په یوه خاصه لهجه وویل : نه خان صاحب خدای  به یې اسانه کړي پرځان یې مه ډیره وه ستا دښمنانو ته به ضرور سزا ورکول کیږي، هغه به داسي نه پاتیږي خوته به لږ  صبر کوې .

په خبروخبرو کي حکومتي افسر او زقوم خان اکا دکلا لوی دروازې ته ورسېدل یوار به یوه خبري کولي دا بل به سرورته ښوراوه بیا به دا بل دغسي ورته کول، د زقوم خان په خبرو کي ځکه سختي نه وه ولې چي یوار حکومتي افسر دا هم ورته وویل چي زموږ خفیه (جاسوسي) راپورستا نفرو ته هم یو څه اشاره کوي او زقوم خان خو پوهيدی چي کارخومي د خپله لاسه خراب سو نو به د ډیرو فکرو څخه وخښم ته نه خلاصيدی .

اخیر حکومتي افسر رخصت واخیست او د خپلو نفرو سره د انورخان د کور پرخوا روان سول، اوهلته په رسېدو یې دروازه ور وټکول، انورخان اکا د دروازې څخه ږغ پر وکړ څوک یاست چي دروازه ټکوي؟

د خلکواوموټرو ږغ او د بتیو رڼا او بې وخته دروازه ټکول دا هرڅه له خطره خالي نه وو، خو د څه خبرو کولو وروسته انورخان اکا له کوره پر راووت، یوڅه راشه درشه یې ورسره وکړه، خو اخیر حکومتي افسر شناخته ور معلوم سو چي امیدخان دي او تر څه خبرو وروسته یې ښه سره وپېژندل .

 افسر امیدخان وویل : ښه انورخان اکا دا ستا کور دي ؟ تا نه ؤ راښوولی خو ما په توره شپه کي پېداکړی، انورخان ورته وویل : هوتاسي خو بېداره خلک یاست اوپه توره شپه کي د خلکو کورونه پېداکولی سي، خو په سپینه ورځ  بیا غله درځني ورک سي !

دغه مهال د انورخان اکا د کورنۍ انسانان د دروازې شاته بېرېدلي ولاړ وو نه پوهیدل چي څه به کیږي، اخیر امید خان ورته وویل : نورمجلس به بیا بل وخت کوو د محبت په نوم ستا په کور کي څوک سته ؟

 انورخان وویل : هو زما مشر زوی محبت نومیږي، ولې خیر خو دی ¿

 حکومتي افسر وویل : دا خو خبره خرابيده زما خیال ؤ چي تا اوستا زوی او درېیم یوسف له ځانه سره اوس بوزم خوزما او ستا پخواني تعلق خبره اوس له خرابېدو را وګرزول اوس به یواځي ستازوي په لاس راکړې .

 انورخان لاڅه نه ؤ  ویلي چي محبت د کوره راووتی اوخپله موټر ته وخاتي، لکه ده چي دا مجلس د دروازې ترشا اورېدی امیدخان رخصت واخیست او موټران یې په بیړه روان کړه، د محبت پلاراوټولې کورنۍ په موټرانو پسي کتل او د ارمان اوښکې یې تویولې او دا ورمعلومه سوه چي د زورورو خلکو سره د دوستۍ دغه نتیجه وي!

شپه تیره سوه غرمه ناوخته د زقوم خان ورور اوخوریی خاورو ته وسپارل سوه ډیر خلک یې په هدیره کي حاضر سوه غټي غټي دعاوي پرقبروویل سوي فاتا دزقوم خان پرکورشروع سوه ډیرپسونه اوغوایی ورپسي حلال سوه په دا نژدې سیمه کي د چا دونه لوی خیرات نه په یادکيدی، خلکو به ملک زقوم ته د تسلي ویلو پر وخت ویل : خدای پاک دې دغه خلک په موږ رسوا اوشرمینده وویني، بل چا به بیا داسي ویل خدای پاک دي دغه خلک تبا کړي څوک چي د بل کورونه خرابوي، ملک زقوم پوهيدی چي خلک و ده ته پر خپله کمبله بدي خبري یاښیراوي کوي، ولې چي ده ته معلومه ده چي دا هرڅه و ده ته د خپله لاسه ور پیښ دي، د محبت پلارانورخان نه پوهيدی چي چاره به یې څه وي دې ټولوخبرو د خبري سر ځیني ورک کړی ؤ، هغه اندیښنه چي د ده سره وه هغه ورته حقیقت ښکاره سوه، ولې چي تیره شپه دی ده زقوم خان د نفرو د حملې څخه روغ پاته سو، او د زقوم خان وراره لنډک د خپلو نفروسره د لوی لارې د کوچني پله سره مخ ورته نیولی  وو،

لنډک او د ده وسلوالو نفرو د څو ورځو څخه د انورخان لاره څارل مګر قدرت ځیني وساتی،  خو دا چي مخ ته به څه کیږي دې ته حیران وو، دا یې زړه ته لوېدلې وه چي زقوم خان د اولې ورځي څخه ورسره په چم کي وو،  داچي خپله لور غوټۍ یې ستا زوی محبت خان ته درکړه لایې دغه غلطه اراده وه چي د دغه دوستۍ له لاري به ستا د مځکو اوباغو قبضه کوي، داچي یو څه جایداد یې اوس هم را څخه قبضه کړی دی لایې صرفه نده په ماته، دا خو یې لا څه کوې چي هغه وسلوال غله یې لاکله کله څو ګونۍ غنم یا کشمیش را څخه غلاکړي،  هغه څو شپي مخکي یې لنګه غوا  را څخه بوتله پر دې ټولو سربیره دی مي لاومرګ ته هم ناست دي، خو بیا به د خپل زوی محبت خان  د راخلاصیدو  په فکر کي سو، د دې خبرې لپاره یې يواځي د حل لاره دا راویستله چي ځه غم یې مه کوه نن خوډیرکارونه په پیسو هم کیږي، پیسې خو لرې!

هلته زقوم خان پخپل وروراوخوریي پسي خورا درانه خیراتونه وکړل، څو پسونه او غوایي يې پسي حلال کړل  ډیر خلک يې فاتحې ته راغلل، چا وچا به ورته ویل زقوم خان اکا خدای پاک دې آل اوعیال ورتباه کړي، چا چي ستاورور او خوریی در مړه کړل، اوته یې د غم پرکمبله کښینولې، خدای پاک دې دوی هم دغسي وژړوي زقوم خان پوهیدی چي دغه خلک پرخپله کمبله و ده ته ښراوې کوي، ولې چي دا هرڅه و ده ته د خپله لاسه ورپیښ ول، ولې چي ده خپل وراره لنډک دې کار ته ګمارلی ؤ چي انورخان به وژني، مګر د لنډک او د ده د څو چرسي ملګرو په کمین کي د لنډک خپل پلار او د هغه خوریی د مرګ وکندي ته وروغورځول سول د دوی داګمان ؤ چي دغه سپن موټر د انورخان دي، مګر تازي خپله هوسۍ (اوسۍ) ښکارکړه خو د پیښې څخه تیښته نه کیده .

 دغه روانو پیښو د دې ټولې سيمې د خوشحالي فضاء ګډوډه کړی وه، څو شپې مخکي د زقوم خان د وسلوالو غلو تر مینځ په وسلواله جکړه کي د زرغون اکاځوان زوی (جانک مسکین) او د جانک مسکین دوه نورانډیوالان پتومسکین، او ژړغاښی ووژل سوه .

 د جانک مسکین جنازه یې پداسي وخت کي کورته وروړه چي د واده یې هسي پنځه میاشتي پوره کيدې د ده د واده د ډاله د دربا او درزا ږغ لا اوس هم د خلکو په غوږو کي وو د جانک مسکین په واده کي داسي بیدریغه ټکان وسول چي په لنډي کلي کي د هواڅخه د را ایله سوؤ ګولیو(مرمیو)په لګیدو دوه پسونه یو د ژرندې مزدور ټپیان سوه او یوبل ځوان چي د مور یو زوی ؤ او دوې ورځي وروسته یې واده ؤ د همدغه د هواڅخه د را ایله سوؤ ګولیو(کارتوس) په سرکي د لګیدو په وجه ځواني مرګ سو او د واده روانه خوشحالي یې په غم وربدله کړه، خو د جانک د کورنۍ اوانډیوالانو سره يې د بل چا هيڅ غم نه وو چي زموږ د هوائي ټکانو څخه به چاته تکلیف يا ازار رسیږي، هغه د چا خبره ( ویل نانه يې پرڅه ده ویل نانه پر واده ده).

د جانک  د واده په شپو کي د ده کورنۍ او انډیوالانو سره يواځي د ځان د خوشحالي غم ورسره ؤ نه د بل د ازار یا د کور د خرابیدو په اولو درو شپو کي خو داسي ټکان او ډول وږغول سو چي د نژدې کلو اوکورو خلکو د شپې هیڅ خوب او ارام نسو ځیني کولای هر چابه دا ویل چي خدای مو کور خراب کړه دا څنګه واده دي چي نه د ورځي ارام درسه کولای سو اونه د شپي خدای پاک دې په غم در بدل کړي دا څنګه واده دی ،

ریښتیا هم د خلکو ښیراوي (بد دعاوي)خدای پاک قبولي کړې د پنځو میاشتو دغه راوړې ناوې یې کونډه سوه، او د جانک مسکین جنازه سهار مهال د زرغون اکا کورته راوړل سوه، د جانک مسکین د ژوند په اخیري شپو کي د زرغون اکا یو څه ظاهري کار سره برابر ؤ، جانک به پیسې ورته راوړلې ده یې پوښتنه نه کول چي حرامې دي که حلالې یا یې د کومي خوا راوړې .

 زرغون اکا پدې شپو کي څه مځکه هم رانیوه او اته میاشتې مخکي د جانک د کوزدي غاړه  هم ويستل، اوهغه وو چي پنځه میاشتې مخکي د جانک واده ښه په درب او دروب راوړی، د جانک د پلار دا هم خیال ؤ چي که خدای(ج) کول دا د حج پیسې به لا دا خیله کړې دغه یو ارمان به دې  هم پوره سي بیا به نو جانک د دغه ډلې څخه راوباسي .

 یو شی یې لا بل هم په زړه کي ؤ چي دغه د پلار قبر  دې ښه په سیمټو کي نیولی وای او ښي سپیني ډبري دې پر راګرزولې وای، سر ته به دې د ده نوم او تاریخ هم په یوه ډبره ورنویشته کړی وای ! دی خوارکی خو هم په ډیره مسکینۍ کي مړ سو، پرموږ خو ډیر حق لري، خیرات خو  مي ندي ورپسي پري  ایښي، جانک چي کله کله یو پسه راولي هغه خو ور پسي حلالوم، مګر د زرغون اکا دغه ارمانونه ټول له خاورو  سره خاورې سول .

بله پیښه دا وه چي څوشپي مخکي منګل ځوان د غوا د غلا په شپه د ګوډ سپي لخوا ووژل سو  او بل انډیوال رنګین د ډب کلي د صاحب زاده زوی یې د زرغون اکاپه کور کي کلیوالو ونیوه ، او اخیره پیښه دغه وه چي د زقوم وراره لنډک د خپلو چرسي ملګرو سره غوښتل چي انور خان مړ کړي، خوبخت یاري ورسره ونکړه او خپل پلار  او د هغه خوریی په حق ورسول .

 دې ټولو پیښود لوړ کلي او ورڅیرمه سیمې د امن او خوشحالۍ فضا ډیره ګډه وډه کړي وه، دې سیمې ډیره ښه ښکلا درلودل، څلور سره کلي، لوړ کلی، کښته کلی، لنډی کلی او د ډب کلی یې د هر  رنګه ونو (درختو) او ګڼو باغو څخه زرغونه ښکارېدل، د توري غنډۍ هره لمن په ونو (درختو) پوښلې وه .

 د توري غنډۍ سپیني چینې سیمه د ژړکاریز هره خوا او د سرچپه کاریز هر لوری د سړی څخه زړه وړي، له هره باغه (بڼ) د رنګارنګ مرغانو سندریز اوازونه راپورته کيدل اویورنګ عاشقانه کیف به یې درلودی .

 د تاج ګل لالا پر دوکان به یو وخت دکلي ځوانان راټولېدل اوبل وخت به بیا څو سپین ږیري ناست ؤ او خپلي غورې (مجلس) به یې کولې، د تیمور اکا پر کوټه به کله کله څو مشرانو مجلس کاوه د مکتب (ښونځي ) انجینو او هلکانو به د غوټۍ اومحبت خان د میني کیسې کولي، ځینو به بیا د ګوډ سپي کارنامي یادولې، خو اوس پدې سیمه کي هغه کیف اوخوند پاته نه ؤ، ډیرو به دا بدبختۍ د زقوم خان د لاسه بللي، دی به یې پدې ملامتاوه چي دی دغه وسلوال غله او بد خلک ساتي، او په ناحقه د خلکو مځکي یا باغونه لاندې (قبضه) کوي، چا ؤ چا به ویل دا خو د اصله خان ندی پلار یې د دې کلي ګوروان  ؤ  د ژرندې تر څنګ په هغه زاړه سرای کي اوسيده ، د ماښام په ډوډۍ پوري حیران ؤ چي مړ سو کلیوالو د کفن پیسي ور ټولې کړې، خو نن د زقوم داهر څه هیرسو او ځان یې په زور او ظلم خان جوړ کړیدی، هسي د ښو او سمو خانانو نوم وربدوي، خان خو اصلي ملک شاجهان ؤ  چي نه یې غله ساتل او نه یې په زور د بل مځکې لاندې (قبضه) کولي، هره فیصله به یې په حقه کول .

زقوم  خان ته په اوله شپه هم پولیس افسر امیدخان وویل چي زموږ معلومات داسي دي چي پدې پیښه کي ستا د نفرو لاس سته، نو ځکه دا قیضیه نوره زقوم خان ونه پلټل، ځکه د انورخان امید ؤ چي د یو څه اثر او رسوخ او پیسوپه کارولو سره به خپل زوی محبت خان له بنده راخلاص کړي، او په ټول کلي کي د محبت د راتلو ازانګې ګرزیدې د مکتب (ښونځي) انجونواوهلکانو یو بل ته زیري ورکول، جمیلې چي همدې خبري ته ډیر انتظارکاوه  غوښتل یې چي دا زیری به تر هر چا د مخه پرغوټۍ دا کوي .

 د جمیلې ورور  نعمت به هر کله د انور خان اکا څخه د لیدو  پر وخت دا پوښتنه کول چي  په کومه ورځ محبت را ایله کیږي ما به خبروې چي زه او یوسف به هم هلته درسره ولاړ سو، پدغه ورځ دغوټۍ ملګرې جمیله د سهار څخه لا خبره وه چي د دې ورور نعمت او د محبت بل انډیوال د انورخان اکا سره ولاړل کله چي ماپښین مهال دوی را ورسېدل نو نعمت دستي خپله خورجمیله خبره کړه تر څو دا زیری تر غوټۍ پوري ورسوي، غوټۍ هم دا څوورځي اوشپي ډیري غمجني تېري کړي وې د خوشحالۍ کومه خبره يې نه وه  اورېدلی .

 ښونځي (سکول ) ته به پدې نیت تلل چي ګوندي نن به محبت راسي، دا خیال به هره ورځ ورسره ؤ،  ښونځي ته په ور تلو به یې څه ناڅه فکر بدلېدی پر لاري به جمیلې هر وخت ملګري ور سره کول هغي به ډیرې تسلي ورکولي، په سبق خونه (کلاس روم ) کي به د محبت خان چوکۍ (کورسي ) ته کله کله کتل ، کله کله به یو چا یوه ګیډۍ (دسته) ګلان هم ورباندي ایښي وو، ځینو همزولو به چي کله غوټۍ ته وکتل بیا به محبت ور په یادسو، او دغه د دوی دواړو دښو ځوانیو او د میني او ارمانه ډک غمجن داستان ټوله کیسه به یې په زړه کي تیره سوه اوڅودغم اوښکي به یې کله کله ورسره وڅڅولې .

 کله به د محبت خان هغه د ځواب صحنه (پیښه) ورپه یادسوله، کله چي د دوی د میني د اظهار لومړي وختونه وو هغه پیښه داسي وه : کله کله به هغه وخت غوټۍ د محبت خان د ناستي د ځای سره یوه ګیډۍ (دسته) ګلان ورته ایښي ول او په منځ کي به یې هغه لیک پروت وو چي دې به ورته لیکلی وو په لیک کي به کله نازونه او کله ګیلي لیکل سوې وې، چي  هو پرون مادرته کتل اوډیرانتظارمي وکړی خو هغه ته نه راغلې، پرما هغه ساعتونه لکه کلونه داسي تیر سول، خوته بس هم دغسي بیغمه یې څوقدمه دې لا نسوای را خوارولای، او نور کارونه دې ضروري ګڼل چي نه راغلې .

 محبت خان چي به داسي ګیلمن لیک ولوست سر به یې پرله وګرزېدی نه پوهېدی چي څنګه ځواب ورته ولیکي، که له یوې خوا پرون ليدل او مجلس ځیني قضاسوي وو د بلي خوا دا دي غوټۍ هم ځیني ګیلمنه ده .

 دی لا پدغه چورتو کي وو چي د استاذ خبرو اوسبق ته یې هیڅ پام نه وو، استاذ هم پوه سو چي محبت خان  ندي متوجه، نو دستي یې پوښتنه ځیني وکړه، ولې زما د سوال ځواب نه راکوي تاته وایم محبته! چي مځکه څو براعظمه (وچي) ده اوموږ په کوم براعظم کي اوسیږو؟

 محبت خولا د وخته په چورتو کي غرق (لاهو) وو او په لوړو خیالو کي یې دغوټۍ ګیلوته د ناز ځوابونه ورکول اوپه خیالي دنیا کي ورک وو،  د استاذد پوښتني په ځواب کي یې بي اختیاره داسي وویل : هو ته  مه خفه کیږه هغه زه پرون بل ملګري یو ځای ته بوتلم،.... هو ته خفه نسي نور مي هیڅ کارنه درلودي، اوزما یواځینی کارخوتاته درمعلوم دی چه هغه ستاسره لیدل دي، پدې ځواب سره نه یواځي استاذ (ښوونکی) بلکه ټول شاګردان  حیران سول چي دا محبت خان څه  وايي؟

استاذ په ډیر خښم سره خبره ور غبرګه کړه، هلکه محبته دا ته څه وایې، زه د بري اعظمو  پوښتنه درځیني کوم اوته وایي زه پرون بل ملګري بل ځای ته بیولی وم،  دلته محبت خان په ځان پوه سو چي دا څه را وسواو ماڅه وویل  خولا پوره پخپل حال کي نه وو راغلی په معذرت یې وویل : صاحب زه پوه نه سوم، زما دا خیال وو چي زه بل ځای یم او ته له ما څخه ګیلمن یې بخښنه غواړم، دنیا اوه بري اعظمه ده او اوه سره د غمو ډک دي دوه کسان نسي سره پیداکولای .

  استاذوویل : هو اوس لا هم سم نه یې پوه سوی ماکله پوښتنه

 در څخه وکړه چي په بري اعظمو کي غمونه سته او که نه، ماخو داسې وپوښتل چي مځکه څوبري اعظمه ده او موږ په کوم بري اعظم کي اوسو ؟ خیرزه پوه سوم چي ستابدن دلي دی اوروح دي ګوره چي دچاسره ګرزي،  د محبت خان دا  ځواب او صحنه اوس هم د ډیرو  یاد وه .

د ده پر دغه ځوابو به کله کله همزولو خندل او کله کله به بیاډیر  ورته حیران وو چي محبت خان پدغه ورځ څومره د میني په دنیا کي ورک سوی وو.

ولې چي تر دغه وخته د دوی (د محبت اوغوټۍ) مینه نه وه داسي رسواسوي اونه ډیر همزولي پرخبر وو چي غوټۍ خپل پلار په کوچنیوالي کي لامحبت خان ته ورکړېده .

 کله چي څوکاله وړاندي دا پیښه وسوه، نو په همدغه ورځ د محبت خان نژدې ملګري یوسف خان هم خبر سو چي دا ده ته څه ورپیښ سوي دي، هغه ډیر نصیحتونه ورته وکړل چي اوس دي لا ځان په واک کي دی داسي مه کوه یوسف خان د خپل ورور کیسه هم ورته وکړه، خو محبت خان ته دا نصیحتونه د ماشومانو خبري او د اوبو د سر ليکي معلومېدې دی د میني په لیوني آس سپور وو د هیڅ خطراحساس یې نه کاوه، نوهمدغه وو چي د محبت خان د میني داستان په ښکاره ولېدل سواو د دغه لیوني داستان دروازه خلاصه سوه  .

کله به یې د کتابو پر ځای د کنجاړې پارسل را اخیستی وو کله به بیا په چورتو او فکرو کي تر خپل کورتېر سوی وو، کله به بیا د غوټۍ سره پر مازې( هسي خبره ) خفه سو، او د کلي د تاج ګل لالا پر دوکان به خلکو په لیونتوب کي راوګرزاوه، یوار خو لا دکلي څخه هم ورک سو چي بیا یې خلکو پل ورپسي واخیست او به دغه دوران کي د ده د ماما زوی لونګ  مار وخواړی، او ځواني مرګ سواو د محبت خان پل پرهغه ځای پاته سو، څه زمانه بیدرکه وو  بیا  د کلي په هدیره کي د ملنګ په جامه کي وليدل سو .

او اخیري پیښه داوه چي خپل خسر زقوم خان د خپل ورور اوخوریي د وژلو په تور وپوليسو ته ور په ګوته کړ، څو ورځي کیږي  چي د ده پلار انور خان یې د را ایله کیدو کوښښ کاوه او د جميلې ورور نعمت ورته ویلي وو که محبت خان را ایله کيدي نو زه به هم دده مخ ته درسره ځم، نو ځکه جمیله نن خبره وه چي نن به را ایله کیږي ولې چي نعمت د انور خان اکا سره نن ولاړی او دا یې ایراده وه چي دا زیری به پرغوټۍ داکوې .

دغه شپي او ورځي پرغوټۍ ډیري سختي تېري سوې، د مکتب (سکول ) پر لار به جمیلې ډیره تسلي ورکول او د امید پر لارو  به یې بیول، چي خدای پاک به یې خیر کي، خدای(ج) ته هر څه اسانه دي، د کلي سپین ږیري به پدې خبره کي وګرزي اوستا پلار به پدې راضي کړي چي نور د خپل زوم (محبت ) لور(غوټۍ)او خپلي کورنۍ سره دا ظلم مه کوه، دا خبري که څه هم پرغوټۍ ښي لګیدې مګر د اهر څه ځکه ورته یو خوب ښکارېدی ولې چي دې ته د خپل پلار طبیعت ښه معلوم وو او نه یې خپل بخت  داسي بختور باله چي دا هر څه به سميږي، چي کور به وه نو زیات وخت به یې پخپله خاصه کوټه کي تیراوه کله به یې فکر د کوچنیوالي و خواته ولاړی  د کلي د نرۍ ولې سره به یې چي بازي کولي او هغه وخت به یې یو پربل اوبه پاشلي یا به هلته په ټالو کي زنګېدل .

 بیابه یې د فکر نیلی دغه د غټوالي ملاقاتو ته راغلی دغه وخت که دوی په یو څه سره پوه سوي ؤ خو بیا هغه د پخوا په شان بي قیده نه سول سره یو ځای کیدای، یواځي به کله دمکتب (سکول ) پرلار یوبل ته انتظار وو کله به بیا د لیک له لاري د یو بل په حال خبریدل چي دزقوم خان د بزګر کوچني زوی به یې رویباري کوله او دیوه بل لیک به یې ورساوه .

 نن ماپښین بیا دا په دغه فکر کي وه، هغه ځای ته به یې ډیر کتل پر کوم ځای چي محبت خان څو شپي مخکي یوه شپه ناست وو هغه شپه ځکه دې ته تر ډیروشپوښه وه  ولې چي د محبت خان د ورکېدو سه بعد لومړی وصال د دوی د واړو پدغه شپه سره وسو اوبیا به یې هغه ګړۍ او صحنه سترګو ته راتلل  کله چي محبت د شپي په اخیر کي رخصت اخلي او ولاړسي دا لا د فکرو پدغه ټال کي ځنګېده چي د دې دخوني دروازه را خلاصه سوه، غوټۍ بي اختیاره داسي ورته ووایی : وی! ښه سو چي بیرته راغلې ماچي ویل ولاړې !

جميلې په کټ کټ پر وخندل او داسي ورته وویل : ولې د خوبه خو نه یې زه خو اوس راغلم ،

غوټۍ پوه سوه چي هسي مي ناپامه دا وویل، نه پوهېده چي خبره څنګه واړوي ، دا چورت هم ور سره وو  چي جمیله نن څنګه تر خپل وخت د مخه راغله خو داچي نن تر نورکله خوشحاله ښکارېده او د مسخرو لړۍ یې نه شکېدل او د مخ څیره یې تر هري ورځي روښانه وه  نو دې به هم خوشحالي ورسره وکړه خو دا چي دا به نن ولې او په څه شي خوشحاله وي پدي نه پوهېده .

 دا چي د جمیلې د مسخرو  لړي نه شکېده او په دغه دوران کي به د دې د لاسو ګوتي هم کلکي وپیچلي، نو غوټۍ یو څه شکمنه سوله چي یو څه یې اورېدلي دي، نوره یې د زړه خوشحالي ورته زیاتېده که څه هم دې اوس د ځینو خبرو ځواب ورکاوه خو دا تلوسه یې وار  په وار  زیاتېده چي په اصل حقیقت ژر خبره سي، جمیلې هم قصدي نه غوښتله چي دستي دې اصلي خبري ته راسي، تر څویو څه یې د ساعته وزوروي .

غوټۍ هم خپل پوره کوښښ کاوه تر څو د زړه غِوټه یې ورخلاصه کړي، او د خبري مطلب ځان ته حاصل کړي، که څه هم له اندازه د ښې خبري او د ښه شي د زیري معنی ځیني معلومېده خو بیا هم پدې د غوټۍ تسلي نه کېده، بس یواځینی شی چي دې ته ورپاته وو هغه په خوابدي ولاړېدل وو، ترڅو د جمیلې دا مسخري پای ته ورسیږي او د زړه خبره په خوله وکړي .

 پر غوټۍ هم اوس دا  اثر د خوابدی ښکاره سوپه ناراض ډول له خپل ځایه ولاړه سوه چي اوس به تر دروازې وتل جمیلې خپل ټول انداز  بدل کړ ی په تلوار یې لاس په غاړه کي ور واچاوه ، او په دا بل لاس یې د دې لاس په مینه  کلک وپیچي  چي دایې نوره دې ته مجبوره کړه چي بیرته خپل ځای ته را وګرزي ، غوټۍ هم ډیر مقاومت ونکړ دا پوه سوه چي دا اخیري غشي کار وکړاو د نښي منځ یې وویشت ، خویو دوې خبرې لا د ګیلې په ډول داسي ورته وکړې  هو خورې ته خو نو څوک دې ته اړ باسې  چي یا جنګ درسره وکړي یا مخ در څخه واړوي ، په سمه خونو سمه خبره نکوې  .

 جمیلې نوره خبره نکړه ورسره غبرګه مګر یواځي به یې د غوټۍ هري خبري ته یوه د ناز داسي مسکا کوله چي ګویازه در ملامته یم او د کښیناستو سره به د زړه غوټه درته خلاصه کړم ، کله چي پر خپل ځای دا کښینوله ، بې له دې چي د زیري ورکولو معامله ورسره خلاصه کړي یاکوم  زیری پرکښېږدي د محبت خان درا ایله کېدو مبارکي یې ورکړه ، ورسره یې یو لیک هم دې ته ورکړ ی ، پرکوم چي د محبت د لاس لیکلو او لیک نښان ښکاره وو ، او دا لیک محبت خان و نعمت ته نن سپارلی وو او نعمت د خپلي خور جمیلې په ذریعه دا دې ترغوټۍ پورې را ورساوه .

غوټۍ پدې خبره سره ډیره وغوړېده د یوساعت لپاره هرڅه غمونه ورڅخه هیر سول په هر څه کي به دې ته د محبت خان تصویر (انځور) ښکاریدی .