(درېیم څپرکی :دمحبت خان درایله کیدوخبر)
لیکوال : رحمت الله ( رحمت )
د دې زیري اوخبر لپاره دې دا دوولس شپي او ورځي په انتظارلکه دوولس کاله داسي تیرې کړي وې، هره لحظه ورباندې په شمار تیره سوه، دغه د چورتو او انتظار په دوران کي به یې فکرکله محبت خان ته ولاړی چي هو ده خو نور جرم او ګنانه لرل یواځي ګنایې زماسره مینه کول وو ، اوکله به دا ټولي خبري ورباندي خوب سوي .
یوه شپه یې خوب لیدی چي دا د محبت خان په تلاش د بندیخانې (جیل) وتوري دروازې ته ولاړه وي هغه دروازه وان پولیس د څه خبرو وروسته دا د ننه ورپریږدي د لسي یاشلي طمعه هم ځیني ونکړي شاید ښه سړی به پر ولاړ وو ، کله به پدغه خوب کي د محبت خان سره ملاقات وسو اوکله به بیاخوب نور څه په ولیدل .
خونن دا دې هغه وخت راورسیدی چي پرغوټۍ د محبت خان د را ایله کیدو زیری وسو اود ده پلاس لیکل سوی تازه لیک یې مخ ته پروت دی، جمیلې هم دغه ګړۍ د دې ښه ننداره په ډیره خاموشي وکړه، خو دغه خاموشي هغه وخت ماته سوه کله چي د دوی کوچنی رویبار څه باندي یولس (۱۱) کلن جانو په ډیره بیړه په خونه داسي ور داخیل سو لکه هواچي را اخیستی وي او په خونه کي یو دوه لوښي هم چپه کړه، لکه چي شاعر وایي رانه ادب د محفل هیر سو ساقي عفوه غواړم
له ډیري بیړې وارخطاپه سر د جام وختم (نصرالله ،حافظ)
غوټۍ ته د جانو داسي راتګ هم نابلده (ناولده) ښکاره سو ولې چي دی بې له اجازې خوني ته هر کله نه ورتلی او بیا داسي په بیړه، خوخیر ده هم خپله رویباري سر ته رسول، او نن به شاید داسي زيری را اخيستی وو چي جامونه یې چپه کول او بې له دې چي ځنډ دې وکړي دجیبه یې دوه لیکونه راوکښل او غوټۍ ته یې په نزاکت وسپارل او د څه ویلو وروسته دی د خپل کار په لور رخصت کیدی چي غوټۍ یوه خبره دا ورته وکړه هلته به زموږ چایې پخي وي هغه درسره راوړه .
د جانو راوړي لیکونه د محبت خان د همزولي او انډیوال یوسف خان له طرفه دي .
لومړی لیک یې داسي پیل کیږي ،د دعا او سلام ، وروسته ښه ژوند درته غواړم ، نه پوهیږم چي نوري خبري له کومه ځایه اوپه کومو ادبي او درنو الفاظو را پیل کړم ما هم د محبت خان د انډیوال په نوم اوستاسي د دریدلي او غمجن داستان او لیونۍ میني په خاطر تر خپله وسه درسره غمرازي وکړه اوهم مي تر یوه ځایه ستاسي ددوو ترمنځ د رویباري شرافت ترلاسه کړی ،دغه څو ورځې چي ستاکوم لیک ماته رسیدلی دی هغه مي په ډیره امانت داري سره تر محبت خان پوري رسولی دی او د ده لیک مي ترتاپورې را رسولی دی .
خبره را څخه اوږده نسي ، اصلي مطلب مي دا وو چي زه تر یوه حده خبر وم چي نن به که خدای (ج) کول محبت خان کلي ته را ورسیږي خوسل په سله کي مي باور هم نه وو ، نو مي ځکه وړاندې یا مخکې تاته خبر نسو درکولای، نو بخښنه در څخه په دغه کار غواړم ما نه غوښتل چي بې وخته دا خبر درکړم او ستا د لیونۍ میني د اور سرې سکروټې هسي تازه کړم، دا دي اوس چي خبره یقیني سوله او محبت خان زموږ په بدرګه خپل کلي اوکور ته را ورسیدی،
زه فکر کوم چي نن به زموږ دکلي مرغان او حیوانان هم د ده په راتګ خبر او خوشحاله وي . . . فقط وسلام یوسف خان د محبت خان انډیوال .
غوټۍ چي دا لیک وایي پر تن یې د میني لمبي نوري تازه کیدلې سترګي له اوښکو ډکي سوي د خپل غمجن داستان هره کیسه یې مخ ته تیره سوه . د محبت خان د ژر لیدو تلوسې یې په زړه کي تازه اور بلاوه، د لیک دا اخیري جملې (چي نن به زموږ دکلي مرغان اوحیوانان د ده په راتګ خبر او خوشحاله وي ) چي کله غوټۍ ویلي نو دغه وخت ماپښین قضاپه دا څو شپو کي د دې سیمې د اتل ګوډسپي ږغ یاغپا لومړی ځل دې واوریده، دا پوه سوه چي د یوسف خان دا خبره ریښتیاسوه، چي نن به زموږ دکلي مرغان اوحیوانان لا خبر او خوشحاله وي ، دغه دي د دې سیمي قهرمان، اتل او وفادار ګوډ سپی هم لکه چي د محبت خان په راتګ سره خبر سویدی او غواړي چي د خپل مسافر انډیوال سلام ته ورسي .
او دلته د غپلو به یې شاید یو مطلب داوي چي پرما دی هم د محبت د راتلو زیری کوي، نه پوهیده چي دی څنګه ژرخبر سو، دی خو ماښام د هدیرې څخه دلته راتلی شپه به یې تر ډیره خاموشه دلته تیرول خو نن سم مازدیګر لا نه دي چي ګوډ سپی دلته غاپي له توانه یې ووتل ورپسي را ووتل د باغچي دروازه یې خلاصه کړه، ریښتیا هم دی هغي خواته روان وو تر ډیره یې پسي وکتل اوبیرته خونې ته راغله ، پدغه دوران کي جمیلې د کوم کتاب مطامعه کول د دې سره یې څه غرض نه کاوه ، جانو هم چای راوړې غوټۍ دا ورته وویل ته وګوره په کوڅه کي چي ګوډ سپی چیري ولاړی جانو ته یې دتګ لوری ور وښووي،
«ګوډسپی ځکه پر هر چاګران وو چي یوار یې دا سیمه د یو ظالم پړانګ له شره خلاصه کړه په جګړه کي د خړسپي غوږ او ځیګر پرې سو کمر سپي خپل ژوند له لاسه ورکړی د تورخولي سپي یا دغه ګوډسپي د څونورو زخموسره د شا پښه سخته زخمي سوه، او بل وار چي کله یوه شپه د محبت خان سره تر دغه باغچي پورې راغلی وو او په کوڅه کي خپله چوکیداري کوله خو د سیمې یو بدمعاش منګل ځوان چي غلاکړي غواپر دغه کوڅه راوستل ده هم بې له دې چي کوم بل تور پر ثابت کړي یواځي د دغه غوادغلاکیدو په تورمنګل ځوان په سزا ورساوه او داسیمه یې د هغه د شره خلاصه کړه ،نوځکه ده د اتل یاقهرمان لقب ګټلی وو.»
جمیلې د چای خوړلو وروسته د خپل کور پخوارخصت واخیست، د کور په حویلی کي لا د غوټۍ د مورسره یو څه تکیه سوه د هغې سره یو څه پټي خبري هم وکړې خواخیر هغي ورته وویل لورې تاته دي خدای (ج) خیر درکړي چي یوار ورته راسې لږ یې فکر وربدل کړي کني اوس به چور لیونۍ وای، زموږ په خبرو خو یې هیڅ تسلي اوصبر نه کیږي، پدغه حال کي د کور یوې مزدورې هغه غوټه را ورسول د کومي چي د غوټۍ مور هغي ته ایشاره کړي وه او جمیلې ته داسي وویل :ها زویه ! پداغوټه کي یو څه وچ توت دي دا به درسره یوسې ته خو پر ما ډیره ګرانه یې یو څه سپین کورت مي هم درته ایښي دي هغه به بیا بله ورځ درکړم .
دا چي ته د غوټۍ سره غم شریکه یې اوهر کله یې فکر درسره وي دا خو مي نو نه هیریږي، جمیله پوه سوه چي پدې خبره کي نور دې ته د نه منلو یا انکار هڅه بي فایدې ده، او د وچوتوتو غوټه په لاس کي ځیني راونیوه اوپه یوه نرمه خنداسره یې د دې د دغه ستاینو او ښوخبرو ځواب پدې الفاظو ورکړ: یا ترورې غوټۍ خو پر ما ډیر حق لري دا خومې همزولي او د سبق ملګرې ده بیا خو نو موږ هم سره خپلوان یو، ولې به یې خیال نه ساتم ستایې کور ودان چي زما راتګ دومره ښه درته معلومیږي زمادې ډیر صفت وکړی ، بس اوس ترورې زما یې د خدای په امان .
«جمیله چي د حویلي دروازې ته رسیده د غوټۍ مور ورپسي ږغ کړه زویه ته یوار ودریږه، یوه خبره مې لادرته کول، جمیله هم راوګرزیده، د غوټۍ مور ته یې په ادب وکتل تر څوهغه خبره ورځیني واوري دکومي لپاره چي داراوګرزول ؟
هغې وویل : هو لورې مورته دې مي سلام وایه او دابه ورته ووایې چي هغه ستا د یوې چرګي او دوه درځنه هګیو پیسې مي داسي په سپڼسی تړلي سلامتي درله ایښي دي، ورته وایه ته نه وې راغلې مانه در استولي، ماویل ښه دي چي دا یوار پخپله راسي، یوارې به خوله سره پري کړو، زه هم داسي دیغ وم، ورته وایه غاړې دي بندې چي هر وخت دي لاس خلاص سو چي نه به راځي بس دغه به ورته ووایې په مخه دې ښه .
جمیلې هم د کور پخوا قدمونه پداسي حال کي اخیستل چي په لاس کي د وچو توتو غوټه وه او په فکر اوزړه کي د غوټۍ او محبت خان د لیونۍ میني د داستان زړه دردونکي کیسې، نه پوهیده چي پای به یې څنګه وي ، کورته په رانژدې کیدو وه چي خپل ورور نعمت ولیدله او هغه هم ګامونه ورته را چټک کړه تر څو د خور څخه د حال او احوال پوښتنه وکړ ي، او دا چي څنګه زېری دی پر وکړ ي، خو د ده پر رارسیدو جمیلې د خبري وار پر د مخه کړی، آ ښه! لکه چي د محبت دوی کره بیاتللی وې ؟
نعمت لا ځواب نه ؤ ورکړی چي جمیلې په تلوار بله پوښتنه ځیني وکړه . پر لارې دې ګوډ سپی ونه لیدی ؟
دې پوښتني که څه هم نعمت حیران کړ خو دې ته یې داسي وویل : هو یوار بیا هلته ورغلم د محبت خان دوی کره، ماویل ښه دي که د یو کار ضرورت ؤ کومک به ورکوې بیاځیني هلکوان او یوسف خان هم هلته وو ما ویل موږ هم دا څو ورځي په محبت خان پسي پردیس وو لږ ساعت به یې ووینو، دا خبري پر جمیلې لږ وغمېدې ولې چي دې د ګوډ سپي پوښتنه ځواب کېدل غوښتل، خونعمت هم ژر د دې په طبیعت پوه سو، او ویې ویل : هو ګوډ سپی ما ولید ی چي څه وخت مخکي هلته د دوی د کور ومخ ته راغلی،
موږ د ننه د کوټي مخ ته په حویلي کي ناست وو چي د ده د غپاږغ سو، دغه وخت د محبت خان د مخ بڼه داسې بدله سوه چي موږ ټول ورته حیران سو ، صرف یې یو هلک ته د ننه کورته د تلو اشاره وکړه ، او د ګوډ سپي پر خوا روان سو موږ هم څوملګري ورسره را ولاړ سو یوسف یې پر څنګ را روان ؤ ، خو دغه وخت محبت خان د هیچا سره خبري نکولې ، پر مخ یې بې اختیاره اوښکي را څڅیدلې « ریښتیا هم ده او ګوډ سپي خو دا څو ورځې نه ؤ سره لیدلي ، نعمت چي تر دغه ځایه خور جمیلې ته داکیسه کوله نو دوی هم د خپل کور حویلي ته راغلي وو ، ریښتیاهم دی خو د محبت خان د سفر ملګری ؤ او د وصال په شپه به یې ګوډسپي چوکیداري کوله او بیابه هم د ده
په ملګر ۍ تر خپله ځایه رسیدی، ده د محبت خان په ملګرۍ کي هر خطر ته غاړه ایښې وه ، او د دغه غمجن داستان یوه برخه ده هم جوړول ، نو اوس به ولې محبت خان د داسي ټینګ او وفاداره ملګري یاسپاهي د راتلو د پاره د باندې نه راوتی .
کله چي محبت خان د کوره ور وزي د کور مخ ته په خلاصه میدانه کي یوې څنډي ته دی هم داسي په انتظار ولاړ ؤ لکه چي د ده حېس د محبت خان د راوتلو خبر ورکړی وي ، شاید پریوتل به دا وخت بې ادبي ورته ښکاره کیده نو یې دغه څو لحظي په ولاړه انتظار کړی ؤ ، بل لور ته د کلي څو هلکوانو او خلکو همدغه ننداره کوله ، دغه وخت د محبت خان د نژدې ملګري یوسف خان هم سترګې په اوښکو لندې وې ، یو طرف ته که د خپل ملګري پر راتلونکي او اوسني ژوندباندې ارمان ورته دریدی ، بل طرف ته دا فکر کاوه چي ته وګوره دغه ګوډسپی خو خدای پاک حیوان پیداکړی دي څومره ژورحېس او وفاداري لري ، څومره ښه ملګري پالي، د خپل ملګري یاخاوند څومره ښه تابعداري کوي ، ته موږ انسانانو ته و ګوره چي ډیری مو څه څه کارونه کوي ، د چاحق خوړل او د بل جایدادونه لاندې (قبضه )کول او په نه څه د بل ازارول او حتی د بي ګنا انسانانو وژل خو بیخي هیڅ نه ورته معلومیږي، او حتی د حیواناتوبندي کول یا جنګول خو هیڅ ګنا نه بولي، کاش چي ټولو انسانانو خو د خپل مالک او خالق هم پوره تابعداري کولای ! نو نن به ولې دغه عذابونه اوپریشانۍ دغسي ډیري وای ! ریښتیا هم اصل خبره د عمل او تابعداري ده چي سپی لا هم یو وخت داصحاب کهف ملګري کړي او د جنت لائق وګرزي اوکیسه یې په کلام الهي کي ذکر سي (اشاره د اصحاب کهف )کیسې ته ده، یوسف خان لا دغه چورتونه وهل، خو هلته ګوډ سپي ځان د محبت خان مخ ته داسې رساوه چي لکۍ اوغوږونه یې په ناز ورته ښورول او د خپلي خوشحالي اظهار یې په کاوه او د خپل انډیوال یاخاوند احترام یې کاوه، خو لږ ساعت وروسته په دغه میدانه کي داسي راوګرزیدی چي د خپل جرئت اومیړاني مظاهره یې وکړه، شاید مطلب به یې دا ؤ که چیرې تاسي د کلي د دغه ظالمانو ځواب نلری اویایې مخه نسی نیولای بیا نو زه هم د یوه پړانګ او بدمعاش قاتل جوړیدلای سم او د هغه مخه نیولای سم ،
د کلي یوښه سپین ږیر ي تیموراکا هم دلته دغه ننداره ولیده دناخوښۍ هیڅ اظهاریې ونکړ ، ولي چي هغه پوهیدی چي د ښکار، د کور د ساتنې او د پسو د رمي لپاره د سپي ساتل پروا نلري ، خو د هر حیوان ساتل د جنګولو لپاره کتاب نه خوښوي ،ګوډ سپي خو د دې سیمي او کلي لپاره هر وخت د یو ظالم سره زور ازمایي کړیده او د هغه مخه یې نیولي ده، د ا خو یواځي موږ انسانان یو چي هر چیري د ظلم یاظالم ملګري کوو، او بیا ځانته د خیر طمعه لرو ، دا ننداره څه وخت وروسته پای ته ورسیده ، په سیمه کي لمر هر چیري خپلي زرینی وړانګي راټولولي او د رخصت په حال کي ؤ، د ختیځ لخوا د تورې تیارې او د یوې بلي شپې تناوونه هر لورته په غزیدو ؤ، د کال یوه بله ورځ پای ته رسیده او شپه په راتلو وه، مرغان هم خپلو ځالو او ځایو ته د رسیدو په حال کي وو، کرار کرار د اسمان پر مخ ستورو خپل امیلونه یاکتارونه جوړول ، میاشت تازه د څوشپو وه دومره رڼایې نه کول څه وخت بعد به دې هم د لویدیځ په لور ځان پټاوه ، او نن شپه به بیا د اسمان پر مخ غټ ستوري ښه ځلیږي بس قدرت هر چاته خپله برخه ورکړیده ښه تقسیم یې کړیدی، د ځینو شیانو لپاره یې وخت او وار هم ټاکلی دی اوس د ورځي وار په تیریدو دی او د شپي وخت او وار رارسیدی، چي پر سیمه خپلې تورې کږدۍ ودروي او د مځکي پر یوه غټه برخه باندي د خدای (ج) پر مخلوق پرده واچوي او په ډیره نرمي سره یې د خوب او ارام وغیږ ته وسپاري »
یوسف خان هم ډیر کوښښ وکړی چي محبت خان پدې قانع کړي چي نن کرار خپل کور ارام وکړه، مګر محبت خان د خپلي خبري څخه نه اوړ ي او وایي چي نن شپه به لږ ناوخته زه یو نیم ګړۍ دیدن کوم، خو یوسف خان ورته وویل داسي مه کوه هسي نه چي یو خطر پیښ نسي، مګر محبت وویل زه اوس خطرنه پیژنم او نه مي خطر پخوا پیژندی، یوسف خان سر وښوراوه چي ته اوس دا لیونی پوه کوه، که څه هم دی پوهیدی چي دغه د غوټۍ د خاصي کوټي او باغچي لار څه په امن ده، ولې چي د هر چا تګ اوراتګ پر دغه لار نه وي او دا یې په یاد وو چي هغه څه کم یوه میاشت مخکي چي محبت خان د ګوډ سپي په بدرګه دغه ځای ته راغلی ؤ په کومه شپه چي ګوډسپي د منګل ځوان سره خپل حساب خلاص کړی، او راغلا کړي غوا بیرته خپل خاوند بوتله، نو د هغه شپي را پدیخوا ځیني خلکو دا ګمان کاوه چي ګوډ سپی به دلته چوکیداري لري او زړور پردې لار نسو راتلای، اخیر ده هم د نه زړه هو ورسره وکړه چي نه پاتیږي زه به دې هم د لارې ملګری سم، د ماښام ډوډۍ وخوړل سوه د ماخستن لمونځونه هم وسول، خلک د څه ناڅه بنډار کولو وروسته خپلو ځایو ته ولاړل، په کلي او سیمه کي ښه ارامي او سکوت خور س، مګر دلته د محبت خان او یوسف پر زړه یوه نامعلومه ناکرار ي روانه ده چي ارام ته یې نه پریږدي او هلته غوټۍ هم د انتظار شيبې شمارلې دا خو ماپښین قضا لا خبره سوه چي محبت په یوه لیک کي دغسي ورته لیکلي ؤ نو ځکه ساعت په ساعت د دې ناکراري زیاتیدله نه پو هیده چي نن شپه به تقدیر د دوی په هکله څه لیکلي وي، غوټۍ د خپلي خونې هغه دروازه چي د کور و خواته ده ماخستن لا وتړل اود باغچي خواته دروازه یې خلاصه کړه، کله کله د باغچي دروازې ته هم ورسي، شی خو ښه نه معلومیږي خوداغوږ ونسي تر څو که محبت را روان وي نو د پښو سکاسه به یې واوري، خو دا انتظار او هره لمحه پر دې باندې په زحمت تیریدله .
هلته محبت د یوسف په بدرګه د پلان سره سم له کوره راووتي، چي سم د لاسه یې ګوډ سپي هم ملګري وکړه ولې چي هغه خو هم د مازدیګر سه لادلې ؤ او دکور مخ ته په میدانه کي خپل سنګر تود ساتلی ؤ اوس چي په تیاره شپه کي محبت او یوسف ولیدل نو دی پوه سو چي اوس لکه چي د محبت خان د کار وخت دی، او بې له دې چي څوک دې ورته ووایي ده هم خپلي دندي (کار) ته تغیر ورکړ، او د دوی دواړو د مخه یې زړه ور ګامونه ایښوول او دا احساس یې نه کاوه چي څوک دې مخامخ پرده راسي ولې چي دا هر څه ده په اثبات رسولي وو.