آزاد افغانستا ن

 

چــې کلــــه ګل کلــــه بــــوســــتان يــادوم

زه مــــې د خــــوږ زړګې جانــــان يـــــادوم

 

څوک به سپيڅلې د يــــــار مينه ســــتايي

زه هــــــــم نـــــرګس ســـره بــوستان يادوم

 

زمــــا قــــــــلم او مـــــــــحبت مـــعلوم دی

جنګ نه نفرت زه خپل آ رمــــــان يـــــادوم

 

ټوپکه مـــــات ،ظالمه ســـــر دې وخــورې

زه مې په ســــولـــه کې ايـــــمان يــــــادوم

 

يــــواځې جنــګ ندی چې لار پيدا کـــــړي

زه پـــــــــه قـــــــــلم د ژوند داستان يادوم

 

جنـګ تــــباهي ده جنــــګ وحشــت راولي

د قــــاتــــلانــــــو تير زمـــــــان يــــــــادوم

 

دا چــې غليم مې په بــــاغونــــو ګـــــرځي

پـــــــه اتــــفاق کــــــــې غليم وران يـادوم

 

چې شل په سلو کې قدرت غـــــواړي دوی

زه پــــه لستوڼې کــــې مــــــاران يـــــادوم

 

دا دپــــــــردو استــــــــخبـــاراتــــی ادارو

ښکاره او پـــت جیره خـــــوران یــــــادووم

 

دا وزارت خــــــــو د خدمـــــت مــــوخـه ده

دا د چـــوکی ټيـــــــــکه داران يـــــــــادوم

 

راشه چــــې غــــاړه شو غړی شـــــو ســــره

پــــــه ورورۍ هـــــــــر مشکل اسان يادوم

 

افغانــــــــــه پريــــــــــګده د توپــک خبره

پــــــــه هـــــوښــــاري بـُـرد د ميدان يادوم

 

راځـــــه چې لاس د ورورۍ ورکـــــو ســـره

د ازوريــــدلــــي افغانـــــــــــان يـــــــادوم

 

زه دښمـــني د ټــــوپـــــک مـــــار سره کړم

نه چې د دين خـــــدمــــت ګـــاران يــــادوم

 

ټوپک دې پريږده سترګې خـلاصې که نور

والصلح خـــير پــــه نــــــوم قـــــران يادوم

 

افغاني يــــوکــړه دا خــــواره قــــومــــونه

بــــيا بـــــه ازاد افغــــانستا ن يـــــــــادوم

----------------------------------

سميع الدين افغاني

م .کال ٧ - ٧ - ٢٠١

مهاجرت