د داستان پيل ؛اواول څپرکی
ليکوال : رحمت الله (رحمت)
د ماخستن خوا ته په کلي کي ډول ډول اوازي وګرځیدې چا ویل د کوچني پله سره یې انور خان او زوی وویشتل ،چابیانورڅه ویل.
کیسه داسي وه چي د ملک زقوم خان او انور خان اکا خبره ورځ په ورځ خرابېده څه مشران یو دوه وار کي وګرځېدل خو خبره سمې خوا ته نه تله او نه د خبري سم سر پیداکيدی،یوه یې یوڅه ویل او هغه بل بیا بل څه ویل، ملک زقوم که له یوې خوا د مینځ ګړو (مشرانو) سره خبري کولي، خوله بلې خوابه یې انور خان ته نوي لومي او تلکي درولي، اخير یې دا فیصله وکړه چي څو نفر دې لارورته ونیسي او مړ دې کړي دا یې د کیسې د ختمولو لنډه لار وبلل .
انورخان هم څه غوږېدلي وو کله به یې د تلو راتلو وخت بدلاوه اوکله به یې لاره بدلوله، کله به په موټر کي راتلی او کله به یې د پښوتګ ښه وباله یوار دوه چي په پښو را روان وو د ملک زقوم نفرو نه ؤ پېژندلي او ځیني راتېربه سو، اخيري وار د ملک زقوم وراره لنډک او درې نفره نور دغه کارته وټاکل سوه، دوی هم خپل کوښښ ورپسي شروع کړی کله به یې یوه لار ورته څارله او کله به یې بل کنډوـ ورته نیولي ؤ، خو نصیب به ورځني چپ کړی . د دغه حملي د ورځي د مازدیګر څخه لنډک او ملګرو پر جوړه کړې نقشه د کوره څخه د باغو د مابین پر لار پسي ووتل وروسته د ملنګ جان د باغ سره په تنګه کوڅه کي د لوی لاري دکوچني پله پر حد (برابر) وسړک ته ووتل پر دغه علاقه څه ونې (درختي) هم وې چي څوک د لیري ځایه ښه نه کي معلوميدی او سایو یې د ماښام تیاره نوره زیاتوله .
د دوی معلومات داسي ؤ چي نن انور خان په سپین موټر کي مازدیګر قضا یاوروسته پردغه لار راځي او دا یې یقین وو چي نن به ښکار نه ځیني خطاکیږي او دا د څو ورځو انتظار به یې نن ختمیږي .
لنډک به د څار لپاره د سړک په اوږدوکي ورته ګرځيدی او د انور خان د موټر څارنه به یې کوله، هغه نور درې ملګري به یې کله د یوي وني (درختي) شاته پټ سوه اوکله به یې د سړک لاندې په کوچني پله کي ځانونه نهام کړه، څه موټران تيرسول خو دوی د سپین موټر انتظارکاوه تیاره وارپه وار ډیرېده اخيرمیرو و نورک ته وویل دا به کله سپین موټر راځي د دې وروسته که هر موټر راغلی پرهغه به فیر کوو . نورک وویل :ته څه وایي پرهرموټرولي حمله کوودهغوڅه ګناده،
میرو وویل : یاره زه ډیرخماري سوم که سګریټی (د چرسوډک سګریټ) ژر نه را لګوې زماڅخه کار خرابیږي نورک وویل یاره خو د مازدیګر رائيسي دې درې سګریټه وڅکول څنګه بیا ژر خماري سوې، خر چغال یې بېریږې هسي پلمي کوې، په دغه حال کي هغه دریم ملګري طوفان سګريټی ولګاوه دریو سره وڅکاوه لایې نشه زیاته سوه دنشي په حال کي نورک وایې یاره میرو ستا واده به کله وي؟
میرو وویل : بس له دې خوا چي ورسوزماواده دی، خودغه انورخان وځنډيدی کني نورکارسم دي، هغه درېیم انډیوال یې هم د نشي په حال کي وویل یاره خبري کراري کوی چي هغه انور خان یې وانه وري، په دغه حال کي یوموټر راښکاره سو بتي یې لګېدلي لنډک ږغ پروکړ میرو، نورکه او طوفانه بیداره اوسی داسي معلومیږي چي دغه موټردی .
٫٫ موټرلاپریوڅه فاصله څوګامه اخواته دي د دې خوا د دوی یودم باندې فیرونه سوه ٬٬ موټرخپل عادي تګ د لاسه ورکړ له لاري واوښت اوپه یوه ونه (درخته) کي ولګيدی او د یوه غټ درب کېدوسره ودرېدي لنډک لږ وړاندې ورتېر سو ښه یې په ځیر ورته وکتل ګوري چي په موټر کي دواړه نفر د مرګ په حال کي دي .
نورک ږغ پر وکړ څنګه دي انورخان خوبه بل فیرنه غواړي لنډک ځواب ورکړ نه نه نور ختم دی په دغه حال کي طوفان هم ورته رارسيدلي ؤ او ویل یې دا دوهم یې لکه چي زوی دي، لنډک وویل : هو! زماهم دغه خیال دي چي دا به د ده زوی محبت وي، خو یوڅه تیاره ده دا خبره به صباښه معلومه سي چي دا دوهم نفر څوک دی؟ د خوشحالي لپاره که یو فیر څوک کوي خوښه موده کني درځی زمریانو کامیابه ښکارمو وکړ، خو دغه کار طوفان ملګري وکړ یو فیر یې بل پر دغه نفرو وکړ .
بیا نو دوی هم پر راغلي لار روان سول ماخوستن ؤ چي د زقوم خان کوټي ته ورسېده، هلته یې هم یو څو فیرونه د خوشحالۍ لپاره هوائي وکړه، په کوټه کي ټولونفرو یو بل ته مبارکي وویل، ډوډۍ برابرېدل زقوم خان ډیر په چورت کي وو د لنډک دوهم ورور ته یې وویل : هلکه پلار دي اوهغه خوریی مرجان ولې نه معلومیږي چیرته خو به مېلمانه نه یي ؟ هغه ورته وویل : بابک اومرجان ماپښین په موټرکي بازارته ولاړل، دوی لادغه مجلس کاوه چي لږ وروسته د موټرانو ږغ سو د بتیو رڼا یې پر دیوالو لګېده چي ورسره دکلا دروازه وټکيدل ږغ یوڅه په زوره سوچاویل چي رستم خان اکا راغلی، چابه بل څه ویل، خو د زقوم خان فکر دا هر څه نه منل، دروازې ته سره راغله ګوري چي څه د حکومت نفر دي او څوکسه کلیوال دي، زقوم خان اونفر یې څه وارخطا سوه، خیر خو د پېښې څخه تېښته نه کيده.